د «ځنګل کمپ» تخليې د فرانسې پلازمېنه هم اغېزمنه کړې ده
۱۳۹۵ آبان ۶, پنجشنبه
د کالې په «ځنګل کمپ» کي تر ستر اور لګېدو وروسته په دغه کمپ کي د سرپناه د جوړښتونو د ليري کولو پروسه ادامه لري. د دغه کمپ تخليې په پاريس کي هم خپلي اغېزې ښودلي دي.
اعلان
د فرانسې په کالې سيمه کي «ځنګل کمپ» په بشپړه توګه له مهاجرو خالي سوی دی. په دغه کمپ کي د مهاجرو له خوا جوړ سوي اضطراري سرپناوې چي له ګودړانو، کارتن کاغذونو، لرګيو او پلاسټيکانو څخه جوړي سوي وې، زياتي يې سوځول سوي. اوس هم ځيني مهاجر هڅه کوي چي کمپ ته داخل سي خو پوليسو يې مخه نيولې ده.
په سيمه کي نوی «ځڼګل کمپ»؟
د دغې سيمي مسؤلې دولتي چارواکې فابيېن بوسيو، د پنجشنبې په ورځ وويل چي د دوشنبې تر ورځي به دغه کمپ په مکمله توګه ونړول سي. د هغې په وينا په تيرو درو ورځو کي تقريبا ۶۰۰۰ انسانان له دغه کمپ څخه نورو ځايونو ته انتقال کړل سوي دي او اوس دغه کمپ بالکل له انسانانو خالي دی.
د رسمي شمېرو له مخي د کالې د «ځنګل کمپ» تر تخليه کولو مخکي تقريبا ۶۵۰۰ مهاجر تر ډيرو بدو شرايطو لاندي اوسېدل چي پکښي اکثريت يې افغانان، ايتوپيايان، ايرتريايان او سوډانيان ول.
د پنجشنبې په ورځ يو عيني شاهد د آلمان خبري آژانس ته ويلي چي اوس هم ځيني مهاجر تر کمپ دباندي حضور لري. خو چارواکي فابيېن بوسيو، ويلي دي چي «هغه کسان چي تر کمپ دباندي په شاوخوا سيمه کي سته، هغوی هغه کسان نه دي چي تر مخه په کمپ کي اوسېدل.»
بوسيو، ويلي دي چي چارواکي هيڅ داسي معلومات نه لري چي په دغه سيمه کي دي د مهاجرو له لوري نور ورته ځايونه د جوړېدو په حال کي وي.
پاريس اغېزمن سوی
تر دې مخکي چي دغه غير قانوني کمپ تخليله سي، په پاريس کي د هغو مهاجرو شمېر زيات وو چي په کوڅو کي به يې شپې تېرولې. خو له هغه وروسته چي د کالې «ځنګل کمپ» له مهاجرو خالي کړل سوی، د مرستندويه سازمانونو په وينا د پاريس په کوڅو کي شپه تېروونکو مهاجرو شمېر زيات سوی دی.
د يوه مرستندوی سازمان غړي د BFMTV ته په مرکه کي ويلي دي چي اوس تقريبا ۳۰۰ انسانان داسي دي چي په پاريس کي په کوڅو کي شپې کوي. د پاريس د ښاروالۍ د معلوماته له مخي د ښار په شمال ختيځ کي د ښاروالۍ ودانۍ ته نژدې تقريبا ۱۰۰۰مهاجر په کوڅو کي ژوند کوي.
ويل سوي چي د کالې کمپ تر تړل کېدو وروسته هره ورځ تقريبا د ۵۰ او ۷۰ تر منځ د ياد کمپ مهاجر و پاريس ته راغلي دي. په دې توګه سره نو د کالې کمپ تړل کېدو پر پلازمېنه پاريس هم اغېز کړی دی.
چارواکي وايي چي په پام کي لري، د سرپناه په برخه کي د مهاجرو وضعيت د بهتره کولو له پاره اضطراري مرکزونه جوړ کړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.01.2016):
د کاله په کمپ کي د مهاجرو حالت
د کاله په نامه مهاجرو کمپ کي عصبانیت وار په وار زیاتیږی. د فرانسې حکومت غواړي د نوموړي کمپ او یورو تونل ترمنځ چي بريتانيا ته ځي، یوه حایله سیمه جوړه کړي، خو کډوال د دغه کار په مقابل کي خپل مقاومت ښيي.
انځور: DW/D. Cupolo
تر جبري انتقالولو مخکي
داوطلبه کسان له مهاجرو سره د سرپناهوو په انتقال کي مرسته کوي. مخکي تر دې چارواکو له مهاجرو غوښتي ول چي د حایلي سیمي د رامنځته کولو له پاره ځای خالي کړي. دغه سیمه به د يورو تونل له خوا هغه لار بنده کړي چی ډېر مهاجر غواړي له هغه ځايه ځانونه بريتانيا ته ورسوي. یو داوطلب کس وايي چي موږ د کډوالو ملاتړ کوو، څو حیثیت یې وساتل سي.
انځور: DW/D. Cupolo
د اوبو لار او نور امکانات
د يورو تونل ته نژدې ولاړي خیمې. له دغه ځايه په وارو وار مهاجر هڅه کوي نقلیه وسایلو ته ځانونه واچوي او بریتانيا ته ورسیږي. پولیس په هر صورت هڅه کوي چي د هغو مخه ونیسی. یو ځوان سوریايي وايي چي اول پلان مي دا دی چی د یوې لارۍ په واسطه ځان بريتانيا ته ورسوم. دوهم پلان د ریل له لاري او دریم پلان مي د بیړۍ په واسطه د اوبو له لاري دی.
انځور: DW/D. Cupolo
په عاجل ډول د ځان ژغورنه
د تیري پنجشنبې په ورځ د حایل زون جوړولو کار پیل سو. دا چي څه وخت به د مهاجرو پاته سرپناوي په بشپړه ډول انتقالیږي، تر اوس لا معلومه نه ده. خو مهاجر باید په هر صورت له دې ځايه ولاړ سي. هغوی د داوطلبه کسانو په مرستو تر سلو زیاتي سرپناوي انتقال کړي دي. نورې ۴۰ غیر رسمي سرپناوي هم وراضافه سوي دي.
انځور: DW/D. Cupolo
د نورو خیمو له پاره نوی ځای
له کاله کمپ څخه د ملاتړي سازمان غړي هڅه کوي چی د خیمو د درولو له پاره نوې ساحه د وچو وښو او کثافاتو څخه پاکه کړي. د روټ بوگیوت په نامه یوه داوطلبه وايي، کله چي ما په افغانستان کی ژوند کاوه نو د هغو ډیره مېلمه پالنه می ولیدله، اوس غواړم چي د هغې یو څه عوض ورکړم.
انځور: DW/D. Cupolo
د نامعلومي ورځي په تمه
د ۱۵۰۰ او ۴۵۰۰ تنو ترمنځ مهاجر د انتقال له خطر سره مخامخ دي. ځیني بیا يوازي انتظار باسي. د سیف الله برات په نامه یو افغان وايي چي زه به خپله سرپناه بل ځای ته انتقال نه کړم. هغه چي له څلورو میاشتو راهیسي د کاله په کمپ کي اوسیږي، زیاتوي، که پولیس ما دې کار ته مجبور کړي زه به یې مخنیوی ونه کړم.
انځور: DW/D. Cupolo
د گوتو لگول؟ نه مننه!
چارواکي غواړي کاله ته نژدې یو بل کمپ هم جوړ کړي. د کانتینرونو په دغه کلي کي به ۲۰۰۰ کسان ځای پر ځای سي. ډیر مهاجر نه غواړي چي هلته ورسي، ځکه مخکي تر هغه باید د خپلو گوتو نخښي ورکړي. د دوی په نظر، هغوی ښايي په دې ډول په فرانسه کي پاته کیدو ته مجبوره سي او د خپلي خوښي هیواد بریتانیا ته ولاړ نه سي.