د مهاجرت د سیاست د ژربدلون په اړه د آلمان د نوي حکومت پالیسي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه
د آلمان راتلونکی صدراعظم فریدریش میرڅ چي په پام کي ده د می مياشتي پر شپږمه د آلمان په پارلمان کی د دغې دندې له پاره وټاکل سي، د ۲۰۲۵م کال د پارلمان په انتخاباتي مبارزه کي ژمنه کړې وه چي د خپلې صدراعظمۍ له لومړۍ ورځي څخه به غیرقانوني مهاجرتونو ته د پای ټکی کښیږدي.
په همدې حال کي د آلمان د صدراعظم د دفتر راتلونکي رئیس تورستن فرای، د دغه هیواد په بهرنیو پولو کي د کنترول له سختولو څخه خبر ورکړی دی او اعلان یې وکړ چي دغه ژمنه به د می مياشتي له شپږمې څخه عملي سي.
اړوند:د پناه غوښتنه: اروپايي اتحادیې د مبدا امن هېوادونو لومړی نوملړ خپور کړی
نوموړي د "فونکه" په نوم رسنیو د ډلې ورځپاڼو ته وویل: »راتلونکی حکومت به د خپل کار له لومړۍ ورځي څخه د آلمان په سرحدونو کي شخصي کنترولونه پراخ او لاپسې سخت کړي.«
د فرای په خبره "د غیرقانوني مهاجرت د چټک او اغیزمن مخنیوي" له پاره په هم هغه سرحدي نقطه کي هم د پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو له پاره پلانونه تر ارزونې لاندي دي.
فرای د نوي صدراعظم په توگه د فریدریش میرڅ د لوړې دورځې تاریخ ته په اشارې سره زیاته کړه: « هر هغه څوک چی وغواړي د می له شپږمې څخه په غیرقانوني ډول آلمان ته داخل سي، باید په پام کي ولري چي د آلمان په پوله کی درول کیږي.»
اړوند:مهاجرت او پناه غوښتنه؛ په آلمان کي د مهاجرت سياست کوم لور ته روان دی؟
هغه ادامه ورکړه: «هیڅوک نه سي کولای د خپلې خوښې په هیواد کي د پناه غوښتنه وکړي. دا باید د اروپايي قوانینو له مخې په هغه لومړني هیواد کي ترسره سي چي نوموړی کس اروپايي ټولنې ته داخل سوی دی چي هغه تقریباً هیڅکله آلمان نه دی.»
فرای همدارنگه اعلان وکړ چي د آلمان نوی حکومت په دې برخه کي مخکي لا له گاونډیو هیوادونو لکه فرانسې، اتریش او پولنډ سره لازمې همږغۍ ترسره کړي دي. هغه وویل: «په چلند او پالیسۍ کې هغه بدلون چې موږ انتخاب کړی دی، له ډیر هرکلي سره مخامخ سوی دی.»
فرای مخکي له دې د جرمني په پارلمان کي د مسیحي ډیموکراټ او سوسیال مسیحي گوندونو (CDU/CSU) د اتحاد د فراکسیون د پارلماني چارو رئیس وو. داخلي امنیت او د مهاجرت محدودول د دغه سیاستوال د تخصص له برخو څخه شمیرل کیږي.
د سوسیال دیموکرات ګوند غوښتنه کوي چې مقصد هیواد د کډوالو له بیرته ستنیدو سره موافقه وکړي، په داسې حال کې چې د CDU/CSU د ګوندونو استازي دا ډول یوه موافقه ضروري نه بولي.
فریدریش میرڅ مخکی ټینگار کړی وو چي د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه به د مهاجرت په بحثونو کي د آلمان د ډېر سخت چلند ملاتړ وکړي. هغه ویلي وو چې جرمني به د هغه په مشرۍ د اروپايي ټولنې په پالیسیو کې د گواښوونکي رول ونه لوبوي.