د پوتین پرضد د اروپایانو نوې لویه سرمشریزه
۱۴۰۱ مهر ۱۴, پنجشنبه![Tschechien, Prag | Gipfeltreffen von 44 Ländern](https://static.dw.com/image/63356751_800.webp)
اعلان
د پراګ په دغه «د اروپا لومړنی سیاسي اتحاد» په سرمشریزه کي به د اروپا د اتحادیې د غړو هیوادونو تر څنګ، دغي اتحادیې ته د ۱۷ کاندیدو هیوادونو، ترکیې، پخواني شوروي اتحاد یو تعداد جمهوریتونو او بریتانیا دولتي او حکومتي مشران برخه اخلي.
سرمشریزه د فرانسې د جمهوررئیس، ایمانویل ماکرون په ابتکار سره جوړیږي، کومه چي به د ګډ کار او همکارۍ د لا ډیري تقویې یو نوی پلټفورم رامنځته کړي.