روغتيااروپا
د چینایي مسافرو د کرونا ټیست غوښتنه
۱۴۰۱ دی ۱۵, پنجشنبه![Mehr Länder führen Corona-Testpflicht für Reisende aus China ein](https://static.dw.com/image/64289036_800.webp)
اعلان
لکه څنګه چي د سویډن په مشرتابه د اروپا اتحادیې ریاست اعلان کړی دی، مسلکي کسانو د بحرانونو په مقابل کي د سیاسي طرزالعمل آژانس-IPCR د یوه ملاقات پر وخت د چین څخه د مسافرو او په راغلو طیارو کي د فاضله موادو د امتحاني ټیستونو مشوره ورکړې ده.
سربیره پردې د دغه آژانس ساینس پوهانو پیشنهاد کړی دی چي چین ته تلونکي او راتلونکي مسافر دي ماسکونه هم واغوندي.
فرانسې، ایټالیا او هسپانیا وختي لا اعلان کړی دی وو چي د چین څخه راتلونکو مسافر باید د کرونا منفي ټیست ښکاره کړي.