1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډنډ پټان لاره لا هم تړلې ده؛ هلته جنجال پر څه دی؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبه

د پټان او خرلاچۍ لاره له یوې اونۍ راهیسې وروسته له هغې تړل شوي، چې د افغان طالبانو او پاکستان پوځ ترمنځ وسله واله جګړه وشوه. اوس پاکستان د لارې خلاصیدو اعلان کړی، خو طالبان وایي لاره بنده ده.

انځور د انګور اډې د سرحدي لارې دی
انځور د انګور اډې د سرحدي لارې دیانځور: Franz J. Marty

د روانې نوامبر میاشتې په ۱۹ نیټه د پکتیا په ډنډپټان د استیا په سیمه کې د افغان طالبانو او پاکستان پوځ ترمنځ د ډیورنډ په فرضي کرښه جګړه وشوه، چې دواړو لوریو ته پکې تلفات واوښتل.

اوس یوه اونۍ کیږي چې پاکستان دغه لاره د سوداګرۍ او هر ډول تګ او راتګ پر مخ تړلې ده، چې دواړو خواوو ته خلک یې له ستونزه سره مخ کړي.

تېره ورځ  پاکستاني چارواکو له افغانستان سره د خرلاچۍ لارې د خلاصیدو اعلان وکړ.

اړوند مطلب: پکتیا؛ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښه کې مرګ ژوبله اوښتې

له هېواده د باندې د ميشتو پاکستاني وګړو د اړوندو چارو فدرالي وزير ساجد حسين طوري په خپل ټویټر د دې لارې د خلاصیدو خبر ورکړی دی او ویلې یې دي، چې د قومي جرګې له لارې افغان او پاکستاني لوري ته اوربند شوی او د خرلاچۍ لاره بیرته پرانیزي.

نوموړی ویلي، چې پر دغه لاره به د دوشنبې په ورځ د خلکو تګ راتګ بيرته پېل شي.

طوري ویلي: «د افغان چارواکو سره په دوه اړخيزه خبرو اترو کې دا پریکړه شوې ده، چې د پاکستان او افغانستان پوله د سوداګرۍ او د خلکو تګ او راتګ لپاره پرانیستل شي. دواړو لورو موافقه وکړه چې ټولې شخړې به د جرګې له لارې حل کوي.»

خو په پکتیا کې طالب چارواکي وایي، چې په حکومتي او قومي کچه قومي تازه غونډه او کومه پریکړه نه ده شوي او لاره لا هم بنده ده.

په پکتیا کې د طالبانو د ۲۰۳ منصوري قول اردو ویاند جنت یار کوچي دویچه ویله ته وویل، چې تر اوسه له پاکستان سره کومه هوکړه نه ده شوې او پاکستان لا هم لاره تړلې ده.

کوچي وویل: «موږ له پاکستاني پوځ سره کومه غونډه او پریکړه نه ده کړي او زما د معلوماتو له مخې د پکتیا قومي مشرانو هم کومه غونډه او پریکړه نه ده کړي. .«

په پټان کې د افغان طالبانو او پاکستان پوځ شخړه په څه ده؟

دواړو لوریو ته جنجال هغه وخت زیات شو او په وسله واله جګړه واوښت، چې افغان طالبانو غوښتل د پاکستان له لوري د تېر شوي اغزن سیم دیخوا، د افغانستان خاوره کې یو سړک تېر کړي، چې د مسؤلینو په وینا د طوري قوم او پاکستان پوځ له لورې یې مخالفت وشو او د سړک جوړلو پر سکوایټر یې ډزې وکړې.

د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ یوه اوسیدونکي  مالدین دویچه ویله ته وویل، د کورمۍ د بوړوکي خلک له اغزن سیم دیخوا د ډنډپټان ولسوالۍ په استیا سیمه کې ځمکې ملکیت دعوه لري، خو په وینا یې دا ځمکې د ځایي افغانانو دي.

اړوند مطلب: پر ډیورنډ کرښه جنجالونه؛ طالبان کرښې ته نیږدې امنیتي پوستې جوړوي

محمد الدین وویل: «دا زموږ د خلکو خپله ځمکه ده. د پاکستان پوځ چې سیم تیرولو په خپل ځای یې تېرو کړو، اوس دوی وایي، چې له سیم به راوړي او له دې ځمکې به دوی ګټه پورته کوي.«

خو د کورمې ایجنسۍ د بوړوکي کلي اوسیدونکي بیا ادعا کوي، چې پاکستان پوځ د اغزن سیم د تیرولو پر وخت د افغانستان خوا ته د دوی لسګونه جریبه ځمکه بنده کړې ده او اوس پکې افغان طالبان تاسیسات جوړوي.

خو د کورمۍ ایجنسۍ د باړوکۍ سیمې یو مشر، په یوه ویډیویي پیغام کې وایي، چې د ډیورنډ په کرښه د پاکستان پوځ له لورې د اغزن تار تیرولو پر وخت د دوی ځمکې د افغانستان خوا ته پاتې شوي دي.

نوموړی وایي: «جال يا [اغزن تار] د تیريدو پر وخت هغوی [افغانستان] غور نه دی کړی او زموږ حکومت هم پاملرنه نه ده کړې نو له دې کبله زموږ ځمکې هغې طرف ته پاتې دي. موږ اوس هم غواړو، چې اغزن تار دې وړاندې شي او دا جال د افغانستان په باډر ولګوي، چې موږ ته خپلې ځمکې خپلې پاتې شي.«

له هېواده د باندې ميشتو پاکستاني وګړو د اړوندو چارو فدرالي وزير ساجد حسين طوري وایي، چې وړمه ورځ د پاړه چینار بوړوکي او پکتیا ډنډې مشرانو ترمنځ قومي جرګه او پریکړه شوې ده او دوی یې ملاتړ کوي.

انځور: Abdul Ghani Kakar/DW

 نوموړی له کابله غواړي، چې اغزن تار د افغانستان په خاور کې نور هم تېر کړي، څو د پاړه چینار خلک خپلې ځمکې ترلاسه کړي: «څومره چې دوی [افغانستان] زموږ خوا ته خلاف ورزي کړي وي، دوی به شاته کيږي او که موږ د دوی خوا ته ورننوتي يو نو موږ به شاته کيږو، دا به هر څه له سره تعیین کیږي.«

خو په پکتیا کې طالب چارواکي وایي، چې په حکومتي او قومي کچه له پاکستان سره تازه غونډه او کومه پریکړه نه ده شوي او لاره لا هم بنده ده.

اړوند مطلب: طالبان: د پاکستان یو پلاوی افغانستان ته راځي

 په پکتیا کې د طالبانو د ۲۰۳ منصوري قول اردو ویاند جنت یار کوچي دویچه ویله ته وویل، چې د اغزن تار ها خوا خلک په ناقانونه ډول د افغانستان د خاورې د ملکیت دعوه لري.

نوموړی وایي، که څوګ د ځمکې د ملکیت قانوني اسناد او د افغانستان تابعیت ولري، هغوی خپله مستحق دي: «اوس چې دوی کومه دعوه لري، موږ ورته وایو، راشئ د ځمکې د ملکیت سند راوړئ او بل تاسې باید د افغانستان تذکرې ولرئ.» 

څو ورځې وړاندې هغه مهال د ډنډپټان استیا سیمه کې د افغان طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ د سپکو او درنو وسله جګړه وشوه، چې افغان طالبانو غوښتل په خپله خاوره کې د یوه سړک د جوړولو چارې پیل کړې، خو د پاکستان پوځ یې مخالفت وکړ.

په دې جګړه کې یو افغان طالب ووژل شو، دوه طالبانو او دوه ملکي وګړي ټپیان شول او پاکستان چارواکو هم د یوه پاکستاني پوځي د وژل کیدو او ۷ پوځیانو په ګډون د دوو وګړو ټپيان کیدل تایئد کړې وو.

پاکستان په افغانستان کې د څه په لټون کې دی؟

27:18

This browser does not support the video element.

 

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل