1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پلازمینه، همهاله د "لوړې" د دوو مراسمو شاهده وه

۱۳۹۸ اسفند ۱۹, دوشنبه

محمد اشرف غني چې د ټاکنو کمیسیون له خوا بریالی اعلان شوی او رقیب یي عبدالله عبدالله چې د انتخاباتو پایلې یې رد کړي دي او یو «ټول شموله حکومت» یې اعلان کړی، د دوشنبې په ورځ د جلا جلا مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ سوګند وکړ.

Bildkombo Abdullah Abdullah und Aschraf Ghani

ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ ۹مه) په ارګ کې د دویم ځل لپاره د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه "لوړه" وکړه.  د ښاغلي غني د لوړې مراسمو کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، کابل کې د امریکا سفارت شازدافیر، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر، کابل کې د کاناډا، اروپايي ټولنې، ډنمارک، آسټرالیا، ناروې، المان سفیرانو او د ځینو عربي هېوادونو ډيپلوماټانو ګډون درلود. خو په دغو مراسمو کې د ایران، روسیې، ترکیې او د مرکزي اسیا یوشمېر هېوادونو استازي نه ترسترګو کېدل. 

هاخوا له ولسمشر غني سره همهاله د هغه ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله هم سپیدار ماڼۍ کې هغه مهال د "ټول شموله" حکومت د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، کله چې د دواړو ترمنځ د جوړجاړي هڅې ناکامې شوې.

ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته په وینا کې وویل، چې نوی حکومت به یې ټول شموله وي. غني په خپلو خبرو کې زياته کړه چې سبا سې شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ ۱۰مه) به د سولې بین الافغاني خبرو لپاره خپل مذاکراتي پلاوی هم اعلان کړي. «دغه مذاکراتي ټیم له پراخو سلامشورو وروسته نهايي شوی او د خلکو د مختلفو قشرونو استازي په هغه کې په پام کې نېول شوي.»

ولسمشر غني یوځل بیا ټینګار وکړ چې طالبانو له داعش او نورو بهرنیو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي، دغه راز له پاکستان سره د طالبانو اړیکې یې هم د سپیناوي وړ وبللې.

په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمانځور: Presidency of Afghanistan

پر مراسمو راکټي برید

د لوړې مراسمو ته د غني د وینا پرمهال پر ارګ یو راکټ هم توغول شوی چې ویل کیږي د ارګ د موټرو په تم ځای کې لګېدلی. د ارګ ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دې پېښې ځاني زیان نه دی اړولی.

بل لوري ته له ارګ سره د یوه دیوال په واټن سپیدار ماڼۍ کې د ولسمشر غني ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسم پرځای کړل. ښاغلي عبدالله ته دیني عالم او د ولسي جرګې پخواني غړي مولوي شهزاد شاهد "لوړه" ورکړه. عبدالله دغو مراسمو ته وویل، د هغه ترمشرۍ لاندې ټول شموله حکومت کې به یې د افغانستان ټول قومونه خپل ځان وویني.

هغه زياته کړه: «د ټول شموله حکومت ترچتر لاندې به اقتصادي ودې، کار موندنې، اصلاحاتو او عدالت لپاره خپل منشور عملي کړم.»

حقوقي شنونکي وايي، یوه پلازمینه او د لوړې دوه مراسم، د افغانستان د اساسي قانون سپکاوی دی. حقوقپوه حامد مصباح دویچه ویله ته وویل: «دا د قانون مسخره کول دي او دا واقعا د شرم ځای دی، دا هیڅ ډول قانوني مشروعیت نه لري.»

د خلکو غبرګون

عامو افغانانو او د ټولیزو رسنیو کارونکو هم پلازمینه کابل کې همهاله د لوړې د دوو مراسمو ترسره کېدو پروړاندې له غوصې ډګ غبرګونونه ښودلي. انجینر احسان الله احسان پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د ملي یووالي، ولسواکۍ، د سیاسي، ټولنیز، پوځي ثبات او د تيرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو جنازه واخېستل شوه، یو بام دوه هوا، راتلونکي نسلونه به د تاریخ دغو پاڼو ته په څه درد وخاندي.»

په سپيدار ماڼۍ کې د داکتر عبدالله عبدالله د لوړې مراسمانځور: Executive Director of Afghanistan

په افغانستان کې همهاله د دوو حکومتونو اعلان ته له نړېوالو غبرګونونو، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي کای ایډه دا وضعیت خطرناک بللی.

نوموړي پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي: «ډير خواشینونکی او خطرناک دي، دوه موازي مراسم، دا به ډير په ساده توګه دوام ونه مومي، پیاوړي یووالي ته سخته اړتیا ده، نه ویجاړونکو سیالیو ته.»

له تیرو شاوخوا دوو اونیو هڅه کېده چې غني او عبدالله به یوه جوړ جاړي ته ورسیږي او دغو هلوځلو په تېرو ۲۴ ساتونو کې د امریکايي ډيپلوماټانو په منځګړتوب خورا زور اخېستی ؤ.

د جوړجاړي هڅې ولې ناکامې شوې؟

دغو هلوځلو لپاره دواړو غاړو خپل د لوړې مراسم له سهار اتو بجو څخه د ورځې تر نیمايي وځنډول خو دا ټولې هڅې بې پایلې وې. سیاسي شنونکي وايي، امریکا کولای شول چې ددغو دوو ټاکنیزو ډلو ترمنځ جوړ جاړي ته لاره هواره کړي، خو امریکايي ډيپلوماټانو ولې دغسې یو څه ونه کړل؟

د چارو کتونکي نجیب الله جامع همدا پوښتنه ځواب کړه: «زه فکر کوم امریکا غواړي افغان حکومت او طالبان دواړه تر فشارونو لاندې ونیسي، کنه هیڅ امکان نه لري چې دواړه لوري دې د امریکایانو خبر ونه مني، امریکا وغوښتل وښيي چې افغانان په خپلو منځو کې تفاهم ته نه رسیږي.»

د عبدالله او غني ترمنځ د جوړجاړي په موخه پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هم څو ځله منځګړتوب کړی، چې کوم ځای ونه نېوه.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب