د چین او پاکستان تر منځ سوداگریزه لاره پرانېستل شوه
۱۳۹۵ آبان ۲۴, دوشنبه
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د چین په مرسته په ژورو اوبو کې جوړیدونکی بندر پرانیست. چین په پاکستان کې ددغي سوداگریزي لارې د جوړیدو له پاره ۴۶ میلیارده ډالر پانگونه کوي. دغه بندر د بلوچستان ایالت په گوادر کې جوړیږي.
اعلان
له گوادر څخه د نړیوالۍ سوداگرۍ د پېل کیدو پر مهال د کوسکو ویلنټگن، نومې سمندري بیړۍ کې تر ۱۵۰ زیات کنتیرونه بار شول. «چاینا پاکستان اکنامک کوريدور» سي پیک، یا د چین او پاکستان تر منځ اقتصادي دهلیز څخه دا لومړی وار وو چې سوداگریږ توکې ولیږدول شول. تر دې دمخه د چین له کاشغر څخه د لاریو په واسطه سوداگریز توکي گوادر ته راوړل شوي ول. په دې ترڅ کې له کاشغر څخه د لاریو دوه بیلا بیل کتارونه د شنبې په ورځ گوادر ته رسیدلي وو.
د گوادر پورټ یا بندر په پرانیست غونډه کې د پاکستان د هوایي، ځمکني او سمندري ځواکونو پر مشرانو سربیره د چین هیواد جگپوړي چارواکي هم موجود ول. غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په وینا کې وویل: «نن په پاکستان کې د پرمختگ یو نوی پړاو پیل شو. د سي پیک پروژه په حقیقت اوړي چې یوازې د بلوچستان او پاکستان نه بلکې د سیمې د درو میلیاردو انسانانو قسمت به بدل کړي.»
دغو مراسمو ته په پاکستان کې د چین سفیر هم وینا وکړه. هغه وویل چې نن د سي پیک پلان له یوه مهم پړاو څخه تیر شو چې پاکستانی ولس یې د مبارکۍ مستحق دی.
هغه په خپلو څرگندونو کې زیاته کړه چې په راتلونکي وخت کې به هم دغه پروژه نوي پړاونه ووهي. د هغه په خبره دغه پروژه به د پاکستان د خلکو د خوشحالۍ او سیمې د پرمختگ سبب وگرځي او په زرونو کسانو ته به د کار کولو فرصتونه برابر شي.
دا چې په د کرک په سیمه کې د ډیر خلکو دار او مدار د مالگې پر کانونو دی، نو په دغه ځای کې په لسونو ژرندي هم شته، چې پکښې مالگه میده کیږي.
انځور: DW/Danish Baber
د مالگي د میده کولو ژرندو یا کارخانو ته له بهادر خیل او نورو سیمو څخه د مالگي غتي او کوچنۍ ډبري د بېلابېلو نقليه وسایطو په واسطه راوړل کیږي. تر هغه وروسته بیا ماتيږي، څو ماشین ته برابري شي. په دغو فابریکو کې د لویانو تر څنگ ماشومان هم کار کوي.
انځور: DW/Danish Baber
تر میده کولو وروسته دغه مالگه په مختلفو اندازو بوجیو کې اچول کیږي. د فابریکو د خاوندانو په وینا ورځ تر بلې د مالگې په کارو بار کې کمښت راځي. د هغوی په وینا دا ځکه چې اوس خلک هغه مالگه استعمالوي چې ایوډین پکښې وي او وایې چي له دوی سره دومره وسایل نه شته چې له هغوی سره مقابله وکړي.
انځور: DW/Danish Baber
ارشاد خټک، وایي چې دی له ډیره وخت راهیسي د مالگي کار و بار کوي. د هغه په وینا تر نیکه وروسته یې پلار هم د مالگې په کان کې کار کاوه. خو هغه په دې آند دی چې د آسانتیاوو د نه موجودیت له کبله د دوی د سیمې دغه قیمتي زیرمې ضایع کیږي.
انځور: DW/Danish Baber
له بهادر خیلو څخه ترلاسه کیدونکي مالگه نه یوازي په پاکستان کې دننه، بلکي افغانستان، مالیزیا او یو شمیر نورو هیوادونو ته هم استول کیږي.
انځور: DW/Danish Baber
د بهارد خیل د مالگې د کان طبعي مناظر هم د خلکو د لیوالتیا سبب گرځي. دغه کان چې د ډیره اسماعیل خان او کراچۍ تر منځ پر عمومي سړک پروت دی، نو له دغه سیمې څخه تیریدونکي ځیني کسان په دغه ځای کې د لږ وخت له پارم تم کیږي.
انځور: DW/Danish Baber
که څه هم د کرک د سیمې د بهادرخیلو کان د کهیوړه د کان په شان د حکومت پام ځان ته رااړولی نه دی، خو د دغه ځای د لاسي کاریگرو په واسطه له مالگي څخه ځیني جوړ شوي زينتي شان هم ډیر په زړه پوري دي.