1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پنا غوښتونکو دوسیې دې په یوه دریم هیواد کې و ارزول شي»

۱۴۰۲ دی ۱۶, شنبه

د المان د لیبرال دیموکرات ګوند (FDP) مشر بیژن جیرسرایې د روانډا په څیر په یوه دریم هیواد کې د پنا غوښتونکو د دوسیو پر ارزونې ټینګار کړی. سرایي دغه څرګندونې د «فرانکفورته الګماینه څایټونګ» سره په یوه مرکه کې کړي دي.

Frankfurt, Deutschland  | Asylreform in der EU
انځور: epd

د المان د لیبرال دیموکرات ګوند (FDP) مشر بیژن جیرسرایې ټینګار کړی دی چې د پناغوښتونکو د غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر دې باید د روانډا په څیر په یوه دریم هیواد کې ترسره شي.

بیژن زیاته کړې ده چې په دې برخه کې ځینې قانوني انديښنې موجودې دي، خو سړی کولی شي هغه لیري کړي. دغه الماني سیاستوال ویلي دي چې که یو دریم هیواد، د بیلګې په توګه روانډا د پناهندکۍ د بهیر لارښوونه کوي، نو دا د منلو وړ نه دي: «خو که چیرې د بیلګې په توګه دغه کنترول د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت اداره په لاس کې وي، په هغه صورت کې به بیا حقوقي ارزونه بل ډول وي.»

کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې آیا په روانډا کې به د منل کیدو پروسه د کډوالو له پاره د جنیوا کنوانسیون او د اروپا د بشري حقونو کنوانسیون څخه له سرغړونې پرته، ترسره شي؟ هغه وویل: «که د هغې د ترسره کولو له پاره کومه اداره شتون ولري، کیدای شي ترسره شي.»

د المان د لیبرال دیموکرات ګوند (FDP) مشر بیژن جیرسرایېانځور: Christian Spicker/IMAGO

بیژن جیرسرایي زیاته کړې ده چې له اوسني حکومت مخکې دغې ادارې شتون نه درلود. خو نوموړي ټینگار کړی دی چې دا کار په دې معنی نه دی چې خلک دې له اروپا څخه لیري وساتل شي، بلکې هغه کسان چې واقعاً هم د حفاظت مستحق دي، ملاتړ ترلاسه کړي.

اساساً دغه سیاستوال د بیلګې په توګه د نیوزلنډ، کاناډا او استرالیا یادونه کوي، چې د خپلو ګټو پر بنسټ د مهاجرت یو سیاست تعقیبوي. جیرسرایي وایي: «مهاجرت د دغو هیوادونو د کار بازار له پاره مطلوب دی، خو نه د دوی د ټولنیزو تامین د سیستمونو په اساس. دا هغه څه دي چې دغه هیوادونه یې په دغو برخو کې بریالي کړي دي. المان هم باید دغه کار وکړي.»

د المان صدراعظم اولاف شولڅاو د دغه هیواد د ایالتي حکومت مشرانو د تیر میلادي کال د نومبر میاشتې په لومړیو کې موافقه وکړه چې مرکزي حکومت دې داسې یوه ارزونه ترسره کړي څو دا معلومه کړای شي چې آیا له اروپا څخه دباندې د پناغوښتونکو د غوښتنلیکونو ارزونه به امکان ولري او که څنګه؟

ns, kh (dpa)

په بلجیم کې د سړک پر سر اوسیدونکي مهاجر

05:50

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب