1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناهندګۍ پریکړې دې د اروپا په باندنیو سرحدونو کې ونیول شي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

اروپايي کمیسیون د اروپا په باندنیو سرحدونو کې د پناهندګۍ د دوسیو ارزول کیدو په هکله د المان د حکومت د پلانونو ملاتړ کړی. المان وړاندیز کړی چې د پناه غوښتنې په اړه تصمیمونه دې د اروپا په بهرنیو سرحدونو کې ونیول شي.

EU-Kommissarin für Inneres Ylva Johansson
انځور: MENELAOS MYRILLAS/SOOC/AFP/Getty Images

 

اروپايي کمیسیون د المان حکومت د پلانونو د ملاتړ سګنال ورکړی دی. د المان حکومت ویلي وو چې د پناهندګۍ دوسیې دې په بیړه د اروپا په باندنیو سرحدونو کې و ارزول شي.

آلمان او اتریش د اروپا د اتحادیې د بهرنیو سرحدونو د لا زیاتو ټینگلو غوښتنه کوي

د اروپایې اتحادیې د کورنیو چارو کمیسارې یلوا جوهنسن د «ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته وویل: «مهمه ده چې الزامي سرحدي تګلاره ولرو. دا اړينه ده چې غیر قانوني مهاجرت کنترول او د عملي کیدو وړ او چټک، خو انساني بیرته ستنونه یا اخراج تضمین کړای شي.»

اغلې جوهنسن زیاته کړه: «سرحدي تګلارې به دا خبره هم یقیني کړي چې په اروپا کې دننه به هم د دویم ځلي یا ثانوي مهاجرت په کچه کې د پام وړ کمښت رامنځته شي.»

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د اروپایي کمیسیون دغې چارواکې د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراجولو پروسې د لا زیات اغیزمنولو غوښتنه هم وکړه. جوهنسن یادې ورځپاڼې ته وویل: «د دې له پاره چې د اخراجولو پروسه آسانه او ګړندۍ شي، باید اروپایي هیوادونه ټول هغه تصمیمونه په رسمیت وپيژني چې د اروپایي اتحادیې یوه بل غړي هیواد لا دمخه د اړونده کس په هکله نیولې وي.»

د المان د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر او د اروپايي کمیسیون د داخلي چارو مشره یلوا جوهنسنانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د المان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر بیا له «بيلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې سره په خبرو کې د اروپا په باندنیو سرحدونو کې د پناهندګۍ د مرکزونو ایجادولو په اړه پر خپل وړاندیز ټینګار وکړ. فایزر وویل: «د هغو کسانو د پناهندګۍ د غوښتنلیک په هکله چې په اروپایي هیوادونو کې د حفاظت ترلاسه کولو ډیر لږ چانس لري، باید په راتلونکي کې هم هلته په باندنیو سرحدونو کې لا تصمیم ونیول شي.»

جوهنسن د اروپایې اتحادیې د مهاجرت د ګډ سیاست په هکله خوشبینې ښکاره کړه: «وزیره فایزر او زه دواړه د پناهندګۍ او مهاجرت د تړون په برخه کې د هغو پرمختګونو په هکله چې کوو یې، متمرکز او هیله مند یو.»

اروپا پر خپلو بهرنيو سرحدونو کنترول زياتوي

په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرت د بحران راهیسې اروپایي اتحادیه پر دې نه ده توانیدلې چې د مهاجرت د هر اړخیزو اصلاحاتو په برخه کې پر یوه ګډ سیستم موافقې ته ورسیږي.

فایزر د مارچ میاشتې په لومړیو کې د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو په شورا کې د چټګې حل لارې غوښتنه کړې وه.

رد شويو مهاجرو ته تر اروپايي ټولني دباندي کمپ جوړيږي

د المان د کورنیو چارو د وزیرې هدف دا دی چې په ۲۰۲۴م کال کې د اروپا له ټاکنو مخکې دې د پناهندګۍ او مهاجرت په سیاست کې د اصلاحاتو عملي کیدل پيل شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب