تورن کس چي ادعا لري چي «پيغمبر» دی، د ۲۰۲۰م کال له اکتوبر مياشتي راهيسي په تحقيقي توقيف کي دی. د جنسي تېري دغه قضيه ځکه د عامه توجه سبب ګرځېدلې ده، چي تورن کس دغه مېرمنه بندي کړې وه.
تورن کس د هالنډ په ګوخ ښار کي پر يوې خانقاه د چاپې وهلو پر وخت نيول سوی وو. د دغه کس محاکمه په جون مياشت کي په آلمان کي پېل سوه. پر هغه د يو انسان د بندي کولو تور هم وو، خو د محاکمې په جريان کي له دغه تور څخه برائت ورکړل سو.
د عصري غلامۍ ۱۰ مخکښ هیوادونه
غلامي د نابرابرۍ تر ټولو بده څیره ده چې د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي او مذهبي فشارونه له کبله رامنځ ته کیږي. اوس عصري غلامي ډیره پیچلې شوې او ډير عوامل لري.
انځور: DW/S. Tanha
۱. شمالي کوریا
د «ګلوبل سلیوري انډیکس» په تازه رپوټ کې شمالي کوریا په لومړي مقام کې ځای لري. په شمالي کوریا کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۱۰۴،۵ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۲۵ میلیونه او ۲۴۴ زره ښوول شوی او د ټول نفوس ۲ میلیونه او ۶۴۰ زره کسان له دغې پدیدي اغیزمن انګیرل شوي.
انځور: Reuters
۲. ایریتیریا
په دوهم مقام کې ایریتریا ځای لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۹۳ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۴ میلیونه او ۸۴۷ زره ښوول شوی او د ټول نفوس ۴۵۱ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.
انځور: picture-alliance/dpa/I. Yefimovich
۳. برونډي
په دریم مقام کې برونډي ځای لري. په دې هیواد کې له هرو ۱۰۰۰ کسانو څخه ۴۰ کسان په یو ډول غلامي کوي. د دې هیواد ټول نفوس ۱۰ میلیونه او ۱۹۹ زره ښوول شوی او د ټول نفوس ۴۰۸ زره کسان یې د غلامۍ قربانیان دي.