1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«د پوست سرطان اوس په پیل کې تشخیص کیدلای شي»

۱۳۹۷ تیر ۲۸, پنجشنبه

آسترالیايي څیړونکو د میلانوما یا جلد (پوست) د سرطان په لومړي سر کې د تشخیص له پاره د انسان د وینې د معاینې نوی ډول کشف کړی چې په دې برخه کې بې ساری پرمختګ ګڼل کیږي.

Malignes Melanom Schwarzer Hautkrebs
انځور: picture-alliance/Okapia/Neufried

ساینسپوهان په دې باور دي چې د جلدي سرطان د ابتدايي تشخیص په برخه کې دا په ټوله نړۍ کې په خپل ډول کې لومړۍ معاینه ده او له دې لارې کیدلی شي چې ډیر ژوندونه وژغورل شي. په آسترالیا کې د ایډت کوان په نامه پوهنتون ساینسپوهانو ویلي دي چې د پوست د سرطان د تشخیص په موخه د وینې د دغه راز معاینو پرمټ کیدلی شي چې د وینې سرطان په لومړي سر کې تشخیص کړل شي او په دې ترتیب د یوه ناروغ په بدن کې د سرطان د خپریدو په مخنیوي کې په مناسب وخت سره مرسته کیدلی شي.

د دې څېړني يوه غړي پاولیني زینکر د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې برخه کې ویلي دي: «په هغو ناروغانو کې چې میلانو (جلدي سرطان) په لومړي سر کې پکښې تشخیص شي، د سرطان د نورو ډولونو په پرتله د ناروغ د ژوندي پاتېدو امکانات ډير دي.»

د دې څیړنې سرڅیړونکي زینکر همدا راز ویلي دي چې که چیري د سرطان دغه ډول د انسان په بدن کې تیت شي، نو په دې صورت کې بیا د یوه ناروغ د ژوندي پاتېدو امکان کمیږي. زینکر وویل: «د وینې د دغې نوې معاینې له لارې د جلدي سرطان تشخیص په لومړي سر کې کیږي او په دې وخت کې بیا دغه ډول سرطان د درملنې وړ دی.»

انځور: Fotolia/ Alexander Raths

د آسترالیايي څیړونکو دغه تحقیق د چهارشنبې په ورځ د «انکوټارګټ» په نامه په یوه طبي جریده کې خپور شوي. په دې طبي جریده کې د جلدي سرطان پر ۱۰۵ ناروغانو سربیره د ۱۰۴ روغ رمټو کسانو په هکله څیړنې خپرې شوي دي. د وینې د نوي معایني له لارې په میلانوما یا په جلدي سرطان اخته تقریباً ۸۰ فیصده ناروغان تشخیص شوي دي.

په دې برخه کې دا هم مهمه ده چې اوسمهال د جلد د سرطان د  تشخیص له پاره د کارویژول سکین معاینات کیږي چې د جسم په مختلفو برخو کې د انځورونو له لارې سرطان تشخصیږي. د دې سرطان د درملنې له پاره پر بایوپسي سربیره د انسان په بدن کې سرطان لرونکی ځای عملیات کیږي او بیا لیرې کیږي.

خو زینکر چې د دې څیړنې سر څیړونکی دی بیا وايي چې د تازه معایناتو له لارې د انسان په وینه کې د رامنځته شوو هغو انتي باډیانو معاینه کیږي چې د سرطان سره د مبارزې له پاره د انسان دفاعي سیستم یې زیږوي. نوموړي ویلي چې په دې برخه کې د ۱۶۲۷ کسانو د وینې په دفاعي سیستم یا انټي باډي کې داسې یو بدلون یا کمبینیشن موندل شوی چې له م خې یې دا په واضح ډول معلوميږي چې یو شخص د جلد یا پوستکي په سرطان اخته کیږي.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل