په هند کې د معيوبو کسانو د ودونو له پاره د ځيرک تليفون د يوه اپليکيشن یا ايپ له لارې تر اوسه څو تنه خپل مرام ته رسيدلي دي. همدا راز د هغو معيوبو ښځو له پاره هم د واتس ايپ يو گروپ جوړ شوی چې مصنوعي پښې بايد ورته جوړي شي. په دې توگه دغه ښځې د واده له پاره د وړ تن له لټې څخه نيولې د بوټانو تر خوښولو پورې، پر هره موضوع له يو بل سره خبري کولای شي.
د «Inclusive Love» په نوم د ودونو د ايپ جوړونکې ۲۴ کلنه کلياني کهنا په دې اړه وايي: «کابو دوه پر دريمه برخه معيوبان مجبور دي يوازي ژوند وکړي. هغه ويپ پاڼې چې د ودونو له پاره د ملاقاتونو زمينه برابروي، معيوبو کسان ته چانس نه ورکوي. په دې توگه دغه کسان يوازې ژوند کولو ته مجبوريږي.»
په هند کې د معيوبو شمير تقريباً ۲۷ میليون ته رسیږي. د ټولنې دا کسان ظاهراً له پامه غورځول کيږي. معيوبان نه خو په عامه ترانسپورت کې د سفر جوگه وي او نه هم په آسانۍ سره رستورانتو او يا سينماو ته تلای شي څو د ژوند د ملگري په موندلو وتوانيږي.
د معيوبو نارينه وو په پرتله بيا معيوبې ښځې له زياتو ستونزو سره مخامخ کيږي او د دوی ژوند د نارينه وو په پرتله نور هم سخت وي. کورنۍ يې له دې امله پر ځان بار گڼي چې د دې ښځو د ودونو امکانات ډير کم وي. په هند کې «Inclusive Love» ايپ کابو ۱۹ زره ثبت شوي کارونکي لري چې ۸۰ سلنه یې نارينه دي.
همدا راز د هغو ښځو گروپ چې مصنوعي پښې لري، د کورنۍ له مسايلو څخه نيولې بيا د بوټانو او ورځني ژوند د نورو چارو په هلکه يو بل ته مشورې ورکوي او خپلې تجربې سره شریکوي.
د واتس ايپ دا گروپ چې د ممبي ښار کومو درو ښځو جوړ کړی هغوی خپله هم معيوبې دي. په دې ډله کې شامله ۲۵ کلنه انتارا تيلانگ د موسمي بارانو پر وخت د يوې ونې د چپه کېدو له وجې په پښو معيوبه شوې وه.
تيلانگ وايي: «دا گروپ يوازي زموږ د خبرو له پاره نه دی، بلکې په دې گروپ کې موږ د هر ډول ننگونو پر وخت يو بل ته حوصله ورکوو.»
زموږ له ارشيف څخه:
د گرځنده تلیفونونو څلویښت کلن تاریخ په انځورونو کې
اوس ډیر خلک نه شي کولای چې خپل ژوند له یوه ګرځنده تلیفون څخه پرته تصور کړي. ګرځنده تلیفونونه د ډیرو کسانو په ژوند کې ډیر مهم نقش لوبوي. دا چې ګرځنده تلیفونونه څرنګه اوسني پرمختګ ته ورسیدل په انځورونو کې یې ووینئ.
انځور: Telekomلومړۍ ګرځنده تلیفون یا موبایل
دا لومړنۍ ګرځنده تلیفون یا موبایل دی چې د موترولا د شرکت له خوا په ۱۹۷۳ کال کې معرفي شو. هغه بیا لس کاله وروسته بازار ته وړاندې شو. د دې تلیفون ټول وزن څه کم یو کیلوګرام وو او شاوخوا ۴۰۰۰ ډالر یې قیمت لاره.
انځور: picture-alliance/dpaلومړي تلیفونونه ډیر درانه ول
اویا کاله مخکې خلکو یوه ۲۵ پونده اله د موبایل تلیفون په توګه کاروله. دغه اله ډیره قوي نه وه او یوازې په یوې خاصې سیمه کې یې کار کاوه. د دغو تلیفونونو د لوړو قیمتونو له کبله یوازې سیاستوالو او سوداګرو کولای شو چې هغه وکاروي.
انځور: Museum für Kommunikation Frankfurtپه ۱۹۸۹ کال کې د لومړي ځل له پاره داسې ګرځنده تلیفونونه بازار ته راووتل چې خلکو کولای شول هغه په خپلو جیبونو کې ولیږدوي. له دې سره نو د وړوکو ګرځنده تلیفونونو د جوړیدو لړۍ پیل شوه.
انځور: picture-alliance/dpaپه ۱۹۹۲ کال کې موترولا د لومړي ځل له پاره 2G تلیفونونه جوړ کړل. دا نو دیجیتال تلیفونونه ول چې د پخوانیو په پرتله يې ډیر امکانات لرل.
انځور: Telekomپه ۱۹۹۴ کال کې د لومړي ځل له پاره د ګرځنده تلیفون پیریدونکو د لنډو پیغامونو د استولو اسانتیا ته لاسرسی پیدا کړه. په لومړي سر کې تلیفوني شرکتونو غوښتل چې خلک یوازې د خراب سینګال په اړه لنډ لیکلي پیغامونه واستوي خو وروسته بیا ډیرو خلکو له لنډو پیغامونو څخه کار اخیستل پیل کړل.
انځور: DW/Brunsmannبازار ته د بیلابیلو موبایلونو راوتل
تر ۱۹۹۷ کال وروسته بازار ته د ګرځنده تلیفونونو بیلابیل ډولونه وړاندې شول. په دغه کال کې همداراز د تلیفون مصرفي کارتونه هم بازار ته راووتل چې له دې سره ډیرو خلکو د هغوی کاروونه پیل کړه.
انځور: picture-alliance/dpaپه ۱۹۹۹ کال کې نوکیا ۷۱۱۰ ډوله تلیفون لومړۍ مبایل وو چې کاروونکو کولای شو په کې د انترنت په واسطه لیکلي پیغامونه واستوي.
انځور: imagoتر دې وروسته نو د موبایلونو تکنالوژي ډیره ګړندۍ وده وکړه. اوس نو کارونکي په خپلو مبایلونو کې ویدیوګانې لیدلای شي او موسیقي اوریدای شي. د دې تر څنګ اوس د موبایلونه کاروونکو ته ډیرې اسانتیاوې برابروي.
انځور: Telekomموترولا په ۲۰۰۴ کال کې د لومړي ځل له پاره په مبایلونو کې کمره ځای پر ځای کړه. دغه راز کمره دار مبایلونه هغه وخت ډیر مشهوره ول.
انځور: Getty Imagesپه ۲۰۰۷ کال کې د اپل کمپنۍ لومړۍ تچسکرین موبایل جوړ کړ. دغه موبایل په ډیر کم وخت کې ډیر مشهوره شو.
انځور: imagoد موبایلونو تکنالوژي اوس هم د پرمختگ په حال کې ده
اوس نو د ګرځنده تلیفونونو تکنالوژي ډیره پرمختللې ده. خلک کولای شي له دې لارې خپل موټر او د کور دروازه کنترول کړي. خو دغه تکنالوژي لا اوس هم د پرمختګ په حال کې ده.
انځور: picture-alliance/dpa