1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین د جي پي ایس سیستم وروستی سټلایټ خپل مدار ته ورسید

۱۳۹۹ تیر ۳, سه‌شنبه

چین د جي پي ایس سیستم په برخه کې د امریکا او اروپا له وابستګۍ څخه د ځان خلاصولو په خاطر، د یوه نوي لوبغاړي په توګه دې بازار ته [چې یو ګټور کاروبار دی] راڅرګندیږي.

China Raketenstart letzter BeiDou Satellit
انځور: picture-alliance/Xinhua/H. Xujie

چین د امریکا له جي پي ایس سیستم سره د مقابلې له پاره په ځمکه کې د موقعیت معلومولو سیستم یا شبکې خپل وروستی ستلایټ «بیدو» هم فضاء ته استولی دی. دا سټلایټ په بشپړ دول پخپله په چین کې جوړ شوی دی.

دا په دې معنی چي چین اوس د دې جوګه شوی دی چې د امریکا د جي پي ایس سیستم مقابله وکړي.

د توغندي په وسیله د دغه سټلایټ د توغول کیدو صحنه په ژوندۍ بڼه د چين پر دولتي تلویزون «سي سي تي وي» وښودل شوه. د لانګ مارچ تهري په نوم دغه توغندی د شمال لویدیځ ایالت سیچوان څخه وتوغول شو. تقريباً نیم ساعت وروسته دغه سټلایټ خپل مدار ته ورسید، او هلته یي د سولري انرژۍ سیستم فعاله شو، څو هغه ته انرژي ورکړای شي.

د چاینا سپيس اجنسي په حواله ټاکل شوې ده چې دا د تیرې سه شنبې په ورځ وتوغول شي، خو د تخنيکي ستونزو له امله څو ورځې وروسته وتوغول شوه.

چين په مجموعي ډول د بیدو سیستم د ۵۵ سټلایټونو په استولو سره دغه شبکه بشپړه کړه. له دې سره چین په ځمکه کې د موقعیت معلومولو د میلیاردونو ډالرو خدماتو په برخه کې د یوه نوي لوبغاړي په توګه راڅرګند شوی دی.

بیډو سیستم به د امریکا د ګلوبل پوزیشننګ سیستم (جي پي ایس) د روسیي د (ګلونس) او د اروپا د ګالیلیو مقابله وکړي. د دې سیستم د طرح مشر یانګ چانګ فینګ ویلي دي چې اوس به د دوی سیستم په ټوله نړۍ کې خدمات وړاندې کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب