پور ورکوونکي ويلي دي چې دغه توافق چې تر اته میاشتې ځنډ او پاکستان ته د یو مهلت تر ورکولو وروسته شوی دی، په جولای مياشت کې د پیسو نړيوال صندوق د بورډ تائيد ته اړتيا لري. رپوټونه وايي تمه ده چې بورډ به د جولای میاشتې په نيمايي کې توافق اعلان کړي.
دغه هوکړه داسې وخت شوې چې پاکستان دا وخت د پورونو د پرې کولو له یو حاد بحران او د نغدو پېسو له سخت کمښت سره مخ دی. پاکستان د دغه پور د ترلاسه کولو له پاره ډېر کوښښونه کړي دي او له میاشتو راهیسې ېې له آي ام اف سره مذاکرات درولودلي. د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف په فبرورۍ کې ويلي ول چې مجبور دی د هیواد خراب اقتصاد ته د نجات له پاره د پیسو نړېوال صندوق سره د ېوې معاملې د ترسره کولو له پاره سخت شرایط ومني.
ورته نور ولولئ: شریف: مجبور یو د پیسو نړیوال صندوق سخت شرایط ومنو
د پاکستان د ماليې وزير، اشفاق ډر، د جمعې په ورځ وختي پر ټوېټر د «الحمد الله» لفظ په ليکلو، د خدای شکر ادا کړی او آی ام اف سره ېې له شوي توافق څخه خبر ورکړی دی. ډر رويټرز ته وويل چې پاکستان به د جمعې په ورځ ناوخته د پیسو له نړېوال صندوق څخه رسمي اسناد ترلاسه کړي دي چې هغه به ېې «لاسليک او مهر، او نن شپې پورې به ېې بېرته واستوي.»
د پاکستان د ماليې وزير د پنجشنبې په ورځ خوښې څرګنده کړې وه چې له آی ام اف سره به ډېر ژر توافق وشي.
دغه درې میليارده ډالره بودجه چې د نهو میاشتو په موده کې ورکول کيږي، له هغې لوړه ښودل شوې چې پاکستان ېې تمه درولوده. د پیسو نړېوال صندوق په ۲۰۱۹م کال کې له پاکستان سره د شپږنيم ميليارده ډالرو د پور توافق کړی وو چې د جمعې په ورځ ېې تاريخ پای ته ورسيد. پاکستان د دغو شپږنیم ميليارده ډالرو د پاتې دوه نیم ميلياردو ډالرو ته انتظار وکيښ.
ورته نور ولولئ: د پاکستان حکومتونه ملي خزانه څنګه مصرفوي؟
د پيسو نړيوال صندوق یو چارواکي، نتهن پورتر د پنجشنبې په ورځ وويل چې دغه نوی ستند بای توافق د هماغه ۲۰۱۹م کال د پروګرام پر اساس شوی دی. هغه زیاته کړه چې پاکستان په وروستیو کې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ شوی لکه د تېرکال ويجاړونکي سېلابونه او په اوکراین کې تر جګړې وروسته د اجناسو د بيو لوړېدل.
پورتر وويل چې د پاکستان موجوده ستونزو ته په کتو نوی توافق به په راتلونکې کې د دوه اړخيزو او څو اړخیزو مالي ملاتړ له پاره د ملاتړ یوه پالیسي رامنځ ته کړي. هغه همدارنګه د نغدو پیسو وضعیت ته هم اشاره وکړه چې د برېښنا په سکتور کې په یو جدي وضعیت کې په خپل حال پاتې ده. هغه په دې برخه کې د برېښنا دوامداره پارچاويو او د برېښناو د بلونو په نه تحوېلوۍ کې ډېروالي ته اشاره کړې ده.
ورته نور ولولئ: پاکستان وايي چين ورسره د ۱.۳ میليارډ ډالرو د پور قرارداد تمدید کړ
د پاکستان د برېښنا سکتور ۱۲ اعشاريه ۵۸ میليارډه ډالر پوروړی دی، چې دا دغه موضوع د پیسو نړېوال صندوق سره د خبرو اترو بنسټ تشکیلوي.
آ/م.ک.ص./ن.ز.
له آرشیف څخه یو (16.01.2018) انځوریز البوم هم وګورۍ:
له پاکستان سره مرسته کوونکي لس مخکښ هیوادونه
له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۵م کاله پورې له پاکستان سره په پرمختیایي برخه کې لسو مخکښو هیوادونو په ټوله کې ۱۰۷۸۶ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کړې. مهم هیوادونو او د هغوی د مرستو شوو پیسو جزئیات. انځور: O. Andersen/AFP/Getty Images له۲۰۱۰م کاله تر ۲۰۱۵م پوري له پاکستان سره تر ټولو زیاتې پراختیایي مرستې امریکا متحدو ایالاتو کړي دي. په دغو پنځو کلونو کې امریکا، پاکستان ته ۳۹۳۵ میلیونه ډالر ورکړي دي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Ralston بریتانیا بیا د دغو هیوادونو په نوملړ کې دوهم ځای لري. بریتانيا په دغو پنځو کلونو کې پاکستان ته ۲۶۸۶ میلیونه ډالر پرمختیايي مرستې برابرې کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Dunham جاپان بیا دریم هیواد دی چې له ۲۰۱۰م کاله یې تر ۲۰۱۵م کاله پورې پاکستان ته ۱۳۰۳ میلیونه ډالر مرسته ورکړې ده.
انځور: Farooq Ahsan اروپایي اتحادیې په پاکستان کې د پراختیایي پروژو له پاره په پورتنۍ ذکر شوې موده کې د سویلي آسیا له دغه هیواد سره ۸۶۷ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
انځور: Getty Images/AFP/B. Katsarova آلمان د پرمختیایي مرستو په ترڅ کې له پاکستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو په نوملړ کې پنځم ځای لري. د اقتصادي همکاریو او پراختیايي چارو سازمان په وینا، آلمان د دغو پنځو کلونو په ترڅ کې ۵۴۴ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
انځور: Imago/Müller-Stauffenberg د همدغو پنځو کلونو په موده کې بیا متحدو عربي آماراتو له پاکستان سره ۴۳۷ میلیونه ډالر پراختیایي مرسته کړې ده. دغه هیواد له پاکستان سره د پرمختیایي چارو په برخه کې شپږم هیواد دی چې ډیرې مرستې یې کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa د پرمختیایي چارو په برخه کې له پاکستان سره مرسته کوونکو هیوادونو په نوملړ کې اووم ځای د آسترالیا دی، چې په ټوله کې یې له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۵م کاله پورې له پاکستان سره ۳۵۳ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Bäsemann کاناډا بیا په دغه موده کې له پاکستان سره د پرمختیایي مرستو په ترڅ کې ۲۶۲ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
انځور: Getty Images/V. Ridley ترکیه له پاکستان سره د پرمختیایي چارو په برخه کې نهم ستر مرسته کوونکی هیواد دی، چې له ۲۰۱۰م کال څخه یې تر ۲۰۱۵م کاله پورې د پراختیایي پروژو له پاره ۲۳۶ میلیونه ډالر مرسته ورکړې ده.
انځور: Tanvir Shahzad ناورې بیا له پاکستان سره د پراختیایي چارو په برخه کې لسم مخکښ هیواد دی، چې د پنځو کلونو په موده کې یې دغه هیواد ته د پراختیایي چارو په ترڅ کې ۱۲۶ میلیونه ډالر ورکړي دي.
انځور: Picture-alliance/dpa/M. Jung چین د اقتصادي مرستو ورکوونکو سازمان غړی نه دی او په عام ډول د چین مرستې د آسانو شرایطو له مخې د وړاندې شوو پورونو په ترڅ کې وي. د چین د «ایډ ډیټا» په وینا دغسې پورونه تر یوه حده د پرمختیایي مرستو په ترڅ کې حسابیدای شي. یوازې په ۲۰۱۴م کال کې چین پاکستان ته د بیلا بیلو پروژو په ترڅ کې ۴۶۰۰ میلیونه ډالر ورکړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schiefelbein د چین په شمول سعودي عربستان هم د پرمختیایي پروژو په ترڅ کې د مرستې له پاره پورونه ورکوي. د سعودي عربستان د پرمختیایي له پاره مرستې، ادارې په وینا دغه هیواد له پاکستان سره له ۱۹۷۵م کال څخه تر ۲۰۱۴م کاله پورې پاکستان ته ۲۳۸۴ میلیونه سعودي ریال (شا او خوا ۶۲۰ میلیونه ډالر) ورکړي دي.
شمشیر حیدر
انځور: picture-alliance/dpa/S. Akber