د پاکستان پوځ: په وسله واله نښته کې مو دوه عسکر وژل شوي
۱۴۰۰ آبان ۱, شنبهد پاکستان د تروريزم پر وړاندې د مبارزې پولیسو ادعا کړې چې د شنبې په ورځ سهار وختي يې د بلوچیستان ايالت په مستونګ سیمه کې د يوې پوځي چاپې په ترڅ کې ۹ یاغیان وژلي دي. يادې ادارې په خپلې یوه اعلاميه کې ويلي دي چې د عملیاتو په جریان کې وسله والو پر پولیسو ډزې وکړې چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې ۹ «تروریستان» ووژل شول.
د اسوشتید پریس په حواله، سیمه کې د روانې اوونۍ په پيل کې يوه بمې چاودنه هم شوې وه چې د پولیسو یو افسر په کې ووژل شو او ۱۹ نور ټپيان شول. د دغې چاودنې مسئولیت پاکستاني طالبانو منلی وو.
بلخوا د پاکستان پوځ بیا په یوې اعلامیه کې ويلي دي چې په میرانشاه سیمه کې يې پوځي عملیات کړي چې د پوځ دوه عسکر او يو وسله وال په کې وژل شوي دي.
اعلامیه کې زياته شوې چې دغه عملیات وروسته له هغې په لاره واچول شول چې د جمعې په ورځ په باجوړ سیمه کې یوې بمي چاودنې دوه پولیس او دوه پوځيان ووژل.
ا.پ./م.ک.ص./م.ن.ص.