1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځينو پاکستاني مذهبي حلقو لخوا د طالبانو ملاتړ

۱۴۰۰ تیر ۲۹, سه‌شنبه

د پاکستان ځيني ديني عالمانو او سياسي ډلو د افغان طالبانو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده او حتی ورته بسپنې او مرستي ټولوي. د بلوچستان د کوټي،چمن او پښين ځايي خلک وايي چي هلته د طالبانو د ملاتړ هلي ځلي زياتي سوي دي.

Pakistan Grenzstadt Chaman Menschen mit Taliban-Flagge
د افغانستان پولې ته نژدې په چمن ښار کي د طالبانو د ملاتړ يو انځورانځور: Asghar Achakzai/AFP/Getty Images

په زياته بيا د پاکستان په بلوچستان ايالت کي له افغان طالبانو سره د مرسته او ملاتړ کوونکو پاکستاني ديني عالمانو شمير زيات اټکل کيږي. په دغه ايالت کي ځايي اوسېدونکي وايي چي په تيرو اونيو کي د افغان طالبانو په ملاتړ د ځينو حلقو فعاليتونه چټک سوي دي. د کوټي او پښين ښارونو بعضو اوسېدونکو د نوم نه ښودلو په شرط دويچه ويله ته وويل چي په دغو سيمو کي د طالبانو له پاره پيسې راټوليږي.

د بسپنو راټولولو لړۍ

د بلوچستان ايالت يو اوسېدونکي د دويچه ويله ته وويل چي د هغوی په سيمه کي د طالبانو ملاتړ زيات سوی دی. دغه کس چي نه يې غوښتل نوم يې څرګند کړل سي، وويل چي له طالبانو سره مرسته او ملاتړ د ځايي چارواکو له رضايت پرته ورته ممکنه نه معلوميږي. هغه وايي چي پخوا به عالمانو په مساجدو کي د طالبانو له پاره د بسپنو ټولولو اعلانونه کول خو په وينا يې اوس هغوی کور پر کور ګرځي او مرستي ټولوي.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت څخه د پاکستان په مرکزي پارلمان کي استازي او د پښتون ژغورنې  غورځنګ غړی، محسن داوړ هم دا وايي چي د کوټي په شمول په يو شمير نورو ښارونو کي په عامه محضر کي د طالبانو له پاره بسپنې ټوليږي. د هغه په وينا د پاکستاني چارواکو له رضايت څخه پرته دا کار ممکن نه دی.

د حکومت غبرګون

پاکستاني چارواکو دا راپورونه ناسم بللې چي ګواکي د پاکستان په ښارونو کي د افغان طالبانو له پاره بسپنه ټوليږي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زاهد حفيظ چوهدري دا ډول راپورونه درواغ او اختراع سوي بللي دي. په پاکستان کي د پاکستاني طالبانو تحريک غيرقانوني اعلان سوی دی، خو د ځينو کارپوهانو په آند له افغان طالبانو سره مرستې د پاکستاني طالبانو د ځينو ډلو د بيا پياوړي کېدو لامل هم ګرځېدلای سي.

د طالبانو له لوري د سپين بولدک د نيول کېدنې د خبر خپرېدو وروسته د چمن بعضو خلکو د هغوی په حق کي شعارونه ورکړلانځور: Asghar Achakzai/AFP/Getty Images

د طالبانو جنازې په پاکستان کي

د افغانستان د حکومت پر ضد د وسله والو طالبانو د بريدونو په زياتيدو سره د پاکستان په مذهبي حلقو کي هم د ملاتړ احساسات زيات سوي دي. ځايي منابع وايي چي په تيرو اونيو کي په افغانستان کي د جګړې په ترڅ کي په لسونو هغه پاکستانيان هم وژل سوي دي چي د طالبانو په ملاتړ يې په جنګ کي برخه اخيستې وه.

کتونکي وايي چي د پاکستان اړونده چارواکو په افغانستان کي د پاکستاني مذهبي حلقو د ملاتړ پر ضد اړين اقدامات نه دي کړي. خو دا له افغان طالبانو سره د پاکستان د ځينو مذهبي کړيو ملاتړ مل دی، پر سوشل ميډيا او رسنيو له هغو اعلانونو څخه هم څرګنديږي چي پکښي د طالبانو په ملاتړ د وژل سوو پاکستاني اتباعو د جنازې معلومات خپريږي.

د افغان طالبانو په ملاتړ د افغانستان په جګړه کي د وژل سوو کسانو په جنازو کي په زياته په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کي په سلونو انسانان ګډون کوي.

په ننګرهار کي د جولای مياشتي په سر کي يو ۲۲ کلن پاکستاني ځوان د طالبانو په ملاتړ جګړه کي ووژل سو. هغه د جولای پر ۱۱مه نېټه په پاکستان کي خاورو ته وسپارل سو چي د جنازې د مراسمو پر وخت يې ګډون کوونکو نه يوازي له ځان سره د افغان طالبانو بيرغ لېږداوه، بلکي د طالبانو په ملاتړ يې شعارونه هم ورکول.

ستراتيژيک اختلافات

يو شمير افغان او د لوېديځو هيوادونو چارواکي پر اسلام آباد تور لګوي چي د افغان طالبانو نظامي ملاتړ ته يې ادامه ورکړې ده. په دې ترڅ کي پر پاکستان داسي تورونه هم لګول کيږي چي ګواکي افغان وسله والو طالبانو ته يې پټنځايونه وکړي دي.

د سياسي چارو کارپوه او ژورناليست امبر رحيم شمسي دويچه ويله ته وويل چي په پاکستان کي د طالبانو له غونډو څخه ښکاري چي د پاکستان اړونده چارواکي نااهله دي او دا چي د پاکستان حکومت د توندلارو ډلو د مهار کولو په مقصد کي پاته راغلی دی.

د سياسي چارو بل کارپوه قمر چيمه وايي چي د طالبانو په پلوي په غونډو کي ګډون د ملکي حاکميت ضد عمل دی. د هغه په وينا پر دا ډول کړنو د پاکستان د حکومت نه اقدام نه يوازي د طالبانو د نظريې د پياوړي کېدو لامل سوي، بلکي د چاراواکو پر ناکامۍ هم دلالت کوي.


ہارون جنجوعہ، اسلام آباد/ا.ا./ن.ز.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب