د شنبې په ورځ (د جولای میاشتې په ۴ نیټه) د امریکا له خوا د دوو الوتکو لیږدونکو بیړیو «یو ای اس نیمیتز» او «یو اس اس رونالد ریګن» د مانورونو په اړه خبر، کیدای شي د امریکا او چین ترمنځ د تشنج يا ترينګلتيا د زیاتیدو سبب شي. ټاکل شوې ده چې څلور نور امریکایي بیړۍ به هم په دغو پوځي عملیاتو کې برخه واخلي.
د دغو امریکایي بیړیو قوماندان اډمیرل (امير البحر) جورج ویکوف، د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي دي: «د دغو مانورو هدف په سیمه کې زمونږ متحدینو ته د یوه څرګند او غیر مبهم پيغام استول دي، چې مونږ د سیمه ایز امنیت او ثبات په برخه کې ژمن یو.» د ویکوف په وینا، د چین په سویلي سمندر کې د امریکا نظامي عملیات د دې سیمې په اوبو کې د چین د مانورو پر وړاندې غبرګون نه دی.
په کړکیچنه سیمه کې پوځي تحرکات
پیکنګ تیره اونۍ اعلان وکړ چې د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د پاراسل ټاپوګانو مجموعې ته نږدې یو پنځه ورځنی پوځي مانور ترسره کوي. امریکا متحده ایالاتو پر دغو پوځي عملیاتو نیوکه وکړه او دا یي یو پارونکی اقدام وباله.
پر چین سربیره تایوان او ویتنام هم د دغه مجمع الجزایري یا د ټاپوګانو د مجمموعې د مالکیت ادعا لري. له همدې امله ویتنام د چین پر دغو نظامي مانورو انتقاد وکړ او خبرداری یي ورکړ چې دغه اقدام کیدای شي په سیمه کې د ترينګلتيا زیاتیدو ته لمن ووهي.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
اوس د نړۍ کوم هیواد څومره اټومي وسلې لري؟
د سپيري د تازه رپوټ په حواله، اوس په نړۍ کې د اټومي وسلو شمیر کم شوی دی، خو د اټومې وسلو درلودونکي هیوادونه خپل اټومي بمونه لا عصري او وژونکي کوي. دا چې کوم هیواد څومره اټومي بمونه لري، په انځوريز رپوټ کې يې ولولئ! انځور: Getty Images/AFP/J. Samad د سپيرې رپوټ وايي چې اوس مهال روسيه د نړۍ په سطحه تر ټولو ډيرې يعنې ۶۳۷۵ اټومې وسلې لري. روسيې اوس مهال ۱۵۷۰ اټومې وسلې نصب کړې هم دي. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره ۱۹۴۹م کال کي اټومې آزموينه کړې وه. په ۲۰۱۵م کې روسيې ۸۰۰۰ اټومې وسلې درولودلې. سپرې دا هم ويلی دی چې روسیه او امريکا نوې او قیمتي اټومې وسلې تولیدوي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Anotonov د سپيري په حواله، امريکا اوس مهال ۵۸۰۰ اټومې وسلې لري چې ۱۷۵۰ يې نصب کړل شوي هم دي. امريکا په لومړي ځل په ۱۹۴۵م کال کې خپله اټومي آزموينه وکړه چې يو څه موده وروسته يې د جاپان پر هيروشيما او ناګاساکي ښارونو اټومې بمونه استعمال کړل. د ترمپ اداره اوس د اټومي وسلو پر عصری کولو کار کوي. امريکا د ۲۰۱۹م کال راهیسې د اتومي وسلو د ذخیرو په اړه د معلوماتو خپرول درولي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Riedel اټکل کيږي چې چين اوس مهال ۳۲۰ اټومي بمونه لري او د سيپرې رپوټ په حواله چین هم اوسمهال د خپلو اټومي وسلو سيستم پر لا عصري کولو کار کوي. چين د آسيا تر ټولو بډای هيواد دی او د نړۍ په سطحه تر ټولو ستر پوځ لري. خو پوځي واقعي وړتيا په اړه يې او دا چې څومره نصب کړې اټومې وسلي لرې، معلومات نشته. چين خپله لومړنۍ اټومي آزموینه په کال ۱۹۶۴ کې کړې وه.
انځور: picture alliance/Xinhua/L. Bin د اروپا په سطحه تر ټولو ډيره اټومې وسله فرانسه لري. شمیر يې ۲۹۰ ښودل شوی دی چې له ډلې څخه يې ۲۸۰ يې نصب کړل شوي دي. فرانسې په ۱۹۶۰م کال کې د اټومي وسلو جوړولو تکنالوژي ته لاسرسی پيدا کړ. سيپرې وايي چې فرانسه اوس هم تر يوه حده پورې د خپلو اټومي وسلو په اړه معلومات خپروي.
انځور: picture-alliance/dpa/J.-L. Brunet بريتانيا خپله لومړنۍ اټومي آزموینه په ۱۹۵۲م کال کې ترسره کړه. بريټانيا چې د امریکا متحده ايالاتو نژدې دوست هیواد دی، په ۲۱۵ شمیر کې اټومې وسلې لري چې ۱۲۰ يې نصب کړل شوي دي. دغه هیواد ويلي دی چې د خپلو اټومي وسلو زیرمه يې لږ کړې او ۱۸۰ ته يې راښکته کړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/Poa/British Ministry of Defence/T. Mcdonal د پاکستان د اټومي وسلو شمیر ۱۶۰ ته رسیږي. د سيپري په حواله، وروسته له هغې چې پاکستان په ۱۹۹۸م کال کې اټومي بم جوړ کړ، دغه هیواد او هند د مختلفو اټومي وسلو تولید ته زور ورکړ. د پاکستان او هندوستان په حواله د دوی د اټومي وسلي يوازې د دفاعی مقصدونو له پاره دي. دغه دوه هیوادونه چې ښه مناسبات نه لري، د چارو کارپوهان وايي که تر منځ يې جګړه ونښلی نو په اټومي جګړه هم بدلیدلای شي.
انځور: picture-alliance/AP هندوستان د ۱۵۰ اټومي بمونه لري. هند خپله لومړنۍ اټومي آزموينه په ۱۹۷۴م کال کي او دوهمه يې ۱۹۹۸ کې وکړه. هند ژمنه کړې چې له چين او پاکستان سره د سرحدي ستونزو پر لرلو سربیره به د خپلې خوا په لومړي ځل اټومې حملې نه کوي. پاکستان او هند د خپلو توغندیزو آزموينو په اړه معلومات خپروي، خو د اټومي وسلو په اړه يې ډير لږ معلومات خپاره کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarup هندوستان تر ۱۱۰ پورې اټومي بمونه لري. هند خپله لومړنۍ اټومي آزموينه په کال ۱۹۷۴ او دوهمه يې ۱۹۹۸ کې ترسره کړې ده. دغه هیواد ژمن دی چې چين او پاکستان سره د سرحدي ستونزو د لرلو سربیره به د خپلې خوا په لومړي ځل اټومې حملې نه ترسره کوي.
انځور: Reuters اسرائيل چې د ۱۹۴۸ تر ۱۹۷۳ کال پورې يې درې ځله له عربي هیوادونو سره جګړې کړې دي، د اټومي وسلو شمير يې ۹۰ ته رسیږي. اسرائيل د خپل سیاست له مخې اوس هم د خپلو اټومي پروګرامونو په اړه هيڅ معلومات نه خپروي.
انځور: Reuters/M. Kahana شمالی کوریا له ۳۰ نه نيولې تر ۴۰ پورې اټومي وسلې لرې. تیر کال د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ وليدل. تر دغې ليدنې وروسته شمالي کوريا د خپلو توغندويزو او اټومي آزموينو د درولو اعلان وکړ. که څه هم د شمالي کوريا اصلي ستونزه له سويلي کوریا سره ده، خو بیا هم لويديځ د دغه هيواد له اټومي پروګرام څخه انديښنه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/KCNA/Korea News Service د ملګرو ملتونو له خوا پر لګول شوو تحریمونو سربیره، شمالي کوريا په ۲۰۰۶م کال کې د اټومي وسلو یوه آزموینه ترسره کړې وه.
انځور: Reuters
دغه بحراني سیمه چې د چین، فلپين، مالیزیا او ویتنام تر منځ واقع ده له ډیره وخته پرې جنجال روان دی.
چین د دغه هیواد ټول سویلي سمندر خپل ملکیت ګڼي. نور هیوادونه هم د دغې سیمې د سمندر لاندې نفت او ګازو د مالکیت ادعا لري.
امریکا متحده ایالات دغه د اوبو لویه تجارتي لاره، بین المللي ساحه بولي او پر هغې د خپلو کښتیو او اوبتلونو د آزاد تګ راتګ پر قانوني حق ټینګار کوي.
داسې ښکاري چې د پيکنګ او واشنګټن ترمنځ د شخړو فهرست ډیر اوږد دی. د دواړو هیوادونو ترمنځ وروستۍ لفظي شخړه د کرونا ویروس د خپریدو او د هانګ کانګ د امنیت په ارتباط د چین له خوا د یوه نوي قانون پر سره رامنځته شوې وه.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ چین د «سارس کوو۲» ویروس د خپریدو په برخه کې د معلوماتو په پټولو تورن کړی دی. د امریکا ولسمشر سربیره پر دې د هانګ کانګ له پاره د چين د امنیتي قانون مخالفت کوي. ترمپ په دې برخه کې له سیاسي کتونکو سره هم نظره دی، ځکه هغوی هم په دې باور دي چې دا قانون د هانګ کانګ د اتباعو سیاسي او ټولنیزه آزادي محدودوي.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص