1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پیښور عالي محکمه؛ افغان سندرغاړي باید ونه ځورول شي

۱۴۰۳ تیر ۲, شنبه

د خیبر پښتونخوا ايالت عالي محکمې د پنجشنبې په ورځ د پېښور پولیسو او امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د افغان هنرمندانو نیول ودروي. زیاتره دغه سندرغاړي د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي.

Afghanistan Musiker
پاکستان کې افغان سندرغاړي په زور د اخراج کیدو له کبله انديښمن ديانځور: Bernat Armangue/AP/picture alliance

په پاکستان کې د خیبر پښتونخواعالي محکمې د جون په ۲۰ شلمه نېټه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو بې ساري اقدام سره حکم صادر کړی او په دغه حکم کې يې د پېښور له پولیسو او امنیتي ځواکونو غوښتي، چې د افغان هنرمندانو او سندرغاړو له نیولو او ځورولو لاس واخلي. اکثريت دغه هنرمندان په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پاکستان او پېښور ته کډه شوي دي.

د پاکستان حکومت د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د افغان کډوالو د اخراج په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه. د دغې پرېکړي له مخې په پاکستان کې مېشت ټول هغه افغان کډوال چې د دغه هېواد قانوني اسناد نه لري، باید په زور له دغه هېواده وویستل شي. د هغوی د اخراج او نيولو لړۍ لا هم روانه ده.

په پېښور کې مېشت مدافع وکیل فهیم مروت، چې د افغان کډوالو د حقونو لپاره کار کوي، د خیبر پښتونخوا د عالي محکمې دغه پرېکړه تاییدوي. په خبره یې چې د پېښور پولیس او امنیتي ځواکونه به دغه حکم تر هغې عملي کوي چې د پاکستان حکومت او یا د پښتونخوا ایالت د افغان هنرمندانو په اړه وروستۍ پرېکړه نه وي کړي.

مروت له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «هغه وخت چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ویستلو پرېکړه وکړه، د دغې پرېکړې له اعلان وروسته د افغان هنرمندانو او ترانس جندر لخوا د پېښور عالي محکمې ته دوه عریضې وشوې چې افغان هنرمندان او ترانس جندر باید د کډوالو د ویستلو له دغه پروسې استثنا شي.«

له پاکستانه افغان سندرغاړي هيواد ته کډه کوي

02:26

This browser does not support the video element.

د پېښور د سندرغاړو او هنري ټولنې مشر ډاکتر راشد احمد خان، له یو شمېر رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا عالي محکمې ته یې دا غوښتنه تېر کال د اکتوبر په ۲۴مه ۱۴۷ افغان هنرمندانو او دوی په ګډه کړې وه.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته چې ګڼ شمېر افغان هنرمندان، سندرغاړي او ترانس جندر دغه هېواد ته کډه شول، وخت نا وخت ترې د پولیسو له لوري د ځورونو او بد اقتصادي حالت رپوټونه خپرېږي.

په پېښور کې میشت افغان سندرغاړی رفیع حنیف چې په پېښور کې مېشت دی، د دغه پرېکړې هرکلی کوي او په خبره یې چې دا به د کډوالۍ شپې او ورځې اسانه کړي.

نوموړي وویل: »واقعاً افغان هنرمندان او سندرغاړي له ډېرو ستونزو سره مخ دي، وطن کې مو طالبان نه پرېږدي او دلته مو دا حکومت او پولیس. زموږ د اولادونو راتلوونکی خو خراب شوی خو اوس دومره کوو چې هغه یوه مړۍ ډوډۍ خو پیدا کړو او شپه او ورځ خو مو ارامه تیره شي.«

په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر میشتو افغان هنرمندانو که څه هم د پاکستان له دغه پرېکړې هرکلی کړی خو یو شمېر نور چې د پاکستان په نورو سترو ښارونو کې میشت دي، د دغه پرېکړې په اړه خوښ نه دي او په خبره یې چې دوی لا هم له ډېرو ستونزو او ځورونو سره مخ دي.

د لوی اختر په مناسبت د دویچه ویله ځانګړې خپرونه دلته واورئ

This browser does not support the audio element.

په اسلام اباد کې میشت افغان سندرغاړی احمد ضیا نجرابي چې د مشهور سندرغاړي میرویس نجرابي ورور دی، له تیرو شاوخوا دریو کلونو راهیسې په اسلام کې اوسېږي.

نجرابي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د اسناد نه لرلو له امله هره ورځ په پاکستان کې ځورول کېږي او د اسنادونو په بدل کې ترې د پولیسو له لوري پیسې هم اخېستل کېږي.

ښاغلی نجرابي وایي: «زه له تیرو دریو کلونو راهیسې په اسلام آباد کې اوسېږم او دلته د ملګرو ملتونو په دفتر کې کیس ته انتظار کوم. نیږدې هره ورځ ځورېږو او فکر نه کوم چې دا ډول پرېکړې به زموږ په ژوند کوم مثبت تاثیر ولري. زه په دې هم باوري نه یم چې په پېښور کې د میشتو افغان هنرمندانو وضعیت دې هم ورسره سم شي. له بده مرغه ټول له ډېر ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي.»

په پاکستان کې ګڼ میشت افغان سندرغاړي د پولیسو له ځورېدلو سربېره له سختو اقتصادي ستونزو هم لاس او ګریوان دي..

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته چې دغه ډلې پر موسیقۍ بندیزونه ولګول، ډېری افغان سندرغاړي او موسیقي غږوونکي د ایران او پاکستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته کډه شول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب