د پوځي همکاریو د تقویه کولو په اړه د ترمپ او ملک سلمان خبرې
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۰, شنبهد امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، د جمعې په ورځ (د می میاشتې په ۸ نیټه) د سعودي عربستان له پادشاه ملک سلمان بن عبدالعزیز سره د امریکا او سعودي عربستان د پوځي همکاریو د تقویه کولو او د نفتو نړیوال بازار په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي. ترمپ او ملک سلمان د جي ۷ او جي ۲۰ ډلې هیوادونو کې د همکاریو د دوام په اړه هم خبرې کړي دي.
دونالد ترمپ تیره میاشت د کرونا ویروس له خپریدو سره له سعودي عربستان څخه وغوښتل چې خپل د نفتو تولید راکم کړي. د کرونا بحران د تیلو د بیو د راټیټیدو سبب شوی او امریکایي شرکتونه د رکود له ګواښ سره مخامخ شوي دي.
دغه تلیفوني خبرې دوه ورځې وروسته له هغې ترسره کیږي چې امریکایي چارواکو اعلان کړی وو چې تصمیم یي نیولی دی د سعودي عربستان له خاورې څخه خپل د توغندیو دفاعي سیستم او یو شمیر نظامي پرسونل اوباسي.
د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړی وو چې د امریکا د حکومت دا پریکړه کیدای شي د ایران په مقابل کې د امریکا له خوا د سعودي عربستان د نظامي تقویه کولو د پای په توګه تلقي یا ؤګڼل شي.
د امریکایي چارواکو په خبره د توغندیو د دفاعي سیستم (پاتریوت) څلور دستګاوې او نظامي کادرونه چې د سعودي عربستان د نفتو پر تاسیساتو تر برید وروسته په دې هیواد کې مستقر شوي وو هم په دې تصمیم کې شامل دي.
د وال سټریټ ژونال د رپوټ په ادامه کې راغلي دي چې امریکایان غواړي چې په فارس خلیج کې خپل سمندري ځواکونه هم راکم کړي. چارواکو ویلي دي چې ده جنګي الوتکې هم له سیمې وتلي دي.
پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د سپينې ماڼۍ د ویاند مرستیال جود دیر، د ترمپ او ملک سلمان تر تلیفوني خبرو وروسته اعلان وکړ چې دواړه مشران د نورو ترڅنګ د نفتو د نړیوال بازار د ثبات په برخه کې توافق ته رسیدلي دي.
د سپيڼې ماڼۍ دغه چارواکي ټینګار کړی دی چې دواړو اړخونو همدارنګه د دفاعي همکاریو او سیمه ایزو مسائلو په اړه بحث او خپل نظرونه شریک کړي دي. خو د سپینې ماڼۍ مرستیال ویاند د پاتریوت سیستم د ایستلو په اړه له څه ویلو څخه ډډه وکړه.
له سعودي عربستان څخه د پاتریوت د ایستلو خبر له خپریدو سره هم مهاله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو وویل چې دا ګام د نفتو د مسائلو پر سر پر ریاض د فشار راوستلو له پاره نه دی پورته شوی او په دې معنی نه ده چې د ایران ګواښ کم شوی دی. پمپئو ویلي دي چې د پاتریوت غوندي د یوې مودې له پاره هلته وو او اوس اړينه ده چې ځواکونه یې بیرته را ستانه شي.
سعودي عربستان هم د یوې بیانیې په ترڅ کې د ملک سلمان او ترمپ ترمنځ تلیفوني خبرې تائید کړي دي چې امریکا له دې هیواد څخه ملاتړ کوي او د خپلو متحدینو ګټو او امنیت ته ژمنه ده. ترمپ ویلي دي چې د یمن د شخړې د حل له پاره د دیپلوماتیکو او سیاسي حل لارې د هڅو ملاتړ کوي.
دویچه ویله: ش.ن/ ا.ا