1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پیرو لویه څارنوالي له جمهوررئیسي څخه تحقیقات کوي

۱۴۰۱ دی ۲۱, چهارشنبه

په پیرو کي تر وروستیو ناارامیو وروسته د دغه هیواد لویي څارنوالۍ د جمهوررئیسې دینا بولارته، څخه تحقیقات پیل کړي دي.

Peru Ica Protest Antiregierungsproteste
انځور: Martin Mejia/AP Photo

څارنوالۍ ویلي دي، چي پرهغې باندي دعام وژني، قتلونو د سر ته رسولو او سخت وهلو ټکولو تورونه موجود دي.

دغه خبره پر صدراعظم البیرتو اوتارولا، دفاع وزیر یورګ چاویز او داخله وزیر ویکتور روجاس، باندي هم صدق کوي. 

د پولیسو او مظاهره کونکو تر منځ په کشمکسشونو کي تیره دوشنبه حداقل ۱۷ کسان مړه سول چي د تیر ډسمبر میاشتي په سر کي د ناارامیو له شروع کیدو راهیسي په یوه ورځ کي هیڅ وخت دومره ډیر کسان نه وه مړه سوي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب