د پوتين منتقد په پنځه کاله بند محکوم سو
۱۳۹۲ تیر ۲۷, پنجشنبهکله چې قاضي د ناوالنی سزا واوروله، امنیتي ځواک سمدستي هغه له محکمې څخه وايست. تر دې مخکې قاضي ویلي ول چې ناوالنی په ۲۰۰۹ کال کي کله چي د «کيروف» سيمي د والي مشاور وو د نزدې۵۰۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت اختلاس يې کړی وو.
د ناوالنی د قضیې قاضي سیرگي بیلنوف، وویل: «محکمې دغه قضیه څېړلې ده او په دې خبره پوه شوې ده چې ناوالنی یو جرم کړی دی [...] او په لویه کچه یې غلا کړې ده.»
تر دې مخکې څارنوالانو له قاضي څخه غوښتې ول چې ناوالني ته د شپږو کلونو بند سزا واوروي. پر ناوالنی باندي د لګیدلو تورونو تر ټولو اوږده سزا لس کاله بند وه. ناوالنی پرځان باندې لګیدلي تورنه ردوي خو کله چې قاضي هغه ته سزا اوروله نو چوپه خوله ولاړ وو.
سیاسي فعالیتونه
۳۷ کلن نوالنی چې په اصل کې یو ویبلاګر دی په ۲۰۱۱ کال کې په روسیه کې د یوې سیاسي څېرې په توګه مطرح شو. هغه وخت دغه فعال د ولسمشر ولادیمير پوتین پر ضد مظاهرې تنظیمولي. په دغو مظاهرو کې ډیرو کسانو ګډون کاوه. د ناوالنی پلویان ادعا کوي چې د هغه بندي کول يوه سياسي دسيسه ده. هغوی وایي چې د روسیې حکومت غواړي له دې لاري د ولسمشر پوتین منتقدین له صحنې څخه وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې ناوالني د چهارشنبې په ورځ ویلي ول چې په راتلونکو میاشتو کې به د مسکو ښاروالۍ ته ځان کانديد کړي. خو اوس چې هغه په پنځه کاله بند محکوم شوی دی ښايي دغه کار ترسره نه شي کړای. له بلې خوا که د ناوالنی وکیلان هغه ته د اورول شوې سزا پر ضد شکایت وکړي، نو هغه کولای شي چې تر هغه وخته پوري په سیاست کې فعاله ونډه واخلي چې محکمې یې حکم نهايي کړی نه وي.
که ناوالني ته د شپږو کلونو بند سزا اورول شوې وای نو هغه به په دې نه وای توانیدلی چې په روسيه کې د ۲۰۱۸ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهور رئيس پوتین په مقابل کي ځان کانديد کړي. هغه تر دې مخکې ویلي ول چې غواړي په دغو ټاکنو کې ځان کانديد کړي.