1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چمن لارې بندیدل او د بلوچستان حکومت ستونزې

۱۳۹۹ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

پاکستان له څه مودې راهیسې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه له افغانستان سره خپلې لارې تړلي دي. د دې له کبله دواړو لورو ته په سونو مال وړونکي لارۍ بندې پاتې دي.

Pakistan LKW-Fahrer
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/A. Gulfam

له کویټې څخه د دویچه ویله خبریال عبدالغني کاکړ وایي چې په سپین بولدک کې تر ۸۰۰ زیات پاکستاني موټروانان بند پاتې دي. د هغه په خبره دغو کسانو سوداګریز توکي افغانستان ته وړي وو مګر د لارې د بندیدو له کبله اوس بیرته نه شي راګرځیدای.

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاهواني، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «کابو له درو اوونیو راهیسې د مرکزي حکومت د حکم له مخې د چمن سرحد او نورې سرحدي لارې هم د مال وړونکو موټرو او عامو خلکو د تګ راتګ پر وړاندې په بشپړه توګه تړل شوي دي.»

د دغه ویاند په خبره د پاکستان د لومړي وزیر په لارښوونه له ایران سره د تفتان سرحد د څو ساعتونو او له افغانستان سره د چمن لاره د دوو ورځو له پاره پرانیستل شوې وه، خو تر هغې وروسته ټول سرحدونه بیا وتړل شول.

پاکستاني چارواکو د مارچ میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې له افغانستان سره د چمن او تورخم او له هند سره بیا د واهګه پولې تړلي دي.

د افغان ترانزیت دایمي کمیټې غړی زاهد الله، وایي چې د پولې د بندیدو له کبله د دواړو لورو سوداګرو ته په میلیاردونو روپۍ تاوان اوښتی شي.

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزارت چارواکي وایي چې په سرحدي ښار چمن کې د قرنطین یو مرکز جوړیږي او کله چې دغه مرکز فعاله شي نو په افغانستان کې به بندو کسانو ته پاکستان ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «دوې ورځې ترمخه په غونډه کې پریکړه شوې وه چې پر پوله بند پاکستانیان راوستل شي او دلته بند پاتې افغانانو ته د تګ اجازه ورکړل شي. په دې تړاو له افغان چارواکو سره خبرې ادامه لري.»

لیاقت شاهواني له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د بلوچستان ایالت حکومت د کرونا ویروس له وبا سره د مبارزې په برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ دی: «په بلوچستان کې یوازې دوه لابراتواره د کرونا ویروس د تشخیص تېست کولی شي. یو په کویټه کې دی او بل په تفتان کې. دغه لابراتوارونه د ورځې د ۸۰۰ تېستونو د کولو ظرفیت لري» خو د اړونده وسایلو د کمښت له کبله دومره تېستونه نه شي کولی.

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې تر اوسه د بلوچستان حکومت د تفتان د سرحد له لارې پاکستان ته د رسیدلو ۲۰۰۰ کسانو تېستونه کړي دي او زیاتره یې خپلو اړوندو ایالتونو ته لیږدول شوي دي. د لیاقت شاهواني په خبره دا ویل ګران دي «چې له افغانستان سره به تر څه وخته پوله تړلي وي.»

د پاکستان له خوا له ایران او افغانستان سره د پولو تر تړل کیدو دمخه هره ورځ په زرونو کسانو د درملنې، کاروبار یا د نورو کارونو د ترسره کیدو له مخې پر دغو لارو تګ راتګ کاوه.

د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د ننګرهار چارواکو وویل چې د تورخم د لارې تر پرانيستل کيدو وروسته به بیرته راستنیدونکي کسان له ۱۴ تر شلو ورځو پورې قرنطين کيږي. په پام کې ده چې هلته د قرنطین یو کمپ جوړ شي.

بینش جاوید

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب