مسجد ته د تګ او د لمونځ کولو له پاره دغو ایغوري مسلمانانو ته د امنیتي تدابیرو له پاره له جوړو شوو دروازو څخه تیریدل اوس ډیر عادي ښکاري. خو د دې معنی دا نه ده چې د چین په غربي او له ستونزو سره مخامخ ښار سنکیانګ کې چې زیاتره استوګن یې مسلمانان دي، د دې هیواد چارواکو سخت تدابیر عملي کړي.
په دې هکله، د فرانسې خبري آژانس د روانې جولای میاشتې پر ۱۳ نیټه د پنجشنبې په ورځ د چین له کاشغر څخه په خپله یوه اوږده مقاله کې لیکلي دي چې په چین کې د سنکیانګ ولایت داسې یوه سیمه ده چې له ګاونډي هیواد پاکستان سره ګډه پوله لري. په دې سیمه کې پر دې سربیره چې د ږیرې پر پریښودلو څه نا څه بندیز وضع شوی، خو په عامه ځایونو کې عبادت کولو ته اجازه نه ورکول کيږي.
ايغور د چین په خپلواکمنه سيمه شينجيانګ کي اکثريت اوسېدونکې مليتي ډله ده. دغه کسان د زياتو اټکلونو برخلاف د پخواني ايغوري قبيلو سره تړاو نه لري. دا چي دوی څوک دي په هکله يې انځوريز راپور دلته کتلای سئ:
انځور: picture-alliance/dpaد چين په شينجيانګ خپلواکمنه سيمه کي اوسېدونکي اکثريت ايغوريان دي. د هغوی ژبه ترکي ريښې لري.
انځور: DW/M. Bölingerد ايغوريانو اکثريت سني مذهبه مسلمانان دي.
انځور: picture-alliance/akg/Y. Travertد «ايغور» لغت د لومړي ځل له پاره په ۱۹۲۱ کال په تاشکند کي په يو کانفرانس کي دغې قبيلې ته وټاکل سو.
انځور: picture-alliance/akg/Y. Travertپخوا ايغوريانو ځان ته د ترکي نژادو خطاب نه کاوه. خو اوس اکثريت ځان ترک نژاده بولي.
انځور: Getty Imagesزيات ايغوريان په دې باور دي چي د هغوی قبيله د بودا په وخت کي هم موجوده وه. تاريخپوهان په دې نظر دي چي ايغور د دوو بيلو ډلو يعني له ايراني طخاريانو او مغلو څخه جوړه سوې ډله ده.
انځور: picture-alliance/dpa/H. W. Youngد ايغورو له لسو څخه ۹ يې په چين کي ژوند کوي. په دغه هيواد کي د ايغوريانو شمېر تقريبا لس نيم مليونو ته رسيږي.
انځور: APد سني مسلمانانو تر څنګ په ايغورو کي بعضي د پخوانيو اديانو پېرويان هم موجود دي.
انځور: picture alliance / Photoshot د چين تر څنګ د دغې قبيلې غړي په قزاقستان، قرقيزستان، ازبکستان، ترکيه او روسيه کي هم ژوند کوي.
انځور: Reuters/U. Bektasپه ترکيه کي هم يو شمېر ايغوريان ژوند کوي. لکه په ترکي ښار قيصري کي د ايغوري مهاجرو دغه د اوسېدو ځايونو چي ورباندي د ايغورو او ترکيې بيرغونه رپيږي.
انځور: Reuters/U. Bektasکله چي د چين په کورنۍ جګړه کي کمونستان برلاسي سول، نو يې په ۱۹۴۹ کال د شينجيانګ سيمه هغه وخت د شوروي په رضا د چين برخه وګرځوله.
انځور: P. Parks/AFP/Getty Imagesد «ختيځ ترکستان د مسلمانانو حرکت» په نوم له چين څخه بېلتون غوښتونکې ډله د چين د دولت له خوا په «د ترهګرو ډلو» په ليست کي شامله ده. د ايغورو په سيمه کي چين د بېلتون غوښتونکو پر ضد د «ترهګرۍ ضد عمليات» له څو کالونو راهيسي پېل کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Images/Zhang Hao/ColorChinaPhotoايغور تور لګوي چي چين په قصد سره دغې سيمي ته هان چينايان رالېږلي تر څو هلته يې نفوس زيات او د ايغورو نفوس کم سي.
انځور: picture-alliance/AP Photoپه شينجيانګ کي په ۲۰۰۹ کال سخت قومي تاوتریخوالی رامنځ ته سو.
انځور: APد ۲۰۰۹ کال د جولای مياشتې ايتنيکي تاوتریخوالی په چين کي د لسيزو تر ټولو لوی تاوتریخوالی ؤ.
انځور: APد چين په شمال لوېديځه شينجيانګ سيمه کي پوليس او ملېشې په ۲۰۱۰ د ګزمې پر وخت. په دغه سيمه کي د لسيزو د تر ټولو سختو مليتي ناقراريو د کال پوره کېدو په ترڅ کي سخت امنيتي اقدامات نيول سوي ول.
انځور: APد چين دولت د ۲۰۱۴ کال د می په مياشت کي د «ترهګرۍ» په تور ۵۵ ايغوريان د ډليزه علنۍ محکمې وروسته په اعدام محکوم کړل.
انځور: Reutersپه شينجيانګ کي اوس هم امنيتي وضعه د ډاډ وړ نه ده.
انځور: picture-alliance/dpa له کلونو راهیسې په دې سیمه کې د روژې او اختر په ورځ هغه مهال چې دغه مسجد ډکیدی، نو لمونځ کوونکو به د کاشغر په ښار کې تر دې جامع جومات دباندي د چوک او سړک پر سر خپل جای نمازونه هوارول او لمونځ کوونکي به پر سړکونو باندې د عبادت په حال کې لیدل کیدل. خو اوس دلته داسې څه نه ترسره کیږي. د روان کال په اوږدو کې د اختر د لمانځه پرمهال په دې مسجد کې د لمونځ کوونکو شمیر د تیرو کلونو په پرتله ډیر لږ وو.
د چین چارواکو که څه هم په رسمي توګه دا نه دي ویلي چې په دې مسجد کې څومره مسلمانان سره راټولیږي، خو ځايي سوداګرو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې د چین حکومت د کاشغر ښار په شاوخوا کې ځینې امنیتي پوستې جوړي کړي او دې ښار ته د مسلمانانو د تګ مخه نیسي.
یوه سوداګر په دې هکله وویل: «اوس دا سیمه د مذهبي چارو له پاره ښه نه ده.» بل لوري ته بیا په بیجینګ کې مرکزي حکومت وايي چې په سنکیانګ ایالت کې امنیتي پوستې او امنیتي تدابیر د دې له پاره نیول شوي چې د آزادي غوښتونکو خوځښتونو او سخت دریځو د نفوذ مخنیوی وکړي. خو په عین وخت کې د چارو ځینې شنونکي ادعا کوي چې د چین «زیاتره مسلمان میشته» سنکیانګ ښار اوس په «یوه پرانیستي زندان» بدل شوی دی.
afp/K.H