1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين د واک پراخيدو پر وړاندې همکاري

۱۴۰۰ دی ۱۷, جمعه

په اندوپاسيفيک ساحه کې د چين د ځواک چلن جاپان او آسترليا انديښمن کړي دي. دواړو هېوادونو له همدې کبله د پوځي همکارۍ پر ژورولو توافق کړی دی. په دې منځ کې جاپان له امريکا سره هم د پوځي ائتلاف د پياوړي کولو اعلان کړی دی.

Video Signing Ceremony | Japan and Australia
انځور: Issei Kato/Reuters

جاپان او استراليا په پوځي برخه کې يو بل ته نژدې شوي دي. د دواړو هېوادونو د حکومتونو مشرانو فوميو کيشيدا او ستوت موريسن د پنجشنبې په ورځ د یوه ويديويي کنفرانس له لارې د ګډو پوځي مانورو د آسانولو په موخه يو تړون لاسليک کړ.

په دې کې د طبیعي پېښو پر وخت د بيړنيو عملیاتو د تمرينونو له پاره د عسکرو په چټکه توګه استول او همدا راز د وسلو او تجهیزاتو د انتقال په برخه کې د محدوديتونو کمول شامل دي.

د « Reciprocal Access Agreement» يا د «متقابل لاسرسي تړون» داسې يوه موافقتنامه ده چې جاپان یې يوازې د محافظ قدرت امريکا سره لري. خو له آسترليا سره دا تازه پوځي همکارۍ پر نورو سربیره په سيمه کې د چين پوځي ځواک پياوړي کيدو ته په کتو سره رامنځته کیږي. پر نورو سربیره دلته له تايوان سره د چین د مشرتابه چلن هم مطرح دی.

چین: لومړی دې روسیه او امریکا خپلې اټومي وسلې کمې کړي

په دې منځ کې د جاپان او امريکا د دفاع او بهرنیو چارو وزيرانو هم د جمعې په ورځ د يوه ويډيويي کنفرانس له لارې د چين په اړه خپلې انديښنې سره شریکې کړي. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلینکن وويل چې دواړه هېوادونه د جاپان په سواحلو کې د امريکا د پوځي حضور په اړه د یوه نوي پنځه کلن توافق پر سر يوې هر اړخیزې هوکړې ته رسيدلي دي.

د چين نيوکې

چين د جاپان او آسترليا ترمنځ  دفاعي تړون ته د شک په سترګه ګوري. د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ونبن آن وړمه ورځ په پيکينګ کې ويلي ول چې د دولتونو ترمنځ همکاري بايد د سيمې د هېوادونو ترمنځ اعتماد او درک پياوړی او سوله او ثبات تامين کړي، «نه دا چې يو درېمګړی په نخښه کړي او يا یې ګټې تر پښو لاندې کړي.»

د جاپان لومړي وزير کيشيدا د يوه داسې بسنټيز تړون له لاسليک کولو څخه خبره وکړه چې د جاپان او آسترليا ترمنځ امنيتي همکاري «يوې نوې کچې» ته رسوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندانځور: Kyodo/picture alliance

جاپان او آسترليا په اصطلاح په « QUAD» يا څلور اړخیزې ډلې پورې چې امريکا او هند هم پکې شامل دي، اړه لري. دغه څلور هېوادونه غواړي چې په اندوپاسيفيک ساحه کې خپل فعاليت پياوړی کړي او په دې توګه د چین پر وړاندې ودريږي.

له ديموکراسيو سره د اړيکو پياوړي کول

د اندوپاسيفيک لغت د نړۍ هغې سيمې ته کارول کيږي چې د هند او پاسيفيک يا آرام سمندرونو په ساحه کې پراته هېوادونه په بر کې نيسي. خو نور هېوادونه هم په اندوپاسيفيک ساحه کې د چين له تجارتي فعالیتونو څخه انديښمن دي او دا چې دغه هېواد هڅه کوي تر خپل کنترول لاندې ساحه لا پسې پراخه کړي.

په همدې موخه د جاپان لومړي وزير کيشيدا په دې وروستیو کې پر دې ټينګار وکړ چې غواړي له نورو ديموکراتيکو هېوادونو سره خپلې اړيکي پياوړي کړي. 

له اکتوبر مياشتې راهيسې جاپان له بريتانيې سره د يوه ورته تړون په اړه مذاکرات کوي. همد راز د چين دغه ګاونډي هېواد له فرانسې سره هم د امنيت په برخه کې ژوره همکاري لري او په پام کې لري چې له آلمان سره یې همکاري پياوړي کړي.

ب. ص/ ن. ص (dpa, rtr)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب