افغان پناه غوښتونکي په کوم وضعیت کې قرار لري؟
۱۳۹۹ خرداد ۳۱, شنبه![Aghanistan Herat | Coronavirus: Flüchtlinge aus dem Iran](https://static.dw.com/image/52795734_800.webp)
د جون ۲۰مه په نړۍ کې د پناه غوښتونکو د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي او افغانان یې داسې مهال لمانځي چې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تیروي.
نورو هېوادونو ته د افغانانو کډوال کېدل یوه ستونزه او په ځینو کوربه هېوادونو کې له هغوی سره کیدونکی چلند بله سخته او ستونزمنه موضوع ده.
ګاونډي ایران کې څه موده وړاندې پر پوله د افغان اتباعو د سپرلي موټر په نښه او وروسته یې اور واخېست. راپورونه وايي چې په موټر کې ناست درې افغانان د اور د لمبو خوراک شول او تر لسو ډیر یې اوس هم تري تم دي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي وویل: «د همدې موضوع د لاڅېړنې لپاره د بهرنیو چارو ځای ناستی وزیر حنیف اتمر ایران ته سفر کوي.»
د اساسي قانون له مخې، په بهر کې د افغان اتباعو له حقونو دفاع د حکومت مسؤلیت دی خو منتقدین وايي افغان حکومت تراوسه په دې برخه کې خپل مسؤلیت نه دی ادا کړی.
ایران کې د افغانانو سوځونې ته غبرګونونه، د حکومت مسئولیت څه دی؟
افغانستان کې د کډوالۍ نړېوال سازمان یا IOM د اړیکو یوه پخواني مسؤل نصیراحمد حیدرزی دویچه ویله ته وویل، حکومتونو تراوسه له کوربه هېوادونو سره د کډوالۍ اړوند نړېوال معیارونه نه دي تعریف کړي: «د بیلګې په توګه پاکستان د جینوا د ۱۹۵۱ کال د کنوانسیون غړېتوب نه لري دا اوس د افغان حکومت دنده ده چې له دغه هېواد سره ځانګړي توافقات ولري.»
ښاغلی حیدرزی چې اوس استرلیا کې د کډوالۍ په اړه په دکتورا بوخت دی زیاتوي، چې ایران بیا ددغه نړېوال کنوانسیون مشروط غړېتوب لري، چې افغان حکومت باید په هغه هېواد کې د خپلو اتباعو د حقونو لپاره ایران سره نورې هوکړې لاسلیک کړي.
افغانان ايراني پولیس د افغان مهاجرو پر وژنه تورنوي
خو د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، د کډوالۍ ستونزې هواری د افغان حکومت لومړیتوب دی.
نوموړي د پناغوښتنې د نړېوالې ورځې اړوند په خپل پيغام کې ویلي: «د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي، چې په غوره مديريت سره د کډوالۍ بحران او ننګونې په اقتصادې او پراختيا يي فرصتونو بدلې او د غير منظمې کډوالۍ په کمولو سره د منظمې کډوالۍ زمينه برابره ، دغه پديده خوندي او باعزته کړي.»
د کډوالو چارو وزارت د مالوماتو پربنسټ، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ايران او پاکستان کې د اسناد لرونکو افغان کډوالو شمېر ۷۴ زره تنه او د بې اسناده افغان کډوالو شمېر۲۸۷۵۰ تنه دي.
کابل/ محمد اسماعیل شاکر