د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې بیا زلزله شوې ده
۱۴۰۱ تیر ۲۷, دوشنبه![Afghanistan Erdbeben | Zerstörungen in Paktia Kot](https://static.dw.com/image/62229558_800.webp)
د زلزلې ډېر ټکان د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې احساس شوی دی او ویل کیږي، چې په دې ولسوالۍ کې یې یو شمېر کورونه هم ویجاړ کړې دي.
د ګیان ولسوالۍ یوه اوسیدونکي ولي الرحمن دویچه ویله ته وویل، چې د زلزلې له پاره ځانګړي روغتون ته تر اوسه شپږ ټپیان راوړل شوې دي او ممکن له غرنیو سیمو کې زلزله تلفات ولري او نور ټپیان هم راوړي
د سیمې یوه قومي مشر محمد علي ځدراڼ دویچه ویله ته وویل، چې هغه کورونه چپه شوې دي، چې د تېرې زلزلې پرمهال یې درزونه لېدلي وو
او ویره شته، چې په لرو پرتو او غرنیو کلیو کې ډېر شمېر کورونه چپه شوې وي. نوموړی وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې تر اوسه اته کسان په دې زلزله کې ټپیان شوې دي.
څو اونۍ وړاندې يوې زلزلې د پکتیکا، ګیان، برمل او د خوست سپېرې ولسوالۍ ځینې سیمو کې سلګونه کورونه ویجاړ کړل، چې کابو ۱۱ سوه کسان پکې مړه او څه باندې دوه زره کسان پکې ټپیان شول.