1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د پیسو نړيوال صندوق اوکراین سره بېړنې مرسته اعلان کړه

۱۴۰۱ مهر ۱۶, شنبه

د پیسو نړيوال صندوق (IMF) د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې اوکراین ته به د ۱ اعشاريه ۳ میليارډ ډالرو په ارزښت مرسته برابره کړي. د اوکراین ولسمشر ويلي دي چې دغه پیسې به ډير ژر اوکراین ته ورسيږي.

 کریستالینا جورجیوا
کریستالینا جورجیواانځور: Dursun Aydemir/AA/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د پیسو نړیوال صندوق ويلي دي چې اوکراین سره دغه مرسته د دغه صندوق د خوړو بحران د مرستو د نوي پروګرام په چوکاټ کې ترسره کوي.

آی ام اف په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د مرستو دغه کڅوړه به د اوکراين د «عاجلو تادیاتو په ورکړه کې مرسته وکړي.»

د اوکراین ولسمشر، ولوديمير زيلنسکي، د جمعې په ورځ پر خپل ټويټر وويل چې «دغه پیسې به نن اوکراين ته ولاړې شي.» زيلنسکي له دې کبله د پيسو نړیوال صندوق د بحران پور ورکوونکو څانګې له مشرې، کریستالینا جورجیوا او د هغې له بورډ څخه مننه کړې ده.

تيره اوونۍ نړیوال بانک هم اوکراین سره د ۵۳۰ ميليون ډالرو اضافي مرستې تضمین وکړ. ويل شوي چې دغه مرستې به «پر هغو عاجلو اړتیاوو ولګول شې چې د روسيې يرغل له کبله رامنځ ته شوي دي.»

نړیوال بانک ويلي دي چې دغه بانک د مخه اوکراین سره د نژدې ۱۳ میليارډه ډالره عاجلو مرستو تمویل کړی چې له دغه مقدار پیسو څخه ۱۱ ميليارډه ډالر يې د مخه سپارل شوي دي.

په همدې ورځ د امریکا متحده ایالاتو کانګرس هم اوکراین ته د ۱۲ اعشاريه ۳ ميليارډ ډالرو په ارزښت د مرستو یوه نوې بسته تصویب کړه. په دغه بسته کې د ۳ اعشاريه ۷ ميليارډه ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات هم شامل دي. امریکا متحده ایالاتو په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسيې له يرغل راهیسې، کیف سره ۶۵ ميليارډه ډالره مرسته کړې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب