د چین د کمیونست ګوند کنګره پای ته ورسیده
۱۳۹۱ آبان ۲۴, چهارشنبه د چهار شنبې په ورځ د چین د کمیونست ګوند استازو د دغه ګوند د مرکزي کمیټې غړي وټاکل. له ډیر وخت راهیسې تمه کیده چې شي جن پنګ د چین د کمونست ګوند مشري له هوجنتاو څخه تسلیم شي او بیا وروسته د چین د ولسمشر په توګه وټاکل شي.
د چین د کمیونست ګوند مشري په هرو لسو کلونو کې یو وار تغیر کوي. د چین جمهور رییس چې د دې هیواد د کمیونست ګوند مشر هم دی هوجیانتاو، او د چین لومړی وزیر وین جیا باو، باید اوس د قوانینو له مخې تقاعد وکړي.
د چین ګوندي کنګره به د پنجشنبې په ورځ خپل سیاسي دفتر وټاکي چې په کې به په لسهاو تنه غړیتوب ولري. د هغوی له ډلې څخه به د دایمې کمیټې غړي وټاکل شي چې یوه ډیره پیاوړې حلقه ده او د غړو شمیر به یې اوو تنو ته ورسیږي.
د دغو دوو کمیټو غړي ښايي د چین اقتصادي او سیاسي برخه لیک وټاکي. د چین ګوندي کنګره د پنګینګ به خلق تالار کې جوړه شوې وه. د دې کنګرې پر مهال ډیر سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ول.
مسعود جهش (دویچه ویله)
کتونکی: نجیب الله زیارمل