روغتياآسیا
د چین په څو ښارونو کې د پوليسو پياوړی حضور
۱۴۰۱ آذر ۸, سهشنبه![China | Corona Proteste | Polizeipräsenz in Shanghai](https://static.dw.com/image/63926966_800.webp)
اعلان
د چین په څو ښارونو کې د پلیسو حضور زيات شوی څو د کرونا پيښو د صفر کولو سختي پاليسۍ پر وړاندې د لاریونونو احتمالي بیا راپورته کیدو مخه ونيسي. په پلازمینه پيکينګ، شانګهای، ګوانګژو او هانګزو ښارونو کې امنیتي ځواکونه له دوشنبې ورځي راهیسې پر سړکونو ګرځي. په څو ښارونو کې د شنبې او يکشنبې په ورځو زرګونو خلک د واټونو ته راووتل ترڅو د کرونا پاليسۍ سختو اقداماتو پر وړاندې لاریون وکړي. ملګرو ملتونو د چين او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو پر آزاد راټوليدو او بيان د آزادۍ پر حق ټينګار وکړ.