1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین د بیړې د وژل شوو کسانو شمیر ۳۹۶ ته ورسید

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ خرداد ۱۶, شنبه

داوطلبان یوازې جسدونه پيدا کوي. د چین تر ټولو اوږد سین کې د سیلانیانو د چپه شوې بیړۍ د هیڅ ژوندي پاتې شوې سپرلۍ څرک نه ترسترگو کیږي. تر پیښې د مخه په بیړۍ کې له سپرو کسانو سره د کارکونکو چلند ډیر پوښتنې راولاړې کړي دي.

په چین کې د بیړې د چپه شوې بیړۍ لپاره هڅې
په چین کې د بیړې د چپه شوې بیړۍ لپاره هڅېانځور: STR/AFP/Getty Images

په چین کې د بیړۍ چپه کیدو په دغه ستر ناورین کې چې په تیرو لسیزو کې بی ساری دی، د رسمي ارقامو پر بنسټ د مړو شمیر ۳۹۶ تنو ته لوړ شوې دی. دغه خبره د رویترز خبري آژانس د چین د حکومت د یو چارواکي له خولې کړې ده. له دې مخکې د چین دولتي خبري آژانس ، شینهووا د ۳۳۱ مړو د رایستلو خبری ورکړی ؤ. خو ویل شوي ؤ چې ښايي د ۴۵۶ سپرلیو څخه ۴۴۲ یی خپل ژوند له لاسه ورکړي وي.

دغه ۲۲۰۰ټنه وزن درلودونکي بیړۍ چې د« ختیځ ستوري» په نامه یادیده د دوشنبې په ماښام د چین د هوبای مرکزی ایالت د ژیانلی په سیمه کې د یانگ تسه په سین کې د یو توپان له امله نسکوره شوې وه.

د مړو پیژندنې له پاره د وینې معاینه

د دغې بیړۍ یوازې ۱۴ تنه سپرلې ژوندي پاتې شوې دي. دوی اکثره د لوړ عمر درلودنکي کسان ول چې د یو یولس ورځي سفر په نیت په کشتې کې سپاره شوې ول. د قربانیانو له کورنیو څخه غوښتل شوې چې خپله وینه د ازمويښت له پاره اړونده ادارو ته وسپاري، تر څو د مړو په پيژندنې کې ورسره مرسته وکړي.

د پنجشنبې په ورځ ژغورونکې امله دې نتیجې رسیدلې وو چې د بیړۍ هیڅ یو سپرلۍ به نور ژوندی نه وې پاتې شوې. دوی پریکړه وکړه چې بیړۍ د سمندر له تل څخه راپورته کړي، ترڅو د پلټنې په برخه کې آسانتیا رامنځته کړي.

د ترانسپورت وزارت ویاند خو چونگونگ وویل:« دا یو ډیر ستونزمن کار وو. د دې خطر موجود وو چې د کرنگ فولادي کیبلونه شلیدلي وای». د کشتې پر بدنې یو جال وغوړل شو، څو د کشتې د راپورته کولو پر وخت د مړو جسدونه له کشتې څخه د باندی و نه وزي.

د کشتې د چپه کیدو پيښې په هکله څیړنې جریان لري. ډیرې پوښتنې تر اوسه پورې بې ځوابه پاتې دي. د چین د ملي تلویزون په حواله د کشتۍ کپتان چې د کشتۍ مشر انجینر په توگه یې په کشتۍ کې دنده درلوده د یو تورناډو یا سخت توپان خبره کړی چی له یو څخه د دوو دقیقو په منځ کې یې دغه څلور پوړیزه کشتۍ پر بل مخ اړولې ده.

د چین ولسمشر شي جینگ پنگ د پیښې د بنسټ وضاحت غوښتنه کړې. همدارنگه د قربانیانو کورنۍ هم په دې برخه کې د عاجل او قناعت ورکونکي ځواب غوښتنه کوي. په ځانگړي توگه د بیړۍ د عملې وروستۍ پریکړه تر ټولو شخړیزه موضوع ده. په داسې حال کې چې د توپان له امله په دغه ساحه کې لږ تر لږه دوه نورې بیړۍ هم درول شوې وې، د« ختیځ ستوري» په نامه دغې نسکورې شوې کشتې خپل سفر جاري ساتلې وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب