1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتایوان

تایوان ته د پلوسي تر سفر وروسته د چین پراخ پوځي تمرینات

۱۴۰۱ مرداد ۱۳, پنجشنبه

چين د تایوان په اطرافو کې خپلو پوځي مانورونو ته شدت ورکړی دی. د تایوان دفاع وزارت وايي وسلوال ځواکونه ېې جګړې ته تیار دي. د طالبانو حکومت بيا ټينګار کړی چې چین او امریکا دې خپلمنځي اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

 Sea Guardians-2
انځور: Geng Haipeng/Xinhua/picture alliance

چین د ټایوان په اطرافو کې پراخ پوځي مانورونه پيل کړيد چين ولسي پوځ ختيځې قوماندانۍ رپوټ ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ ېې د تایوان په تنګي کې کوم چې تایوان له اصلي وچې څخه بیلوي، د تایوان په ختيځ کې اوږد واټن ويشتونکې توغندي توغولي دي.

د تایوان دفاع وزارت هم ويلي دي چې چین د تایوان شمالي، جنوبي او شرقي سواحلو ته نژدې سيمو باندې ټول ټال ۱۱ ډانګ فنګ ډوله بالستیک توغندي توغولي دي.

دغه وزارت ويلي دي چې چين دغه توغندي له مختلفو استقامتونو څخه په ځايي وخت د سهار پر ۰۱:۵۶ بجو نه د ماسپښين تر ۱۴:۰۰ بجو پورې توغولي دي.

تایوان د چین دغه پوځي مانورونه په کلکه غندلي دي. د دغه هیواد د بهرنيو چارو وزارت له هیوادونو غوښتي چې ټول په ګډه د قانون حاکميت پر اساس نړیوال عامه نظم وساتي. تر دې وړاندې، د چين حکومتي تلویزیون هم په ختيځ کې د تمریناتو د «دقیقو بریدونو» په اړه رپوټ ورکړی دی.

چين له ډير مخکې تایوان ته د امریکا د کانګریس مشرې، نانسي پلوسي، د سفر په ځواب کې د تر ټولو دقیقو پوځي مانورونو د اجرأ کولو امر کړی وو.

تایوان ته د پلوسي سفر

انځور: Taiwan Presidential Office/REUTERS

پلوسي د چين د سخت مخالف سربېره روانه اوونۍ تايوان ته ولاړه چې دغه اقدام د تایوان پر سر د چین او امریکا تر منځ کشمکشونو ته لا زور ورکړی دی. پلوسي د چهارشنبې په ورځ تایوان ترک کړ او د خپل آسیايي سفر په ادامه پنجشنبه د اګست ۴مه په سويلي کوریا کې ده. دا د امریکا متحده ايالاتو لومړنی تر ټولو لوړپوړې سیاسي پلاوی دی چې په تیرو څه باندې ۲۵ کلونو کې تایوان ته سفر کوي.

په عين حال کې د تایوان په پلازمینه تايپه کې د تایوان دفاع وزارت ويلي دي چې د دغه هیواد وسلوال ځواکونه د تيارسي په حال کې دي او د دغې دموکراتيکې جزيرې په اطرافو کې د مانورونو ټولې شپږ سيمې او همدارنګه د جزېرې له سواحلو لرې برخې تر خپل نظارت لاندې لري.

تایوان: جګړې ته تیار يو

د تايوان دفاع وزارت ويلي دي چې تایوان د جګړې له پاره آماده دی، اما په هڅه کې ېې نه دی، خو زیاتوي چې تایوان به له خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع وکړي. د تایوان دفاع وزارت شکایت کړی چې د چین پوځ په لوی لاس د مانورونو سيمې په داسې موقعیتونو کې ټاکي چې د تایوان د وضعيت نقض په کې موجود دی او دا چې د سیمې ثبات تضعیفوي.

دغه څرګندونې هغه واقعیت ته اشاره ده چې د مانورونو دغه شپږ سيمې په قسمي توګه د ټایوان د اوبو حریم ته لاس غځول دی کوم چې په مخکينو تمريناتو کې داسې څه نه ول. 

ځواکمن او پراخ پوځي تمرینات

د چین مانورونه آن د سه شنبې ورځې په ماښام پيل شوي ول، خو د پنجشنبې په ورځ ورته بشپړ زور ورکړل شوی دیانځور: CFOTO/picture alliance

د آلمان خبري آژانس د رپوت مطابق، د چین مانورونه آن د سه شنبې ورځې په ماښام پيل شوي ول، خو د پنجشنبې په ورځ ورته بشپړ زور ورکړل شوی دی.

بيجینګ، تایوان د خپلې خاورې برخه بولي او وايي چې د دفاع له پاره به ېې د ضرورت په صورت کې له زور څخه کار واخلي.

چين اعلان کړی چې د تایوان په شپږو سيمو کې ېې پوځي تمرینات پیل کړي چې په هغو کې د دوی سمندري ځواک، توغندویز ځواک، هوايي ځواک، لوژستيک او نورې برخې ګډون دي.

د چین رسمي خبري آژانس شينهوا رپوټ ورکړی چې دغه تمرینات مشترک عملیات دي چې په هغو کې د «محاصرې، د سمندري حملو په نښه کولو، پر ځمکنيو اهدافو حملې او د هوايي سرحدونو د کنټرول» شامل دي.

په داسې حال کې چې امریکا تر اوسه نه دي ويلي چې دوی به په دې برخه کې مداخله کوي، خو دغه هیواد په سیمه کې پوځي اډې او له مخکې ځای پر ځای شوي امکانات لري چې په هغو کې الوتکې وړونکې جنګۍ بيړۍ هم شاملې دي.

 د طالبانو د حکومت غبرګون

د تایوان دفاع وزارت ويلي دي چې وسلوالو ځواکونه ېې جګړې ته تیار دي اما دغه څه نه غواړي انځور: Ministry of National Defense, Taiwan (R.O.C.)

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د تایوان پر سر د چين او امریکا ترمنځ سخت ترینګلي شوي وضعیت ته په کتو، ويلي دي چې دواړه خواوې دې خپلمنځي اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، پر ټويټر ليکلي چې د چین او امریکا ترمنځ اړېکې د سیمې پر امنیت او ثبات اغیز کولی شي او پر ټولو هیوادونو ېې غږ کړی چې له داسې پریکړو څخه دې ډډه وکړي چې هغه د «دولتونو د ملي حاکميت سرغړونه بلل کیږي او پاروونکو اقداماتو ته زمينه برابروي.«

بلخي په یوه بل ټويټ کې ويلي دي: «اسلامي امارت د واحد چین پر اصولي سیاست ټينګار کوي او د مناسبو لارو د چین او امریکا د اختلافاتو حل غواړي.» د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې چين او امریکا دې د سیمې او نړۍ د امنيت او ثبات له پاره په ګډه کار وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې له عمر څخه ېې نژدې يو کال تيريږي تر اوسه د هيڅ هیواد له خوا په رسمیت نه دي پيژندل شوی، خو په دغه موده کې ظاهراً د طالبانو او چین تر منځ روابط ښه دي چې په دې منځ کې د طالبانو لوړپوړو چارواکو چين ته سفرونه هم درلودلي دي. سربیره پر دې، چین د طالبانو سفیر هم منلی دی او په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ویزو د ورکړې پروسه هم له ځنډ وروسته یو ځل بیا پیل شوه.

آ/ټ/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل