1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هگست، اوکراین ته سرې کرښي وښودلې او پراروپایانو یې فشار راوړ

گل غوټۍ پوپل | فرانسوی خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۲۵, پنجشنبه

د امریکا نوی د دفاع وزیر، پیت هگست، له روسیې سره د سولې له پاره اوکراین ته سرې کرښې وښودلې او پر اروپایانو یې فشار زیات کړ.

د پنتاګون نوي مشر ټینګار وکړ چې د ناټو اروپايي شریکان باید د اوکراین له پاره د راتلونکي پوځي او ملکي مرستو "لوړه برخه" پر غاړه واخلي.
د پنتاگون مشر، اوکراین ته سرې کرښي وښودلې او پر اروپایانو یې فشار راوړانځور: Omar Havana/AP/dpa/picture alliance

د امريکا د دفاع وزير پيت هگست، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د فبرورۍ ۱۲) په بروکسل کي د اوکراین د اړیکو د ډلې په مخکي وویل: «د امریکا متحده ایالاتو له نظره نه د اوکراین د پخوانیو سرحدونو بیا رامنځته کول او نه هم په ناټو کي د دغه هیواد غړیتوب حقیقي ښکاري.» په عین حال کي نوموړي د ولسمشر دونالډ ترمپ په استازیتوب وغوښتل چې د خپل اقتصادي تولید پنځه سلنه برخه پر دفاعي چارو ولګوي.

هگست، په بروکسل کي د اوکراین د ملاتړو او د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف په حضور کي، وویل، چي د ۲۰۱۴م کال مخکې د اوکراین پولو ته راستنیدل یعني د روسیې له خوا د کریمیا د ټاپووزمې له الحاق څخه مخکې - به "غیر واقعي" وي. د متحده ایالاتو له نظره، د اوکراین له پاره د ناټو غړیتوب هم "د خبرو اترو د حل حقیقي نتیجه" نه ده. متحده ایالات به اوکراین ته سوله ساتي ځواکونه ونه لیږي.

اړوند:ترمپ غواړي په سعودي کي له پوتین سره د اوکراین په اړه خبري وکړي

د پنتاګون نوي مشر ټینګار وکړ چې د ناټو اروپايي شریکان باید له همدې کبله د اوکراین له پاره د راتلونکي پوځي او ملکي مرستو "لوړه برخه" پر غاړه واخلي. لکه څنګه چې ولسمشر دونالډ ترمپ غوښتنه کړې وه، نوموړي د دې کار له پاره د دفاعي لګښت د پنځه سلنې د زیاتوالي غوښتنه وکړه. دا د "راتلونکي" او "د قوت له لارې سولې" له پاره د بیانې ورکول دي.

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس، په لومړي ځل په بروکسل کي له هگست سره ولیدل. پیستوریوس وروسته وویل چي آلمان او پوځ يې باید د دې توان ولري چي «د ناټو له متحدینو سره په گډه داسي یوه جگړه پرمخ بوزي چي د روسیې له خوا راباندي تحمیل کیږي.» نوموړي په دې ډول په ایکس آنلایني پاڼه کي د هگست، د هغې غوښتنې پر وړاندي غبرگون وښود چي ناټو باید «یو لا قوي او وژونکی قوت» سي او نه «یو ډیپلوماټیک کلب».

اړوند:ترمپ: پوتین دې د اوکراين «نامعقوله» جګړه ختمه کړي

پیستوریوس د ترمپ له نوي دفاع وزیر سره په لیدنه کتنه کې یو ځل بیا د جرمني د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه. هغه، په ناټو کې ملاحظاتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: "دا تقریباً هیڅ مهمه نه ده  که موږ ووایو درې سلنه یا ۳،۵ سلنه".  "مهمه خبره دا ده چي باید روښانه، دوامداره زیاتوالی وي." د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ ، بیا تر دې دمه د دې خبري له پاره هیڅ اساس نه ویني.

پیستوریوس په داسې حال کې یو ځل بیا د امریکا د ولسمشر دونالډ ترمپ هغه غوښتنه رد کړه چې په ناټو کې یې د پنځه فیصده غوښتنه کړې وه. هغه ټینګار وکړ: «امریکایان پخپله هم له دې څخه ډېر لیرې دي. تېر کال، د ناټو د شمېرو له مخې، متحده ایالاتو د خپل ناخالص تولید شاوخوا ۳،۴ سلنه پر دفاع باندې لګولې ده.»

پیستوریوس، رپوټ ورکړ چې هغه د پنټاګون له نوي مشر سره شاوخوا درې نیم ساعته "ډېر دوستانه او خورا خلاصې خبرې اترې" وکړې. نوموړي په لنډه توگه وویل: "موږ غواړو چې نږدې، د اعتماد وړ ټرانزاټلانټیکي ملګرتیا او گډ کارته دوام ورکړو."

هګست، پخپله له ناټو څخه د متحده ایالاتو د احتمالي وتلو په اړه بیره رد کړه. هغه وویل چې متحده ایالات له اروپا سره اتحاد او "دفاعي ملګرتیا" ته ژمن پاتيږي. هغه ټینګار وکړ "خو متحده ایالات به نور یوه داسي غیر متوازنه اړیکه ونه زغمي چې انحصار ته وده ورکوي."

ترمپ، د جمهوري غوښتونکو له مقاومت سره سره هګست د دفاع د وزیر په توګه وټاکه. د فاکس نیوز دغه پخوانی نطاق او په عراق او افغانستان کې د متحده ایالاتو د عملیاتو با تجربه کس، له شرابو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې او د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي باندي تورن دی.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل