1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډهلي انتخابات ولی مهم دي؟

۱۳۹۸ بهمن ۱۹, شنبه

که دا وار د بی جي پي ګوند وتوانیږي د هند په پلارمېنه نوي ډهلي کې د «عام آدمي» ګوند ته ماته ورکړي، نو له دې سره به هغه نظر لا زیات قوي شي چې د نریندر مودي د مذهبي ویش سیاست په هند کې د بریالیتوب پر لور روان دی.

Double von Politikern NEW DELHI INDIA Lookalikes von Baba Ram Dev und Narendra Modi
انځور: imago/Hindustan Times

داسې معلومیږي چې د هند د لومړي وزیر په مشرۍ د «بي جي پي» ګوند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د ایالتي ټاکنو د ګټلو له پاره نه ستړې کیدونکې هڅې روانې کړي دي. د کورنیو چارو وزیر امیت شاه پخپله د دې ګوند د ټاکنیزو کمپاینونو مشري کوي.

د مودي حکومت په تیر څه دپاسه یوه کال کې په پنځو ایالتي انتخاباتو کې له ماتې سره مخامخ شوی دی چې په هغو کې مدهیا پردیش، راجستان، چهتیس ګړه، مهاراشتر او جهارګهنډ ایالتونه شامل دي.

د دغو کمپاینونو پر مهال د «بي جي پي» یا بهارتیه جنتا ګوند مشرانو د ډهلي ښار پر مسائلو دومره خبرې نه دي کړي، لکه څومره چې یې د هندوانو او مسلمانانو پر ویش او پاکستان کړي دي. د نوي ډهلي په شاهین باغ کې د ښځو او مدني ټولنو پرلت د دوی د نیوکو مهمه موضوع تشکیلوله.

وزیر اعلی اروند کیجریوال دا وار د دویم ځلي ټاکنو د ګټلو په خاطر له خلکو سره د ښاري آسانتیاو د بهترولو ژمنه وکړه او د ډهلي اوسیدونکو ته یې د شفافې حکومتولې په حق کې د رای ورکونې سپارښتنه کړې.

په تیرو ټاکنو کې د «عام آدمي» په نوم د اروند کیجریوال ګوند له ۷۰ څخه د ۶۶ چوکیو په ترلاسه کولو بریالی شوی وو، په داسې حال کې چې بي جي پي توانیدلې وو چې یوازې ۳ چوکۍ ترلاسه کړي. په هغه وخت کې پخپله لومړي وزیر نریندر مودي د بي جي پي ګوند د ټاکنیز کمپاین مشري کړې وه.

د عام آدمي یا عادي وګړي په نوم ګوند د فساد پر ضد له یوې مدني ټولنې سر را پورته کړی دی. د عام آدمي ګوند اټکل کوي چې دا وار به د کانګرس او بي جي پي له سختې مقابلې سره مخامخ شي.

د سیاسي شنونکو په باور دا وار د بهارتیه جنتا ګوند مشرانو د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د کرکې پيدا کولو داسې ژبه کارولې ده چې له امله یې وضعه لا پسې خرابه شوې ده.

د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د کورنیو چارو وزیر امیت شاه، رای ورکونکو ته سپارښتنه وکړه چې: «د رای ورکونې پر مهال بټن یا تکمې ته دومره په شدت سره فشار ورکړئ چې شارتي یې تر شاهین باغه پورې ورسیږي او هغه ټول پرلت کونکي پاسیږي او خپلو کورونو ته لاړ شي.»

د بي جي پي یو بل وزیر روی شنکر پرساد وویل: «شاهین باغ یوه نظریه ده چیرې چې د هند تر بیرغ او قانون لاندې د هیواد ویشونکي قوتونه» راټول شوي دي.

په دغو ټاکنو کې شاوخوا ۱۵ میلیونه وګړي د رای ورکونې د شرایطو درلودونکي دي. تمه کیږي چې د ټاکنو پایلې به د سه شنبې په ورځ اعلان شي.

دویچه ویله اردو: ش.ن/ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب