د چک د جمهوريت لومړي وزير د اعتماد رايه وگټله
۱۳۹۱ اردیبهشت ۹, شنبهاعلان
د چک د جمهوريت حکومت بريالی سوی دئ چي له پارلمان څخه د اعتماد رايه تر لاسه کړي. که څه هم په هيواد کي د حکومت د پراخي سپما د سياست له کبله خفگان موجود دئ خو بيا هم د لومړي وزير پېټر نېکاس حکومت له پارلمان څخه د اعتماد رايې تر لاسه کړې.
د اداري فساد د يوې رسوايي په پايله کي د چيک حکومت درې گونديزه حکومتي ائتلاف د يکشنبې په ورځ ناکامه سوی وو. لومړي وزير نېکاس ويلي وو چې که ئې حکومت له پارلمان څخه د اعتماد د رايې په ترلاسه کولو کي پاته راسي نو د نوؤ ټاکنو نېټه به اعلان کړي.
په داسي حال کي چي د حکومت د ائتلاف څخه اوس يو گوند بېل سوی دئ ښايي د اعتماد د رايه د گټلو وروسته هم د پاته دوؤ محافظه پالو گوندونو حکومت له يو شمېر ستونزو سره مخامخ سي. نوې ټاکنې د ۲۰۱۴ کال له پاره پلان سوي دي.