1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهډنمارک

د کوپنهاګن هوايي ډګر ته څېرمه ډرونونه او امنيتي اندېښنې

۱۴۰۴ مهر ۱, سه‌شنبه

د ډنمارک صدراعظمې ميته فردریکسن ويلی چې د ډرون پېښه د ډنمارک په تر ټولو مهمو تاسیساتو «تر ټولو جدي حمله» ده. وروسته له هغې چې چارواکو په سیمه کې د څو ډرونونو خبر ورکړ د کوپنهاګن له هوايي ډګره ګڼ پروازونه وځنډول شول.

د کوپنهاګن هوايي ډګر کې د پولیسو حضور -  دوشنبه د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۲۲مه ماښام
 د کوپنهاګن پولیسو مخکې پر ټولنیزو رسنیو لیکلي ول وروسته له هغې چې په ساحه کې ۲ – ۳ لوی ډرونونه ولیدل شول، «هوايي ډګر د الوتکو د پروازونو او ناستو له پاره وتړل شو.»انځور: Steven Knap/Ritzau Scanpix/picture alliance

د پروازونو د رادار شبکې د معلوماتو له مخې په ساحه کې د ډرونونو د لیدلو له کبله، د ډنمارک له تر ټولو مهم هوايي ډګر څخه شاوخوا ۳۵ پروازونه منحرف کړل شول.

د ريتزاو خبري آژانس رپوټ ورکړی چې د ډنمارک صدراعظمې ميته فردریکسن د سه شنبې په ورځ وویل چې د کوپنهاګن په هوايي ډګر کې د سترو ډرونونو پېښه چې له کبله ېې فعاليتونه مختل شول، «تر اوسه پورې پر ډنمارکي تاسیساتو یوه تر ټولو جدي حمله ده» چې ترسره کيږي.

هغې زیاته کړې: «دا د اوسني عصر چې موږ په کې ژوند کوو په تړاو هغه څه بیانوي چې موږ ېې له پاره باید د ېوې ټولنې په توګه چمتو واوسو.»

د ډنمارک صدراعظمې وویل: «په یقین سره موږ هېڅ ډول ممکنه احتمال نه ردوو چې د دې تر شا څوک دي.» د ډنمارک پوليسو ويلي چې د دوشنبې په ورځ د کوپنهاګن هوايي ډګر په ساحه کې ډرونونو ولیدل شول چې تر هغه وروسته دغه هوايي ډګر د پروازونو عملیات ودرول.

 د کوپنهاګن هوايي ډګر پر خپلې رسمي اکس پاڼه ولیکل چې دغه هوايي ډګر د «فعالیتونو» له کبله پروازونه ودرول. که څه هم هوايي ډګر څو ساعته وروسته بېرته پرانیستل شو، خو شکونه لا هم پر خپل ځای پاته دي چې کېدای شي ځینې «پروازونه وځنډول یا لغوه کړل شي.»

د ډنمارک د صدراعظمې ميته فردریکسن د سه شنبې په ورځ وویل دا «تر اوسه پورې پر ډنمارکي تاسیساتو یوه تر ټولو جدي حمله ده» چې ترسره کيږي.انځور: Pascal Bastien/picture alliance/AP

 پولیس څه وايي؟

 د کوپنهاګن پولیسو مخکې پر ټولنیزو رسنیو لیکلي ول وروسته له هغې چې په ساحه کې ۲ – ۳ لوی ډرونونه ولیدل شول، «هوايي ډګر د الوتکو د پروازونو او ناستو له پاره وتړل شو.»

د کوپنهاګن د پولیسو ارشد سرپرست، ینس جسپرېسن، د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «موږ دې نتېجه ته رسېدلي یو چې دا یو داسې څه وو چې موږ ورته د يوه «قابليت لرونکي نقش لوبونکي» فعاليت ویلی شو.»

 جسپرېسن زیاته کړه چې «دا داسې یو ممثل دی چې خپله توانايي، اراده او لازم ابزار په دا ډول سره ښيي.»

د پولیسو مشر دغه راز وویل چې دغه ډرونونه چې له مختلفو استقامتونو راغلي ول او څراغونه ېې ګل او روښانه کیدل، څو ساعته وروسته لادرکه شول.

 د پروازونو د رادار خدماتو شبکې د معلوماتو پر اساس، د کوپنهاګن له هوايي ډګر څخه د ماښام په ۸ بجو او ۲۶ دقیقو هوايي ترافیک ودرول شول او له دغه ډګره شاوخوا ۳۵ پروازونه منحرف کړل شول.

اوسلو په هوايي ډګرونو کې هم د ډرون ورته پېښه

رپوټونه وايي په همدې ماښام د ناروې په اوسلو هوايي ډګر کې هم د ډرون ورته پېښه لېدل شوې ده. د ناروېجي رسنۍ ان آر کې د رپوټ پر اساس، دغه پېښې ټولې الوتکې دې ته اړې کړې چې له ېوې ځغاست لیکې استفاده وکړي.

په دې وروستیو کې د روسیې د سبوتاژکونکو فعالیتونو له وجې په شمالي اروپا کې امنيتی اندېښنې زیاتې شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو اونیو په جریان کې د ناټو په هوایی حریم کې د ګڼو ډرونونو او د جنګي جیت الوتکو د تهاجم رپوټونه هم ورکړل شوي دي. 

آرشیف (29.10.2018 )

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل