1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د څو میلیوني غلا شوي سکې نامعلوم برخلیک

۱۳۹۶ تیر ۲۳, جمعه

د برلين له موزيمه د يوې گراني سکې د غلا په تور پوليسو څو کسان نیولي او داسې احتمال دی چې دوی به لخ «بوده» موزیم څخه مشهوره طلايي سکه غلا کړې وي.

Deutschland Berlin Goldmünze Big Maple Leaf aus Bode Museum gestohlen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Mettelsiefen

د څو تنو شکمنو کسانو له نیولو سره سره، د آلمان د پولیسو د ویاند په حواله تر اوسه پوري د څو میلیون یورو ارزښت لرونکې غلا شوې سکې کوم څرک نه دی معلوم. دغه سکه د برلین له یوه موزیم څخه غلا شوې ده.

د تیري چهار شنبې په ورځ (جولای پر ۱۲) د دې سکې د غلا په تړاو د درو کسانو د نیولو خبر خپور شو. د پولیسو په وینا دغه نیول شوي کسان هغو کسانو ته ډیر ورته والی لري چې سکه یې د برلین له موزیم څخه غلا کړې ده.

تر دې وړاندي، پولیسو د دې سکې د غلو ځيني داسې عکسونه خپاره کړي ول چې پکښې دغو کسانو تور کالي اغوستي ول. پولیسو له خلکو غوښتي چې د دې کسانو په هکله هر راز معلومات ولري، نو سمدلاسه دي يې له پولیس سره شریک کړي.

له معلوماتو سره سم، پولیسو ته داسې معلومات ورکړل شوي چې د دې کسانو د پیژندنې په هکله یې مرسته کړې ده. د چهارشنبې په ورځ د دغو درو کسانو تر نیولو وروسته، کابو ۳۰۰ ځانګړو پولیسو د برلین د «نویه کلن» په سیمه کې د ډيرو شکمنو کسانو کورونه او د طلا پلورونکو څو دوکانونه هم پلټلي دي.

د پولیسو د ویاند په حواله، تر اوسه پوري د غلا شوې طلايي سکې او یا د هغې د ویلي کیدو هیڅ څرک نه دی معلوم.

د دې غلا شوې سکې قطر ۵۳ سانتي متره، ډبلوالی یې ۳ سانتي او وزن یې شاوخوا ۱۰۰ کیلوګرامه دی. پر دې سکې باندې د بریتانیا د ملکې الیزابت دوهمي پر انځور سربیره د دې سکې ارزښت چې یو میلیون یورو دی، رسم شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د دې سکې د خالصې طلا ارزښت شاوخوا ۳ میلیونه او ۷۰۰ زره یورو اټکل شوی دی.

زموږ له ارشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل