د فبرورۍ مياشتي پر لومړۍ نېټه يو چينايي بالون د امريکا فضايي حريم ته ننوتلی وو او پنتاګون سمدستي وويل چې دا د چين بالون دی.
په متحده ایالاتو کې دغه پیښه يوازنۍ نه ده. چینايي بالونونه یوازې د امریکا په فضا کې الوتنه نه کوي. د دوشنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت په کولمبیا کې د چینايي بالون شتون تایید کړ او ويې ويل چې دا «سهواً» د لاتين امریکا حریم ته ننوتلی. په ۲۰۲۰م کال ورته الوتونکي څيزونه له چين څخه دوه ځلې د جاپان پر اسمان ليدل شوي دي.
روسيه: ناټو د هند او چين تر منځ «ستونزې» زيږوي
ایا دا لومړی ځل دی چې چینایي الوتونکی څیز د امريکا متحده ایالاتو پر آسمان را څرګندیږي؟
ځواب يې نه دی، د آلمان ZDF تلويزيون د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال درې ډوله بالونونه په ټوله امریکا کې پرته له کوم سرخوږي په هوا کي ښوریدل. د پنټاګون د معلوماتو له مخې، په وروستیو کلونو کې ورته شیان لیدل شوي، خو وروستی بالون د معمول په پرتله اوږده موده د دغه هیواد پر آسمان الوتنه کړي.
چین د امریکا له خوا د خپل بالون راغورځولو پر وړاندې څه ډول غبرګون ښیې؟
بیجینګ په رسمي ډول د بالون د راغورځولو په اړه احتجاج کړی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ژی فنګ د یو رسمي بیان له مخې، دغه رانسکورولو «د چین او امریکا د اړیکو د ثبات له پاره د دواړو خواوو هڅو ته جدي زیان رسولی دی.»
څېړونکي: امریکا دې له پاکستان سره همکاري وکړي، چې پر چین خپله تکیه کمه کړي
بیجینګ له واشنګټن څخه وغوښتل چې نور داسې اقدام و نه کړي، چې د چین ګټو ته زیان ورسوي. د بیجینګ په وینا، دا بالون یوه «ملکي فضايي بېړۍ» وه چې په ناڅاپي ډول په فضا کې «له کنتروله» وتلې او د امریکا فضايي حریم ته ننوتلې وه. چين ويلي دي چې دا بالون «د ملکي موخو له پاره کاريدی»
د بالون د راغورځولو لامل څه و؟
د امریکا حکومت دغه چینايي جاسوسي بالون ته، د شکمن برید په سترگه گوری او وايې چې دا د امریکايي د پوځي تاسیساتو د کشفولو له پاره یو عملیات ول. د دې یو دلیل دا دی چې دغه هوايي بالون په مونتانا ایالت کې د هوايي ځواک یوې اډې ته نږدې موقعیت درلود، په کوم کې چې اټومي توغندي ICBMs له سرگلولو سره ذخیره کيږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې د امریکا په هوايي حریم کې مداخله «د نه منلو وړ» او «غیر مسؤلانه» ده. دغه بالون بيا د امريکا د ولسمشر جو بایدن په امر د تیرې شنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د فبروري ۴) د سويلي کارولینا د سواحلو په اوبو کې د امریکا د جنګي الوتکو له خوا رانسکور شو. په ورته حال کې، غوټه وهونکي د بالون د تخنیکي تجهیزاتو د راټولولو په لټه کي دي چې د فبرورۍ پر ۱۵ به بيا سنا ته معلومات وړاندي کړي.
ولې بالونونه په ښکاره ډول لیدل کیږي؟
دغه شان بالونونه د ښوونځي د دريو بسونو په اندازه سترې وي. دوی په ټولیزه توگه د ځمکې له سطحې څخه له ۱۵ کيلومترو څخه تر ۳۷ کيلومترو پوري پورته الوتنه کوي.
په داسې حال کې چې دا د مسافر وړونکو الوتکو په پرتله خورا لوړ دی، کوم چې ۱۵ کيلو مترو څخه پورته الوتنه کوي او دا د سپوږمکیو په پرتله خورا ټیټه ده. هغه معمولاً له ۲۰۰ څخه تر ۶۰۰ کیلومتره پورته والي کې د ځمکې په مدار کې ګرځي. دغه چینایي بالون د ۱۸۰۰۰ مترو په لوړوالي کې وويشتل شو.
آیا بالونونه د جاسوسۍ له پاره مناسب دي؟
هو. هوايي بالونونه یو ارزانه او د موندلو یا کشف عملي وسیله ګڼل کیږي. هغه کولی شی د سپوږمکيو په پرتله سترې سیمې په لنډو فاصلو او په روښانه ډول وگوري او ارزونه يې وکړي. په رادارونو او کمرو سمبال بالونونه د سړې جګړې پر مهال د امریکا او پخواني شوروي اتحاد له خوا د جاسوسۍ له پاره کارول شوي. بالون د چین او امریکا ډیالوګ ته زیان رسوي.
بایډن: موږ به د چین، روسیې او ایران د نفوذ د پراخیدو مخه ونیسو
دغې پيښې ته نړیوالې ټولنې څه ډول غبرګون ښوولی؟
آلمان د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ د مخ پر زیاتیدونکي کړکیچ په اړه اندېښنه لري. د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند د بهرنېو چارو سیاستوال مایکل روت د بالون معاملې ته «په راتلونکو کلونو کې د چین او متحده ایالاتو ترمنځ د مخ پر زیاتیدونکي شخړې« وړاندوینه کوي.
ایستلند، کاناډا او سویلي کوریا پياوړې دريځ نيولې. د ايستلند د بهرنیو چارو وزیر ارماس رینسالو پر ټویټر لیکلي، چې هغه د «امریکا د ملي حاکمیت د دفاع» ملاتړ کوي. د هغه سیال جستین ترودو او پارک جین، ورته څرګندونې وکړې.
اروپايي اتحادیه زړه نازړه وه. د یکشنبې په ورځ د دوي په یوه بیان کې ویل شوي چې د هوايي حریم امنیت او ساتنه د ملي امنیت مسله ده او دا د اړوندو هېوادونو مسئولیت دی.
غویی لاړ پړانګ راغی؛ له چینایي جنتري سره آشنا شئ
په چين کې نوی کال د فبرورۍ مياشتي پر لومړۍ نېټه پيلېږي. د چين جنتري له ۱۲ حيواناتو څخه جوړه شوې ده او د چينايانو په وينا، هر څوک چې په دغو کلونو کې زېږېدلی وي، خاصې ځانګړتياوې لري.
انځور: Wang Zheng/Costfoto/picture alliance په ټوله نړۍ کې تر یو ميلیارد او ۴۰۰ میلیونو زیات خلک د فبروري مياشتي پر لومړۍ نېټه د نوي کال پیلوي. د چين د قمري جنتري له مخې، سږ کال د پړانګ کال دی. دا نومونه او طبقه بندي هیڅ علمي بنسټ نه لري او د سیمې د خلکو د دوديزو عقایدو پر بنسټ دي.
انځور: Tyrone Siu/REUTERSپه چين کې لومړی کال د موږک کال دی او ۱۹۶۰، ۱۹۷۲، ۱۹۸۴، ۱۹۹۶، ۲۰۰۸ او ۲۰۲۰ کلونو دغه نښه درلوده. چینایان په دې باور دي چې د موږک په کال کې زیږیدلي خلک یو مینه ناک او خوندور شخصیت لري، هوښیار، ټوکمار او وفادار دي. د چینایانو په وینا، موږک زړور نه دی او د مدیریت او مشرتابه له پاره مناسب نه دی.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Bradshawپه چين کې د جنترۍ دويم کال د غوايي کال دی او ۱۹۶۱، ۱۹۷۳، ۱۹۸۵، ۱۹۹۷، ۲۰۰۹، ۲۰۲۱ کلونه د غوايي کلونه بلل کېږي. چینایان په دې کال کې زیږیدلي خلک سخت، جدي، صبرناک او مسؤلیت لرونکي ګڼي. د چينايانو په اند، د غوايي په کال کې پيدا شوي خلک ډېر خبرې کوونکي نه دي او زياتره يې په صنعتي، ماشين جوړونې او معلوماتي ټکنالوجۍ کې موندل کېږي.
انځور: Yue Zhiqiang/SIPA/ZUMA/picture allianceد چين په جنتري کې دريم کال د پړانګ کال دی او ۱۹۶۲، ۱۹۷۴، ۱۹۸۶، ۱۹۹۸ او ۲۰۱۰ د پړانګ کلونه ول. د چین په دود کې، هغه خلک چې د پړانګ په کال کې زیږیدلي دي، زړور،حاضر ځواب، هوښیار، جذباتي او جدي ګڼل کیږي. د چینایانو د عقیدې له مخې دغه کسان د چا پیروي لږ کوي او تر ډېره په مدیریتي دندو کې موندل کېږي.
انځور: Wang Zheng/Costfoto/picture alliance د چين د جنتري په شمير کې څلورم کال د سوی کال بلل کېږي او د دغه حيوان نوم ۱۹۶۳، ۱۹۷۵، ۱۹۸۷، ۱۹۹۹ او ۲۰۱۱ کلونو ته ورکړل شوی دی. د چينايانو له نظره د سوی په کال کې پيدا شوي خلک مينه ناک، نېکمرغه، مهربان او حساس خلک دي. چینایان وايي: «هغه کسان چې د سوی په کال کې زیږیدلي د نیوکې په اوریدلو خپه کیږي.»
انځور: Wang hua dl/Imaginechina/picture allianceپه چين کې پنځم کال د ښامار په نوم نومول شوی دی. ۱۹۶۴، ۱۹۷۶، ۱۹۸۸، ۲۰۰۰ او ۲۰۱۲ کلونه د ښامار کلونه ول. د چینایانو په وینا، هغه خلک چې د ښامار په کال کې زیږیدلي دي، هوښیار، ځيرک، ځواکمن او جذباتي دي. د چینایانو په اند، هغه کسان چې د ښامار په کال کې زیږیدلي، مغروره دي، په خبرو اترو کي له «عادي حالت » نه وځي او غوسه کیږي.
انځور: Getty Imagesد چين په جنتري کې شپږم کال د مار کال دی او ۱۹۶۵، ۱۹۷۷، ۱۹۸۹، ۲۰۰۱ او ۲۰۱۳ د مار کلونه ول. چینایان په دې باور دي چې د مار په کال کې زیږیدلي خلک هوښیار، کينه گر، تحلیلونکي دي، که چیرې د دوی شخصي پولو ته درناوی ونه شي، نو تر فشار لاندی راځي.
انځور: Chen Chao/Color China Photo/AP/picture allianceد چين په جنتري کې اووم کال د اس کال دی او د دغه حيوان په نوم نومول شوی، ۱۹۶۶، ۱۹۷۸، ۱۹۹۰، ۲۰۰۲ او ۲۰۱۴ کلونه. د چينايانو له نظره د اس په کال کې پيدا شوي کسان سفر کوونکی، زړه راښکونکی، بې صبره او مينه ناک شخصيت لري. چینایان وايي هغه کسان چې د اس په کال کې زیږیدلي دي، ځان خوښونکي او د نورو خلکو له ستونزو سره بي پروا دي.
انځور: picture-alliance/dpaد چين په جنتري کې اتم کال د وزې کال دی او د دغه حيوان په نوم ۱۹۶۷، ۱۹۷۹، ۱۹۹۱، ۲۰۰۳ او ۲۰۱۵ کلونه نومول شوي دي. چینایان په دې باور دي چې د وزې په کال کې زیږیدلي خلک تخلیقي، حیاناک، پاملرنې او د اندیښنې وړ شخصیت ځانګړتیاوې لري. د چینایانو په وینا، د وزې په کال کې زیږیدلي خلک نا هیلي دي او غواړي چې خپل خالي وخت په خپلو څلورو دیوالونو کې تیر کړي.
انځور: STR/AFP/Getty Imagesد چين په جنتري کې نهم کال د بیزو کال دی او ۱۹۶۸، ۱۹۸۰، ۱۹۹۲، ۲۰۰۴ او ۲۰۱۶ کلونه د بيزو کلونه ول. د چينايانو په اند، د بیزو په کال کې پيدا شوي کسان، نوښتګر، ځواکمن او د بريالي شخصيت ځانګړتياوې لري. دوی (موقع پرست) ګڼي او «د دوی خوښي د نورو خلکو د ناخوښۍ په بيه تماميږي».
انځور: Pan Xiaoming/HPIC/dpa/picture allianceپه چين کې لسم کال د چرگ کال دی او ۱۹۳۱، ۱۹۶۹، ۱۹۸۱، ، ۲۰۰۵ او ۲۰۱۷ کلونه د چرگ کلونه ول. چینایان هغه کسان چې د چرگ په کال کې زیږیدلي دي صادق، پاک، عملي او ویاړونکي ګڼي. هغوی وايي چې «هغه څوک چې د چرگ په کال کې زیږیدلي دي په دي هڅه کي وي چې په پرله پسي توګه د نورو پام ځانته واړوي.»
انځور: picture-alliance/Photoshot/T. Chih Weyد چين په جنتري کې يوولسم د سپي کال دی او ۲۰۰۶،۱۹۹۴،۱۹۸۲،۱۹۷۰،۱۹۵۸ و ۲۰۱۸د سپي کلونه ول. د چینایانو په وینا، د سپي په کال کې زیږیدلي خلک وفادار، صادق، حساس او عجیب شخصیتونه لري. د دوي په باور هغه کسان چې په دغه کال کې زیږیدلي، په خپله شاوخوا کې د نړۍ په اړه یو پیچلي انګیرنه او منفي نظر لري او له همدې امله، دوی په «مجرمانو د بدلیدو» او «په ناقانون ډول د ګټې ترلاسه کولو» په خطر کې دي.
انځور: Qin jiangying/HPIC/dpa/picture-allianceپه چين کې دولسم کال د خنځير کال دی او د ۲۰۰۷،۱۹۹۵،۱۹۸۳،۱۹۷۱،۱۹۵۹ و ۲۰۱۹ کلونه د خنځير کلونه ول. چینایانو په دې اند چې هغه خلک چې د خنځیر په کال کې زیږیدلي دي هوښیار، دوستانه او کمال خوښونکي دي. چینایان وايي چې دغه کسان "خوش باوره " دي چې په اسانۍ سره ترې ګټه اخیستل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa