1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجونه

۱۴۰۱ بهمن ۵, چهارشنبه

د پېښور پرېس کلب مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په مشرۍ د نقیب الله مسید د وژنې په قضیه کې تورنو ته د برائت ورکولو پر ضد لاریون کړی دی.

Pakistan | Manzoor Pashteen
انځور: K.M. Chaudary/AP/picture alliance

د پاکستان د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې د قبایلي سیمې اوسیدونکي  نقیب الله مسید په وژنه تورن د ځایې پولیسو یو مشر راو انوار او په دې قضیه کې ۱۵ نور تورنو کسانو ته دوه ورځې مخکې برائت ورکړ.

د نقیب مسید کورنۍ د محکمې دغه پرېکړه ننګولې وه او تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په یو شمیر سېمو کې د دغه پرېکړې پر ضد د مظاهرو اعلان کړی وو.

د پېښور پرېس کلب مخې ته مظاهره کوونکي راټول شوي، چې د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین پکې هم شامل وو. هغه وویل: «د پاکستان اوسنی حکومت چې کله په اپوزیسیون کې وو نو د دغه قضیې په اړه یې نظر بل څه وو، خو اوسنۍ پرېکړه یې ډېره غیرعادلانه ده. موږ دا پرېکړه غندو او په ټول پاکستان کې به د دغه پرېکړې پر ضد درېږو.«

پر پېښور سربېره په سوات کې هم مظاهرې شوي دي.

پاریس کې د پي ټي ام لاريون؛ يوه غوښتنه د افغان نجونو د ښوونځيو بېرته خلاصول دی

د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ مياشتي پر ۱۳ نېټه د کراچۍ په ملیر ولسوالۍ کې د هغه وخت د پولیسو د یوه چارواکي ایس ایس پي راو انور له خوا له پولیسو سره په مقابله کې د ۴ تنو ترهګرو د وژل کیدو ادعا شوې وه. خو وروسته بیا داسې خبر خپور شو چې هغوی په قتل رسول شوي او په دوی کې هیڅ یو یې هم ترهګر نه و، بلکې له مختلفو سیمو څخه نیول شوي د کارګر قشر اتباع ول چې بې له دې چې محاکمه شي وژل شوي دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب