1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ: پېښور ته څېرمه سخته جګړه شوې

۱۴۰۱ مهر ۱۸, دوشنبه

د پاکستان پوځ وايي چې له افغانستان سره نیږدې په سرحدي سیمه کې له وسله والو سره په سخته جګړه کې دوه پاکستاني سرتیري او درې وسله وال وژل شوي دي. جګړه پېښور ته نيږدې شوې ده.

Pakistan Kaschmir Grenze zu Indien
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

د پاکستان د چارواکو په خبره، دغه جګړه د خیبر پښتونخوا پېښور ښار ته نیږدې شوې ده چې پکې د پاکستاني سرتیرو پر کاروان برید شوی او بیا شدیده جګړه رامنځ ته شوې ده. د پاکستان پوځ د پیښې په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي او د وژل شویو وسله والو هویت لا هم روښانه نه دی.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی خو په دې وروستیو کې پاکستاني طالبانو د دغه هيواد پر پوځ او امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د پاکستاني چارواکو په خبره، په یوه بله پیښه کې د خیبر پختونخوا په ټانک سیمه کې د شپې پرمهال د امنيتي ځواکونو د چاپې پرمهال څلور وسله وال وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د یادې پیښې په هکله نور جزئیات نه دي خپاره کړي.د پاکستان د پوځ چورلکې سقوط کړې؛ ۶ عسکر وژل شوي

بل لوري ته د پاکستاني طالبانو ویاند، محمد خراساني ویلي دي چې په ټانک سیمه کې وژل شوي څلور کسان د دوی «سپیڅلي جنګیالي» ول. نوموړي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د پاکستان د پوځ له لوري چاپې دا ښيي چې حکومت او ادارې یې په پاکستان کې د سولې غوښتونکي نه دي.

که څه هم پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو جلا ډله ده، خو یادې ډلې له ناټو او افغان حکومت سره په جګړه کې د افغان طالبانو ملاتړ کاوه. په افغانستان کې د طالبانو بیا حاکمیت، پاکستاني طالبان هم زړور کړي او په دې وروستیو میاشتو کې یې له پاکستان له حکومت سره پر لنډ مهالي اوربند سربیره، خونړۍ جګړې کړي دي چې پکې دواړو لوریو ته تلفات اوښتي دي.

په دې ترڅ کې د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات هم شوي دي او افغان طالبان اسلام آباد او پاکستاني طالبان مذاکراتو ته هڅوي،داسې مذاکرات چې د روان کال له می میاشتې راهیسې پیل شوي خو لا یې هم نتیجه نه ده ورکړې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل