1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو لامل څه دی؟

شعیب تنها شکران | شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ شهریور ۱۰, جمعه

د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو ارزښت په دې وروستیو ورځو کې د پام وړ کم شوی چې د پنجشنبې په ورځ د کابل د اسعارو په بازار کې یو ډالر په ۷۳ افغانیو تبادله شوی. دليل يې څه دی؟

د ډالرو ارزښت د افغانۍ پر وړاندي کښته شوی
د ډالرو ارزښت د افغانۍ پر وړاندي کښته شویانځور: AP

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ او په دغه هېواد کې د له رامنځته کېدو وروسته د افغانستان اسعار د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی وو.

سیاسي بې ثباتي، بانکي محدودیتونه او افغانستان ته د ډالرو د کم واریدیو له امله د افغانیو د ارزښت د راټیټېدو لاملونه بلل کېدل، خو په وروستیو ورځو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی.

د کابل د اسعارو بازار د نرخ ليست ښيي چې په تېرو لسو ورځو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت پر ټیټېدو دی، چې له امله یې د یو ډالر ارزښت له ۸۶ افغانیو څخه ۷۳ افغانیو ته راټیټ شوی دی.

د افغانستان د اقتصادي چارو شنونکی انورشاه یوسفي په دې باور دی چې د طالبانو له خوا له افغانستانه د ډالرود قاچاق مخه نیول، په بازار کې د مرکزي بانک له خوا د افغانیو محدودیت او په افغانستان کې د مرکزي بانک د پولي سیاستونو دوام د دې لامل شوی دی.

د اقتصادي چارو یو شمېر نور کارپوهان د طالبانو د حکومت له خوا د کانونو د استخراج د تړونونو لاسلیکېدل او په کورنیو راکړو ورکړو کې د بهرنیو اسعارو د استعمال مخنیوی د افغانیو د ارزښت د لوړېدو د نورو لاملونو په توګه یادوي.

د اقتصادي چارو کارپوه، شیرباز کمین زاده دویچه ویله ته وویل: «یو مهم لامل دا دی چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بازارونو کې د پاکستانۍ کلدارۍ په ګډون د بهرنیو اسعارو د تګ راتګ مخه ونیول شوه او تل د طالبانو له خوا هڅې روانې وې.« د افغانیو د ارزښت ساتل او یو بل لامل »د طالبانو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د کانونو د څو قراردادونو پلي کېدو په افغانستان کې د ډالر پر ارزښت منفي اغېز کړی دی.«

په بازارونو کې د توکو بیې مخ پر لوړېدو دي

دا په داسې حال کې ده چې عام وګړي وايي چې د ډالرو د بیې له راټیټیدو سره هم د تیلو او اومو موادو بیې نه یوازې راټیټې شوي نه دي، بلکې لوړې شوې دي.

ښکاره ده، کله چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت لوړېږي، په بازار کې د توکو بیه لوړېږي او سوداګر استدلال کوي، چې دوی خپل اجناس په ډالرو پېري.

د هرات اوسېدونکی فریدون وايي: »ما تمه درلوده چې د ډالرو د بیې په راټیټېدو سره به د وريجو، اوړو او پټرول بیې هم راټيټې شي، خو برعکس د دغو توکو بیې لوړې شوې دي.« د بېلګې په توګه، ما یوه بوجۍ وريجې په ۲۵۰۰ افغانۍ اخیستې، خو پرون مې هماغه وريجې په ۲۷۰۰ افغانۍ اخیستې.

هغه زیاتوي: «طالبان پر بازار کنټرول نه لري، په تېرو لسو ورځو کې د هرات په بازار کې د پټرولو بيه له ٦٤ افغانيو څخه ٧٤ افغانيو ته لوړه شوې ده.»

د کابل د سوداګرۍ خونې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، چې د ډالر بیه د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو پر بیو کوم اغېز نه لري.

دغه سرچینه وايي، د نرخونو نوی نوملړ چې د کابل ښاروالۍ له خوا د سوداګرۍ خونې ته استول شوی، ښيي چې د خوراکي توکو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د افغانستان ولس له طالبانو غوښتي چې د خلکو اقتصادي وضعیت او د ډالرو د بیې راټیټیدو ته په کتو د خوراکي توکو بیې راټیټي کړي.

که څه هم په مارکېټ کې د ډالرو د ارزښت کمېدل له اقتصادي پلوه د خلکو په ګټه تمامېږي، خو دغه اقتصادي پرمختګ يو شمېر هغو کسانو ته زيانونه اړولي چې ډالر يې لرل.

په هرات ښار کې د پیسو د تبادلې یو سوداګر عبدالسمیع وايي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د ټیټوالي له امله د هرو سل زرو ډالرو پر وړاندې یو میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.

هغه دویچه ویله ته وویل: «په هرات کې تر ۲۰ سلنې زیات صرافان ښه مالي وضعیت نه لري. که وضعیت همداسې دوام وکړي، ډېر صرافان به مالي زیانمن شي.»

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل