1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پيلوټانو اعتصاب؛ لوفتهانزا شرکت۸۰۰ پروازونه لغوه کړل

۱۴۰۱ شهریور ۱۱, جمعه

د آلمان د تر ټولو ستر هوايي شرکت، لوفتهانزا، پيلوټانو د یوې ورځې اعتصاب له وجې د دغه شرکت په سلونو پروازونه کنسل يا لغوه شول. پيلوټانو د جمعې په ورځ دغه اعتصاب د خپلو لا ښو حقوقو او امتیازاتو له پاره ترسره کړی وو.

BdT Verdi-Warnstreik bei Lufthansa – Frankfurt/Main
په فرانکفورت هوايي ډګر کې مساپر - د آرشیف انځورانځور: Frank Rumpenhorst//dpa/picture alliance

د اسوشتید پریس په حواله، لوفتهانزا ويلي دي چې د دغه حرکت له کبله، د آلمان په دوو تر ټولو سترو هوايي ډګرونو، مونشن او فرانکفورت کې ېې شاوخوا ۸۰۰ پروازونه کنسل شوي دي. دغه شرکت ويلي دي چې د پيلوټانو له دغه اعتصاب سره کېدای شي تر ۱۰۰ زرو ډير مساپر اغیزمن شي.

لوفتهانزا ويلي دي چې دوی په يو ځل د ۹۰۰ يورو د زياتيدو وړانديز کړی، ۵ سلنه د پخوانيو پيلوټانو او ۱۸ سلنه د هغو افرادو له پاره چې دغه مسلک نوی پيلوي.

د پيلوټانو د «کاکپيټ اتحادیې» بيا د روان کال په معاشاتو کې د ۵ اعشاريه ۵ سلنې لوړېدو او په ۲۰۲۳م کال کې د انفلاسيون مطابق د حقوقو د اتومات لوړېدو غوښتنه کړې ده.

له دې نه علاوه پيلوټان غواړي چې د حقوقو د ورکړې او رخصتیو یو نوي ساختار هم رامنځته شي. لوفتهانزا په دې هکله ويلي دي چې د دوو کلونو له پاره به د خپلو کارمندانو لګښت ۴۰ سلنه لوړ کړي چې شاوخوا ۹۰۰ میلیونه يورو کیږي.

په آلمان کې د کاري اعتصابونو ترسره کېدل یو معمول تکتيک دی چیرته چې د کارګرانو ځواکمنې اتحادېې په دودیزه توګه د کارګرانو له پاره د ښو حقونو ضمانت کوي. آلمان سږکال د لسیزو تر ټولو لوړ انفلاسیون سره مخ دی په داسې حال کې چې سږکال د انرژۍ بېه هم په دغه هیواد کې ډېره لوړه شوې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب