1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

د چین ولسمشر په هند کې د «جي۲۰» په غونډه کې ګډون نه کوي

۱۴۰۲ شهریور ۱۳, دوشنبه

د چين دولتي چارواکو ويلي دي چې د دغه هېواد ولسمشر په هند کې د «جي۲۰» غړي هېوادونو په سرمشریزه کې چې د امریکا ولسمشر جو بایدن به په کې هم وي، ګډون نه کوي. خو په پام کې ده د چین صدراعظم د مودي په بلنه نوې ډيلی ته ولاړ شي.

هندي چارواکو په سلونو زره ډالر لګولي، څو د دغه هېواد سیاسي پلازمينه د «جي۲۰» مشرانو د کوربتوب له پاره اماده کړي
هندي چارواکو په سلونو زره ډالر لګولي، څو د دغه هېواد سیاسي پلازمينه د «جي۲۰» مشرانو د کوربتوب له پاره اماده کړيانځور: Ajit Solanki/AP Photo/picture alliance

د آلمان خبري آژانس د دوشنبې په ورځ د چين د بهرنیو چارو وزارت د وياندې مائو نینګ، له قوله خبر ورکړ چې د دغه هېواد ولسمشر شي جین پینګ، په هندوستان کې د «جي۲۰» غړو هېوادونو په غونډه کې د ګډون له پاره نوي ډيلي ته نه ځي.

د فرانسې خبري آژانس بيا د چین د بهرنيو چارو وزارت د ویاندې له قوله لیکلي دي چې په پام کې ده په دغه غونډه کې د چينايي پلاوي مشري د چين صدراعظم لي کیانګ، وکړي.

 رويټرز خبري آژانس بیا ليکلي چې دمریکا متحده ایالاتو ولسشمر، جو بایدن، د يکشنبې په ورځ وويل چې هغه دې نهیلي کړی چې شي دغې غونډې ته نه ورځي. بايدن په دې هکله نور جزئيات ور نه کړل خو وې ويل چې هغه هېله لري چې له شي سره وګوري. بایدن او شي تر دې مخکې په نومبر میاشت کې په اندونیزیا کې د جي۲۰ سرمشریزې په څنډه کې سره ليدلي وو.

بایدن او شي تر دې مخکې په نومبر میاشت کې په اندونیزیا کې د جي۲۰ سرمشریزې په څنډه کې سره ليدلي ووانځور: Saul Loeb/AFP/Getty Images

مائو نینګ په یوه اعلاميه  کې ويلي: «د هندوستان جمهوري حکومت د بلنې پر اساس، د دولتي شورا لومړی وزير لي کیانګ، نوي ډيلي ته سفر کوي او د دغې مياشتې په نهمه او لسمه د جي ۲۰ په اتلسمه سرمشریزه کې ګډون کوي.»

هند او چین دوه ګاونډي هېوادونه دي چې له لسيزو راهیسې په خپلو کې ګوډې ماتې سیاسي او امنیتي اړيکې لري. د ديپلوماتيکو اړيکو د خرابوالي یو دليل د دواړو هېوادونو تر منځ سرحدي شخړه ده.

هندوستان د دغې غونډې له پاره چمتووالی نیسي او د نوی ډيلی بڼه په شدت سره د بدلون په حال کې ده. هندي چارواکو په سلونو زره ډالر لګولي، څو د دغه هېواد سیاسي پلازمينه د «جي۲۰» مشرانو د کوربتوب له پاره اماده کړي.

د جي۲۰ ډله د دولتو تر منځ جوړه یوه مجمع ده چې غړي ېې اروپايي اتحادېه او ۱۹ هېوادونه دي. دغه ډله نړېوال اقتصاد اړوند لويو مسایلو، لکه نړېوال مالي ثبات، اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو د کمښت او د تل پاتې پراختیا په څېر مواردو کې کار کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل