1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چک جمهوريت پولیسو په يوه کوچنۍ لارۍ کې ۳۳ کډوال موندلي

۱۴۰۲ شهریور ۳۱, جمعه

د چک جمهوریت پولیسو په هدنین ښار کې د موټرو د پلټنو پر مهال په یوه بار وړونکي موټر کې د لسو ماشومانو په ګډون ۳۳ کډوال موندلي دي. د موټر چلوونکی د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

USA Mexiko Grenze Migration Title 42
انځور: PATRICK T. FALLON/AFP

د چک جمهوريتپولیسو د جمعې په ورځ په یوه کوچنۍ لارۍ کې د انسانانو د قاچاق په تور یو کس ونیوه چې د موټر د بار وړلو په ځای کې یې ۳۳ سوریایي کډوال ځای پر ځای کړي وو.

د چک جمهوريت چارواکو د جمعې په ورځ په خپرو شوو اعلامیو کې ویلي، چې د دې موټر ۱۰ مسافر ماشومان وو. په انساني قاچاق تورن کس د چک د هدنین ښار ته څېرمه د پولیسو د پلټنو پر مهال نیول شوی دی.

د پولیسو په وینا، هغه باید له سلواکیا څخه چک جمهوریت ته په غير قانوني توګه د تیریدو په برخه کې د جرمي عمل لپاره محکمې ته ځواب ووايي. ویل شوي چې دغه مهاجر به د یوې موافقې له مخې بيرته سلواکیا ته وسپارل شي.

دا په نږدې وخت کې د خپل ډول دويمه پېښه ده. دوه اونۍ وړاندې د چک پولیسو په هادنین ښار کې یوه بار وړونکې لارۍ تعقیب کړه او له لارۍ یې شاوخوا ۲۷ سوريایي کډوال ونیول. موټر چلوونکی او احتمالي قاچاقبر نیول شوي دي.
هادنین شاوخوا ۲۴ زره نفوس لري او د سلواکیا پولې ته نږدې موقعیت لري چې د پراګ سویل ختیځ شاوخوا ۲۴۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب