1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د ډاکټر نجیب قبر ته د محب ورتګ رسمي یو اقدام وو؟

۱۳۹۹ خرداد ۷, چهارشنبه

د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله قبر ته د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب ورتګ، له بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شوی.

Afghanistan Kabul Nationaler Sicherheitsberater Hamdullah Mohib
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب د سې شنبې پرورځ ( ۲۰۲۰ میلادي کال د مۍ ۲۶مه) د پکتیا ولایت د امنیتي وضعیت ارزونې پرمهال د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب قبر ته هم ورغلی.

د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته دا لومړی جګپوړی افغان چارواکی دی چې د ښاغلي نجیب قبر ته د دعا لاسونه پورته کوي.

د حمدالله محب دغه ګام د غبرګونونو ترڅنګ د یوشمېر کسانو ټینګ هرکلی له ځان سره لري.

د کابل ژورنالیزم انستیتیوت استاد حامد مروت دویچه ویله ته وویل، ډاکټر نجیب د هېواد پالني له اړخه د خلکو ترمنځ په ځانګړي توګه ملي او دفاعي ځواکونه کې خورا ډیر پلویان لري، چې په دې سره د هغوی هېوادنی مینه لاپسې پیاوړې کیږي.

ده زیاته کړه: «د امنیت شورا سلاکار پکتیا ته تللی ؤ او د شهید نجیب الله له مزار څخه یې لیدنه کړې، په ټولیزو رسنیو کې یې عکسونه خپاره شوي، د عکسونو په لیدو د شهيد ډاکټر نجيب الله دغه خبره را ياده شوه، چې ویل به یې داسې ورځ به راشي چې موږ به مړه یوو؛ شايد قبر هم و نه لرو خو، باور لرم چې د وطن آګاه ځوانان به د وطن د يو نوم ورکي سرتيري په حق کې د خير دعا کوي.»

مدني فعالې ماریه توتاخیل دویچه ویله ته وویل، د ډاکټر نجیب قبر ته د حمدالله محب ورتګ تاریخي ګام دی، چې ترده وړاندې هیڅ جګپوړي چارواکي دغه جرات نه دی کړی: «زه هیله لرم چې زموږ حکومت لکه د نورو چارواکو قبرونو له پاره بودجه ورکوي، مزارونه یې جوړوي، محب صیب باید پردې کار وکړي لکه څنګه چې د فهیم قبر جوړ شو، د مسعود قبر جوړ دی، د ډاکټر نجیب مزار دې هم جوړ شي ځکه هغه یو تاریخ دی.»

د اغلې توتاخیل په وینا چې د نجیب الله مزار جوړونه به افغان ولس او نړیوالو ته د یووالي پيغام ولري.

پکتیا ته د ښاغلي محب د سفر په اړه په رسمي اعلامیه کې یواځې همدومره ویل شوي چې نوموړي په هغه ولایت کې د میشت ۲۰۳ تندر قول اردو څخه په لیدنه کې د دغه قول اردو له مسوولینو او سرتېرو سره اختر مبارکې وکړه او د هغوی ستونزې یې واوریدې.

د ملي امنیت شورا د دفتر پر رسمي پاڼه د ډاکټر نجیب قبر ته د حمدالله محب د ورتګ په اړه څه نه دي لیکل شوي.

له ډیرو سره پوښتنه داده چې محب، د ډاکټر نجیب الله قبر ته د حکومت د یوه جګپوړي چارواکي په توګه او که د خپلې شخصي علاقمندی له مخې ورغلی؟

دویچه ویله په کابل کې ددې شورا د دفتر له ویاند جاوید فیصل څخه همدا پوښتنه وکړه خو ښاغلي فیصل وویل دی په دې اړه نه پوهیږي.

سیاسي شنونکي ناصر شفیق دویچه ویله ته وویل، دا ناشونې ده چې ښاغلی محب دې د ولسمشر غني له سلا پرته په شخصي توګه د ډاکټر نجیب قبر ته ورغلی وي: «ولسمشر غني په دې وروستیو کې له هرې خوا تر فشارونو لاندې دی او ان داسې انګیرنه شته چې غني د خپل حکومت په دغه وروستی دوره کې د ډاکټر نجیب له سرنوشت سره مخامخ دی، دی غواړي په دې سره ځان ته نوي پلویان پیدا کړي خو دا هرڅه د ملت په خیر نه دي.»

د ډاکټر نجیب له قبر د حمدالله محب لیدنې ته په ټولیزو شبکو کې هم پراخ غبرګون ښودل شوی، ډیرو یې ستاینه او هرکلی کړی، خو ځینې یې تش د "مړو پالل" بولي.

د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب لور هیلې نجیب الله د ښاغلي محب له دغه کار څخه تود هرکلی کړی.

مېرمن نجیب پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي: «زه د ښاغلي محب او ښاغلي شمیم کټوازي صاحب نه ډیره مننه کوم چه زما د پلار او زما د تره مقبرو ته ورغلي وو. خداي دی زما د پلار او تره په حق کښی ستاسی دعاګانی قبولی کړي او خدای دی وکړي چه زموږ هيواد ته يوه دايمي سوله راشي. کور مو ودان.»

خو په خواله رسنیو کې دې موضوع ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي محمود صیقل غبرګون خورا سخت بریښي. صیقل د چا نوم نه دی یاد کړی خو پر خپله ټویټرپاڼه یې لیکلي:

"کله چې له یو هېواده عدالت کډه وکړي، نو د هيواد پلورونکو او وژونکو  پر قبر د ګلو ګېډۍ کېښودل کېږي..."

دغه پخوانی افغان چارواکی د خپل ټویټ په دوام دا هم لیکي چې د بي عدالتی په شتون کې درغلګر او متعصب قوم پال هم "مصلحت ګر" ګڼل کیږي.

پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله د ۱۹۹۶ میلادي کال د سپټمبر پر ۲۷مه هغه مهال ووژل شو کله چې طالبانو کابل ونېو.

طالبانو بیا وروسته د نوموړي او د هغه ورور شاپور احمدزي مړي د کابل په اریانا څلور لارې کې د خلکو د نندارې له پاره راځړولي ول.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل