1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د پنټاګون د پټو اسنادو افشا کوونکی نیول شوی دی

۱۴۰۲ فروردین ۲۵, جمعه

د محرمو پوځي معلوماتو د افشا کولو شکمن چې د امریکا د ملي ګارد غړی دی، په ماساچوست کې نیول شوی دی. نیویارک ټایمز لیکلي چې د ایران او نیکاراګوا ترمنځ د پوځي همکارۍ د خبرو اترو اسناد هم په افشا شویو معلوماتو کې موجود دي.

د پنتاګون محرم اسناد یو وار بیا افشا شول
د پنتاګون محرم اسناد یو وار بیا افشا شولانځور: Yuki Iwamura/AFP

د پنجشنبې په ماښام (د اپریل میاشتي ۱۳) اف بي ای د ماساچوست په شمال کي یو کس په انټرنیټ کې د متحده ایالاتو د پټو معلوماتو د افشا کولو په شک ونیول شو.
سي بي ایس نیوز دغه ځوان د جیک تیشیرا په نوم ياد کړی دی. واشنګټن پوسټ مخکې په سوشل ميديا کي د یوه ګروپ د دوو غړو د څرګندونو په اړه راپور ورکړی و، چې د "او جي" په نوم یادیږي او د نظامي اډې کارکونکي دي.

د پنتاګون «محرم اسناد» او د اوکراین پر ملاتړ د بلینکین ټینګار

د سي ان ان په وینا، د هوايي ملي ګارد غړو د «ډیسکورد پلیټ فارم» په نوم یو کوچنی پیغام ګروپ پیل کړی و، دا هغه ټولنیزه رسنۍ ده چې د کمپیوټري لوبو مینوال یې ډیر خوښوي.

د امریکا قضايي سیسټم جیک تیشیرا د ۱۹۱۷ د جاسوسۍ قانون تر نوم لاندي ونیوه او ښایې محکمه یې د لسو کالو په بند محکوم کړي. خو امریکایي رسنۍ ټینګار کوي چې هغه د ډیرو محرمو اسنادو د افشا کولو یوازینی مسؤل نه ګڼل کیږي.

زموږ له آرشیف څخه:

پر اوکراین د روسیې د جګړې په اړه د امریکا د استخباراتو او پوځي سازمانونو، سي آی اې او پنټاګون پټ اسناد د مارچ له لومړیو راهیسې په انټرنیټ کې لاس په لاس کیدل؛ چې دغو معلوماتو کې د جبهو د حالت په ګډون د وسلو او تجهیزاتو رسولو اطلاعات هم شامل ول.

اړونده موضوع:پنتاګون: د امريکا په فضا کې د چين يو «جاسوسي بالون» ليدل شوی

دا لا هم څرګنده نه ده چې په افشا شویو اسنادو کې کوم معلومات مستند دي او کومو برخو کې یې لاسوهنه شوې ده.

د ایران او نیکاراګوا اړوند یو سند

نیویارک ټایمز لیکلي دي چې د ایران او نیکاراګوا ترمنځ د پوځي همکارۍ په اړه د خبرو اترو پټ سند هم په یاد افشا شوي معلوماتو کې شته چې ظاهراً د بریښنايي وسیلو له لارې ترلاسه شوي.

نیویارک ټایمز وايي چې دا سند په «ډیسکورډ سرور» کې د پوسټ شوي معلوماتو پراساس ترلاسه کړی. دا سند د فبرورۍ مياشتي په پای کې د نیکاراګوا له لوړ پوړو پوځي قوماندانانو سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر امیر عبداللهیان او د هغه د ملګري پلاوي له کتنې سره تړاو لري. او دغو دواړو اړخونو «په لاتين امريکا کي د امريکا د نفوذ» په اړه مخالفت کې دواړه په يوه نظر دي.

اړونده موضوع: پنټاگون د محرمو اسنادو خپریدل لوی امنیتي خطر بولي

تهران او مناګوا دواړه د واشنګټن تر بندیزونو لاندې دي. د نیویارک ټایمز په راپور کې په لاتین امریکا کې د ایران د مرستو یادونه شوې ده. خو امریکايي چارواکو لا د دغو معلوماتو د کره والي يا نه کروالي په اړه څه نه دي ويلي.

د ورځپاڼې له خوا په یاد شوي سند کې د افشا شویو پټو اسنادو شمېر د ۵۰ او ۱۰۰ تر منځ دی. امریکايي رسنیو د دغو اسنادو په اړه څو ورځي مخکي خبر ورکړ. په داسې حال کې چې یاد معلومات د څو اونیو راهيسي په انترنيټ کي خپاره شوي ول. د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لويد آستین بیا ویلي دي چې هغه یوه اونۍ دمخه د اطلاعاتو له افشا کیدو څخه خبر شوی و.

د دې معلوماتو د سرغړونې په اړه ډېري پوښتنې شته. د پنټاګون او سي آی اې اسناد څنګه د دوی تر حلقې دباندي وتلي او څه ډول د ملي ګارد يوه ۲۱ کلتن غړي ته رسېدلي دي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د ځواب له پاره وخت او نورو جزیئاتو ته اړتیا لري.

د امریکا د محرمو اسنادو افشا کول، انځور: DW


تر ټولو مرکزي ټکی دا دی چې ولې باید داسې مهم او محرمو اسنادو ته هغه لاسرسی ولري؟

تیشیره په ۱۷ کلنۍ کې په ۲۰۱۹م کال کې د امریکا متحده ایالاتو هوايي ملي ګارد سره یوځای شو او د معلوماتي ټیکنالوژۍ متخصص په توګه یې کار کاوه.
دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا د حکومت محرم معلومات افشا کیږي. مګر اوسنۍ قضیه بیا ځانګړې ده، دا ځکه چې سرچینه نه جاسوس دی او نه هم د اډوارډ سنوډن په څیر سپکاوی کوونکی. په دې اساس په رسنیو کې دا پوښتنه راپورته شوې چې دغه استخباراتي دسیسه جاسوسي وه او که يا هم په ښکاره ول؟
 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل