د پنجشېر پر ولايت مقام يرغل پای ته ورسېد
۱۳۹۲ خرداد ۸, چهارشنبهد پنجشېر ولايت وياند عبدالکبير وثيق رسنيو ته ويلي دي، چي ۷ تنه ځانمرگي بريدکوونکو چي د افغان ملي پوليسو يونيفورم ئې اغوستی وو، سهار وختي د ولايت مقام پرودانۍ او امنيه قوماندانۍ باندي بريد وکړ:
«بريدکوونکو د ولايت مقام پر ودانۍ باندي يرغل وکړ او بې له يوه تنه چي ځان ته ئې چاودنه ورکړه نور ټول له پوليسو سره په درې ساعته جگړه کي ووژل سول.»
هغه زياته کړه چي په دې پيښه کي د ځانمرگي بريد په نتيجه کي يو تن پوليس هم وژل سوی دئ.
خو د دغه ولايت د پوليسو آمر قسیم جنگل باغ بيا د اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي، چي د بريدکوونکو درو تنو ئې خپل ځانونه وچول او څلور تنه بيا له پوليسو سره په جنگ کي ووژل سول.
د پنجشېر د والي وياند وويل، چي په سيمه کي د چاودېدونکو موادو ډک يو موټرهم کشف سوی دئ.
وسله والو طالبانو د تليفوني پيغام په لېږلو سره د دغه يرغل مسئوليت پرغاړه اخيستی دئ.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي، چي ځواکونه ئې اوس تر بل هروخت ډير پياوړي دي او ډير ژر ئې د وسله والو طالبانو د يرغل پروړاندي غبرگون ښوولی دئ.
له ۲۰۱۱ کال راهيسي دا لومړی وار وو چي د افغانستان په دغه با امنه ولايت کي دغه شان يرغل ترسره کيږي.
په دې وروستيو کي پر افغان امنيتي ځواک باندي د وسله والو طالبانو يرغلونه ډير سوي دي. د تيري جمعې په ورځ وسله والو طالبانو په کابل کي د ملگرو ملتونو پريوه دفتر باندي يرغل وکړ چي تقريباً يوولس ساعته ئې دوام وکړ.
افغان امنيتي ځواک په داسي حال کي د وسله والو تر يرغلونو لاندي راځي چي د خپل هيواد د ټول امنيتي مسئوليت د پرغاړه اخيستلو په درشل کي دئ.
د ځينو بهرنيو کارپوهانو په اند افغان امنيتي ځواک اوس تر بل هر وخت په وسلو ښه سمبال او روزل سوی دئ.
خو يو شمېر افغان کارپوهان بیا په دې نظر دي، چي امنيتي ځواک ئې اوس هم د دې جوگه نه دئ، چي د ټول هيواد امنيتي مسئوليت ته په يوازي سره اوږه ورکړي.