د چادرۍ ممانعت مسلمانان مايوسه کړي دي
۱۳۹۹ مرداد ۱۸, شنبهد امستردام په غرب کې د بوس اِن لومپرپلاين د ميدان څخه چي سړي تيريږي، نو هلته امرا ويني، چي له سر څخه د پښې تر نوکانو پوري پټه او چادري يې کړې ده. درې کاله دمخه هغې وپتېيله چي ټول مخ هم پټ کړي.
هغې دويچه ويله ته وويل چي خلګ ګومان کوي چي زه چادري په دې خاطر اغوندم چي «زما ميړه هغه غواړي. خو دا زما خپل انتخاب دی.» په خبره يې« که رښتبيا ووايم، ما چي لا واده نه وو کړی، چادري مي کوله.» امرا په مايوسۍ سره وايي، «دا ډيره سخته ده، چي سړی دي چادري واغوندي، ځکه چي خلګ تاته يوازي د دښمن په سترګه ګوري. دا اضافه کوي،« زه ځان کاملأ يوازي او يوې خوا ته پوره وهل سوې احساسوم. زما سره تبعيض کيږي، هغه هم په دې خاطر چي زه خپل مذهب تطبيقوم.»
د اروپا يوازي په څو برخو کي د چادرۍ ممانعت
يو کال دمخه د هالنډ حکومت د داسي کالو اغوستلو د ممانعت لانجمن قانون تصويب کړ، چي پر اساس يې ټول مخ پټيږي. په فرانسه او بلجيم کي بيا تر دې لا سخت قوانين تصويب سول. په دې معني چي هلته نه يوازي په ښوونځيو، روغتونو او حکومتي تأسيساتو کي د چادرۍ اغوستل منع سول، لکه په هالنډ کي هم، خو هلته بيا په عامه محضر کي هم بند سول.
په هالنډ کي د چادرۍ د ممانعت اصلي دليل د عامه امنيت موضوع وه. هغه پروسه چي د چادرۍ د ممانعت سبب سوه، ۱۴ کاله دمخه د ګيرټ ويلدرس له خوا شروع سوه. ويلدرس د هالينډ د ښي اړخي ګوند مشر دی.
هغه ښځي چي نه غواړي خپل مخان لوڅ کړي، له۱۵۰ څخه تر ۴۵۰ يورو پوري جريمي سره مخامخ کيږي. خو د هالنډ د پوليسو په حواله په دغه هيواد کي پروسږکال فقط يو څو واره جريمه تطبيق سوې ده.
لا ډير عصبانيت
امرا وايي، چي د «خلګو او ټولني عکس العملونه تر پخوا شديد سوي دي.» د هغوی له پاره مهمه دا نه ده، چي چادري په عامه محضر يا بل ځای کي واغوستل سي، هغوی اصلأ له چادري سره مخالفت کوي. خو په خبره يې دا د چادري تر رسمي ممناعت دمخه هم له تشدد سره مخامخ سوې ده. «په مغازو کي خلګو زه د سودا اخيستلو په ګاډۍ باندي پوري وهلمه، تر څو زه يې د مخ څخه ليري سمه.» امرا اضافه کوي، خو له «هغه راهيسي چي د چادرۍ د ممناعت قانون تصويب سوی دی، د خلګو قهر او لهجه نور هم تنده سوې ده. «يوه سړي کوښښ وکړ، چي حتي ما په موټر ووهي.»
هالنډيان سره يو نه دي
دوې خويندي، انا او تروس د امستردام په يوه قهوه خانه کي چای څښي او هغو دوکانونو ته ګوري، چي د دوشنبې په ورځ په مارکيټ کي تازه ترکاري او ميوه خرڅوي. هغه وايي چي دغه ځای د نوي قانون تر تصويبيدو وروسته چنداني تغير نه دی کړی. خو هغې دلته يې په چادري کي ښځي ونه ليدلې.
د ليلا په نامه يوه بله مسلمانه بيا د چادرۍ د ممانعت قانون ښه بولي. دا وايي، چي«موږ په يوه اروپايي هيواد کي ژوند کوو، نو ولي بايد سړی داسي ځان وپيچي؟ داسي يو شال لکه زه چي يې لرم، کفايت کوي.»
مسلمانان نور د ښه راغلاست احساس نه کوي
امرا وايي، چي که څه هم هالنډيان د خپل ليبرال خصلت په دليل په ټوله نړي کي مشهوره دي،«خو په مخ پر ډيريدونکي ډول سره نه زغم لرونکي کيږي.» مسلمانان دغه قانون ته «په اسلام کي د مداخلې» په سترګه گوري او وايي، چي لکه څنګه چي د هالنډ په اساسي قانون او اروپا د بشر د حقوقو په اعلاميه کي هم راغلي دي، دغه قانون د دوي مذهبي ازادي اخلي.
دا وايي چي که زه مجبوره سم چي چادري ليري کړم، نو دا ماته د سپکاوي په معني دي. دا زما تصميم وو چي هغه واغوندم او زه هم غواړم ددې تصميم ونيولای سم چي څه وخت هغه بيرته ليري کوم.» دغه ۳۰ کلنه وايي چي د چادرۍ د ممانعت قانون په مسلمانانو کي د بيري احساس رامنځته کړی دی. په ټوله هالنډ کي شايد ۱۵۰ ښځي چادري اغوندي.
د امرا په خبره ځيني مسلماناني په دې منځ کي مجبوره سوي دي چي نورو هيوادونو خصوصأ انګليستان ته ولاړي سي. ځکه چي«هغوي دلته د ښه راغلاست احساس نه درلودی.» له هغوی سره دغه احساس هغه وخت ډير پيدا سو چي«الګماين ډک بلت»ورځپاڼي د ۲۰۱۹م کال په جولای مياشت کي له خلګو څخه وغوښتل، چي هغه ښځي چي د چادرۍ د ممانعت د قانون څخه سرپيچي کوي، ودي نيول سي.
چادري نه، خو د کرونا ماسکه دي وي؟
امرا او نوري ښځي چي چادري اغوندي، په عامه محضر کي د کرونا په سبب ماسکونو اغوستلو مکلفيت کي يو ډول طنز او ضد ونقيض بولي. امرا دا غلط بولي چي «په عامه محضر کي دي د صحي دلايلو پر اساس د مخ پټولو اجازه وي خو د مذهبي او عقيدوي دلايلو پر اساس نه.»
په دې کار کي امرا يوازي نه ده. يوه لړ سازمانونه چي «په نقاب مي لاس مه وهي» ګروپ لخوا سازماندهي سوي دي، اوس يې د هالنډ له حکومت څخه غوښتي دي چي د چادرۍ د ممانعت قانون دي بيرته لغوه کړي. هغوی دليل راوړي چي د کرونا د اوسنيو مقرراتو په سبب د چادري د ممانعت قانون نور حقوقي اساس نه لري.
زموږ له آرشیف څخه: