د چړې حمله؛ افغان مهاجر رواني روغتون ته استول کیږي
۱۴۰۴ آبان ۹, جمعه
دغه حمله د روان کال په جنوري میاشت کې د آلمان د جنوبي ایالت بایرن د اشفنبورګ ښار په یوه پارک کې پر یوه ډله ماشومانو شوې وه. حمله په فبروري میاشت کې د آلمان د عمومي پارلماني انتخاباتو له پاره د کمپاینونو په جریان کې وشوه چې له ځانه سره ېې د مهاجرت قوانینو په هکله بحثونه راوپارول.
اوس د دغه ښار محکمې حکم کړی چې د حملې عامل دې د تل له پاره د رواني ناروغیو د درملنې روغتون ته واستول شي.
دغه موضوع د قضاتو د پلاوي مشر کارستن کربس، د پنجشنبې په ورځ د اشفنبورګ ښار د محکمې له خوا د دغه حکم د صادرولو پر مهال اعلان کړه.
«عامل د ناروغۍ په دلیل مسئولیت نه لري»
د ښار مشر څارنوال، یورګین بونتشو، د پنجشنبې په ورځ د دغې سیمې په محکمه کې د عامل په هکله وویل چې دغه ۲۸ کلن سړی د رواني ناروغۍ په دلیل د جرم مسئولیت نه لري. د هغه په خبره د دغې پېښې قربانیان، تصادفي افراد ول.
بونتشو وویل: «هر څوک کېدای شول چې له دغه عمل سره د قرباني یا لاروي په توګه مخ شوي وی.» د هغه په خبره، دغه حمله هدفي او د افراطیت پر مبنا نه، بلکې د رواني ناروغۍ پر اساس وه.
تورن کس د خپل مدافع وکيل له لارې پر خپل عمل اعتراف وکړ، خو د قضاتو د پلاوي مشر وویل چې دغه سړی د رواني ناروغۍ په خاطر یې نه شي کولی جرمي مسئولیت ولري.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې، دغه کس د جنوري په ۲۲مه په یوه پارک کې پر یوه ډله ماشومانو د پخلنځۍ پر ېوې چړې چې شاوخوا ۳۰ سانتي متره اوږده وه، حمله وکړه.
لګيدلي تورنه
په پېښه کې یو ۲ کلن مراکشي الاصله هلک سخت ټپی شو او یو ۴۱ کلن آلمانی چې پر لاره روان و او د مرستې هڅه ېې کړې وه، ووژل شو.
تورن هم ويلي دي چې یوه ۲ کلنه سوریايي نجلۍ او یو ۷۳ کلن آلماني ېې په چړې ټپیان کړل چې دواړه ژغورل شوي ول.
د بونتشو په خبره، که عیني شاهدانو او لارونکو په دغه پېښه کې مداخله کړې نه وی، کېدای شو چې د قربانیانو شمېر لوړ شوی وی.
د عامه څارنوالۍ دفتر دغه ۲۸ کلن سړی قتل، عمدي قتل او نا عمدي قتل ته پر هڅو، ګواښ او د بدني زیان اړوند مختلفو جرمونو باندې تورن کړی دی.
د ډاکټرانو د تشخيص پر اساس، تورن پر پارانویید سکیزوفرني ناروغۍ اخته دی. قضايي چارواکو ويلي دي هغه اوس هم د ټولنې له پاره خطرناک دی او د راتلونکې وضعیت وړاندوینه ېې هم ښه نه ده.
دغه حمله چې په آلمان کې پارلماني انتخاباتو ته د کمپاینونو په جریان کې وشوه، سیاسي بحثونه ېې راوپارول په ځانګړې توګه دا چې دغه سړی باید په ۲۰۲۳م کال کې اخراج شوی وای، خو دغه کار نه و شوی.
له آرشیف څخه (23.01.2025)