د پوتين د احتمالي محاکمه کولو په اړه خبرې
۱۴۰۱ دی ۲۶, دوشنبه![Niederlande Den Haag | Internationaler Strafgerichtshof (ICC)](https://static.dw.com/image/63752635_800.webp)
اعلان
د آلمان د بهرنيو چارو وزيره انالينا بيربوک غواړي چې دنهاګ ته د سفر په ترڅ کې د روسيې له خوا پر اوکراین د پوځي يرغل له کبله د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د حساب ورکولو پر لارو چارو خبرې وکړي. د آلمان د زرغوند ګوند دغه سياستواله به په هالنډ کې د جرمونو په نړیواله محکمه کې د دوشنبې په ورځ د محکمي د مشر پیوټر هوفمنسکي او بیا لوی څارنوال کریم خان سره وګوري. په پلان کې ده چې هغه به د دنهاګ د نړیوالو حقوقو په اکاډمۍ کې وینا هم وکړي.