1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پي ټي ایم په اړه د عمران خان وینا تند غبرګونونه راپارولي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۶, جمعه

سیاستوالو، مدني ټولنو او د پښتنو ملتپالو مشرانو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ څرګندونې د غندلو ترڅنګ بی بنسټه بللي دي.

Imran Khan Pakistan Premierminister
انځور: Getty Images/AFP/A. Shahid

د چهارشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۲۴) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د سويلي وزیرستان په «واڼا» سیمه کې یوې غونډې ته د خپلې وینا پر مهال بی له دې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) نوم واخلي وویل چې ځينې عناصر غواړي حرج و مرج یا ګډودي رامنځته کړي او د دوی مشرانو ته له بهر څخه وظیفه ورکول کیږي.

سیاستوالو، مدني ټولنو او د پښتنو ملتپالو مشرانو د عمران خان د څرکندونو په غبرګون کې د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی دی چې که د پي ټي ایم پر وړاندې سخت ګام پورته کړای شي، نو کیدای شي ډير خراب عواقب ولري.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځي اداره د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د شک په سترګه ګوري او د پاکستان په ځواکمنو کړیو کې داسې یو تصور موجود دی چې د افغانستان ترڅنګ یو شمیر نور هیوادونه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوي.

څه موده مخکې د پي ټي ایم په ملاتړ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني یوې وینا د پاکستان په سیاسي کړیو کې غوغا راپوته کړې وه. د پاکستان ډیرو سیاسي کړیو د ولسمشر غني د دغو څرګندونو پر وړاندې شدید غبرګون ښکاره کړی وو.

ډیر پاکستاني سیاستوال په دې اند دي چې «پي ټي ایم» یو سیمه ایز غورځنګ دی چې له هیڅ ډول بهرني ملاتړ څخه برخمن نه دی. د نیشنل ګوند مشر او د پاکستان د سمندري چارو د پخواني وزیر میر حاصل بزنجو، په خبره د یوه هیواد له لومړي وزیر سره دا ډول خبرې نه ښایي.

بزنجو له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «پي ټي ایم، کوم استخباراتي یا تروریستي ګوند نه دی. دا غورځنګ د ولس له ملاتړ څخه برخمن دی. عمران خان څنګه پر داسې یوې ډلي تورونه لګولی شي؟ که له ده سره شواهد موجود وي نو سترې محکمې ته دې لاړ شي او پر دوی دې بندیز ولګوي، خو عمران خان ته معلومه ده چې د هغه تورونه ناسم دي. د پي ټي ایم غوښتنې سیاسي دي او حکومت مکلف دی چې د دوی غوښتنې ومني.» 

پر قومي بسټ د جوړو شویو سیاسي ګوندونو برعکس د پښتنو ملتپاله ډلو په اند د عمران خان دغه وینا "د پښتنو پر زخمونو د مالګې دوړولو په معنی ده". د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې او د پښتنو د ملتپالې ډلې یوې سیاسی مشرۍ بشرا ګوهر دویچه ویله ته وویل: «بی له ثبوته پر پي ټي ایم، د په لاس کښینول شوي لومړي وزیر تور د غندني وړ دی.

د پي ټي ایم یا پښتون ژغورنې مشر منظور پښتين په کوټه کې یوې غونډې ته د وینا پر مهالانځور: shal.afghan

داسې معلومیږي چې په وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ډیرې پراخې غونډې ګوډاګی لومړی وزیر او د هغه د شاوخوا خلکو حواس لمنځه وړي وي، چې له امله یي داسې تورونه لګوي.»

هغې وویل چې په واڼا کې د عمران خان څرګندونو ؤښودله چې د هغه پر ژبې باور نه شي کیدای.

نوموړۍ زیاته کړه: «څو ورځې مخکې هغه په اورکزو کې د پي ټي ایم غوښتنې پرځای بللې وې او په واڼا کې غونډې ته د وینا پر مهال یي د پښتنو پر ټپونو مالګې ؤ دوړولې. هغه پر داسې ځوانانو له بهر څخه د دندې سپارلو تور ولګاوه چې د قانون په رڼا کې په پر امنه طریقه خپل حقونه غواړي.»

بشرا ګوهر خبرداری ورکړ چې پر پښتون ژغورنې غورځنګ حمله او یا پر وړاندې اقدامات به پر پښتنو برید ؤبلل شي.

په پاکستان کې په اویایمه لسیزه کې د پاکستان د مرکزي حکومت پر وړاندې کرکه موجوده وه او یو شمیر خلکو د لوی پښتونستان تحریک هم پر مخ بیولی وو.

د پښتنو روڼ اندي په دې نظر دي چې په پښتنو کې له پخوا څخه د محرومیت احساس موجود دی، خو که اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې کوم پوځي اقدام ترسره شي، نو کیدای شي خبره تر ډیره لیري ورسیږي.

په نو ښار کې د لومړي وزیر عمران خان له ګوند تحریک انصاف څخه د پاکستان د ولسي جرګې پخواني غړي سراج محمد خان په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «عمران خان یو ایماندار او پاک انسان دی. که هغه د پي ټي ایم په هکله داسې ویلي دي، نو له هغه سره به ثبوت هم وي او خان صیب ته په کار ده چې هغه دا ثبوت د ولس مخې ته کیږدي.»

عبدالستار سلام/ ش. ن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب